د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري په یوې تازه ګډې خپره شوې اعلامیه کې یو ځل بیا طالبان د کابل او ننګرهار د وروستیو بریدونو عاملین یاد شوي دي.
اعلامیه کاږي، د طالبانو لهخوا د دې جنایتونو تکذیب او پر ملکي موخو د بریدونو نهمنل د څو مهمو ټکو ښکارندوي کوي، هغه څه چې طالبان غواړي خپلې څېرې پرې وپوښي:
د طالبانو لهخوا د وروستیو بریدونو مسوولیت نهمنلو لامل د عامه افکارو فشار، د ملي او نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو سازمانونو د اندېښنو زیاتوالی و او دا ټول هغه موارد وو، چې دوی غوښتل د دې پهوسیله د افغانستان د خلکو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتونو او بریدونو له ترسراوي ځان تېر باسي.
اعلامیه کې ویل شوي، طالبانو پر ګردېز ښار د برید مسوولیت ځکه ومانه، چې د دوی په اند هلته نظامي تاسیساتو ته نږدې ترسره شوی و، خو د برچي پر سل بستریز روغتون برید کې لاس لرل یې بیا ځکه رد کړ، چې د خورا پراخو غندنو سره مخ شو او ورپسې په ننګرهار کې د برید مسوولیت بیا د ذبیحالله مجاهد په څېر د یوه نامالوم کس لهخوا چې ځان یې داعش ته اړوند باله، ومنل شو.
یاده ګډه اعلامیه کې راغلي، طالبان اوس نهشي کولای چې د خپلو ترسره شويو جنایتونو د (برید او تکذیب) مسوولیت په نورو ترهګرو ډلو لکه: داعش واچوي او خپلې ترهګرۍ پټې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د تېرو کلونو په لړ کې هغه ملکي موخې چې طالبانو په ډېر فجیح ډول پر هغو بریدونه کړي وو، په لاندې ډول دي:
• د ۱۳۹۶یم کال د سلواغې میاشتې په ۷مه نېټه؛ کابل ښار کې جمهوریت روغتون ته څېرمه له امبولانس څخه په استفاده د ځانمرګی برید په ترڅ کې ۹۵ تنه شهیدان او ۱۵۸ تنه نور ټپيان شول.
• د ۱۳۹۵یم کال د کب میاشتې په ۱۸مه نېټه؛ د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستریز نظامي روغتون وسلهوال برید.
• د ۱۳۹۸یم کال د چنګاښ په ۱۰مه نېټه؛ د کابل ښار په ۱۶مې ناحیې کې موټربم برید، چې له امله یې ۴ تنه شهیدان او ۵۱ نور ټپیان شول.
• د ۱۳۹۴یم کال د زمري میاشتې په ۲۲مه نېټه؛ د کابل په شاهشهید سیمه کې موټربم برید، چې له امله یې ۶۴ تنه شهیدان او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شول.
• د ۱۳۹۸یم کال د تلې میاشتې په ۲۶مه نېټه؛ د ننګرهار ولایت په هسکېمېنې ولسوالۍ کې پر یوه جومات توغندیز برید، چې له امله یې ۶۲ تنه شهیدان او ۶۰ نور ټپیان شول.
• د ۱۳۹۸یم کال د چنګاښ میاشتې په ۱۵مه نېټه؛ د غزني ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې پر محمدیه جومات برید، چې له امله یې ۱ ماشوم شهید او ۲۴ نور ملکیان ټپیان شول.
• د ۱۳۹۷یم کال د غبرګولي میاشتې په ۱۰مه نېټه؛ کابل ښار کې پر زنبق څلورلارې برید، چې له امله یې ۹۰ تنه شهیدان او ۴۶۳نور ټپیان شول.
• د ۱۳۹۶یم کال د جدي په ۳۰مه نېټه؛ پر کانټینېنټال هوټل برید، چې له امله یې ۲۲ تنه شهیدان شول.
• د ۱۳۹۸یم کال د چنګاښ په ۲۱مه نېټه؛ په ننګرهار کې د واده پر مراسمو برید، چې له امله یې ۵ تنه شهیدان او ۴۰ نور ټپیان شول.
• د سپټمبر په ۱۹مه نېټه؛ په زابل کې پر یوه روغتون برید، چې له امله یې د روغتیايي کارکوونکو برسېره ۲۰۰ تنو ته مرګژوبله واوښته.
• د ۱۳۹۰یم کال د چنګاښ په ۴مه نېټه؛ د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې پر یوه روغتیايي کلینیک موټربم برید، چې له امله یې د روغتیايي کارکوونکو په شمول ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
• د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۲۴مه نېټه؛ د پکتیکا ولایت د یحیخېلو ولسوالۍ په غیبيخېل سیمه کې د والیبال پر ورزشي لوبغالي کې د موټرسایکل بم چاودنه، چې له امله یې د ماشومانو په شمول ۱۲۰ تنه شهیدان او ټپیان شول.
• د ۲۰۱۸/۱۱/۲۱ نېټه؛ د کابل ښار د پینځلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د دیني عالمانو پر غونډې برید، چې له امله یې څه باندې ۵۰ تنه دیني عالمان شهیدان شول.
• د ۲۰۱۹/۵/۲۴نېټه؛ کابل کې د التقوا پر جومات برید، چې له امله یې د مولوي ریحان په شمول ۱۸ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان شول.
• د ۱۳۹۷یم کال د لېندۍ په ۴مه؛ کابل کې د عالمانو شورا د مرستیال عبدالبصیر حقاني ترور.
• د ۲۰۱۴/۱۲/۱نېټه؛ د بغلان ولایت په بورکې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو برید، چې له امله یې ۱۸ ملکیان شهیدان شول.
• د ۲۰۱۷/۸/۱نېټه؛ د هرات ښار د درېیمې ناحیې په اړوند جوادیه جومات برید، چې له امله یې ۳۰ تنه شهیدان او ۶۰ نور ټپیان شول.
• د ۲۰۱۸/۱۱/۲۳نېټه؛ د خوست ولایت په اسماعیلخېلو ولسوالۍ کې یوه جومات کې ځانمرګی برید، چې له امله یې ۲۶ تنه شهیدان او ۵۰ تنه تپیان شول.
امنیتي ځواکونو ویلي، طالبان حتا د امریکا له متحده ایالاتو سره د شوې هوکړې ګټو ته ژمن نهدي، په افغانستان او سیمه کې يې له نورو ترهګرو ډلو سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د سازماني ایدیولوژیکي لیدلوري د فعالیت په برخه کې لا بډایه زمینه برابره کړې ده.
اعلامیه کاږي، طالبانو د تېرو دوه میاشتو په لړ کې تر ټولو زیاته مرګژوبله ملکي خلکو ته اړولې او په دې برخه کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما)، د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون او اړونده بنسټونو راپورونه واضېح سند دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320