کومانډو ځواکونو ارزګان کې د لایزري قطعې قوماندان په شمول ۲۳ طالبان وژلي

0 977

د کومانډو ځواکونو قول اردو وايي، سرتېرو يې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند سیمو کې په طالبانو پراخ عملیات ترسره کړي دي، چې له امله یې د ملا سمسور په نوم د لایزري قطعې قوماندان یې له ۲۳ ملګرو سره وژلی دی.

له یادې قول اردو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات یې د مرکز ترینکوټ ښار په اړوند سیمه کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ تېره شپه ترسره کړي دي، چې نتیجه کې يې ۱۴ طالبان ټپیان شوي هم دي.

خبرپاڼه کاږي، دې عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې زیات شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

افغان ځواکونو وروسته له هغه پر طالبانو عملیات پیل کړل، چې طالبانو په کابل او ننګرهار کې خونړي بریدونه ترسره کړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply