نن ورځ  دهېواد تر ټولو ګرمه موضوع سیاسي اختلافات او د دې اختلافاتو د له منځ وړلو لپاره ممکنه توافق دی چې د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ به رامنځ ته شي .

که څه هم دا توافق د ملي وحدت حکومت توافق سره ډیر واضع فرق لري ځکه هغې کې اجرایه ریاست وو او دي کې هغه نشته دي په دې کې همدارنګه دولسمشر پریکړه اخري پریکړه ده او ډاکټر عبدالله یوازی په کابینه کې نیم سهم لري خو ولسمشر به ټول پراختیایي او امنیتي پروګرامونه او په نړیوال سټیج یوازې د افغانستان استازی وي .

دې توافق ته افغانانو بیلا بیل غبرګونونه ښودلي او طبعي خبره ده چې په لوی اکثریت کې افغانان له دې توافق څخه خفه دي خو تر ډیره بریده خپله ولسمشر هم داسې څه نه غواړي او نه یې غوښتل خو داچې ولې داسې کوي غواړم په لنډو ټکو کې یې دلته ولیکم .

خپله د ولسمشر د کمپیایني ټیم د یو ویاند په توګه د ټاکنو په کمپاین کې به مو چې هر سهار له ولسمشر سره ناسته درلوده او هغه به چې د خپلو برنامو او د تیرې دورې د ستونزو په اړه راته لارښوونې کولې نو تر ټولو زیات له دې کړیدو چې پریکړې یې په وخت له ستونزو سره مخ کېږي او دا د دې لامل کېږي چې په پراختیایي او نورو کارونو کې ستونزې رامنځ ته شي او ډیر زیات له دې اړخه نارحت وو ځکه ویل به یې لا ډیر چټک کار ته اړتیا لرو خو ولې اجرایه ریاست ددې چټک کار مخنیوی کوي او هغه پریکړه چې باید په ساعت کې شوی وی په میاشتو میاشتو ځنډیږي .

خو داچې اوس ولې بیا داسي یو توافق ته مجبور شو لاندي دلالیل لري .

لومړی: ټاکنې داسې وخت کې د ولسمشر د ټول فشار او دجمهوریت د ساتلو په موخه ترسره شوی چې په کور دننه یو شمیر سیاسي مشرانو ، ګاونډیو هیوادونو او آن نړیوالې ټولنې هم نه غوښتل چې ټاکنې وشي او یو شمیر هغه سیاسي مشران چې د جمهوریت څخه په ګټه اخستلو سره یې دلته وزارتونه کړي وه په یو ځل د طالب لاوډسپیکر وګرځیدل او آن د طالبانو او امریکا د هغه توافق څخه یې ملاتړ کولو چې دهیواد په ګټه څه په کې نه وه  او دسولې داسې یوي پروسې ته یې سترګې نیولې وې چې تراوسه پورې هیڅ پرمختګ په کې نه وو شوی او دوی غوښتل چې خپله د ټاکنو ناکمي دهمدې ماملو شاته پټه کړي  او په راتلونکې نظام کې د برخې لپاره یې طالبانو ته له حده زیاته چاپلوسي او تبلیغ شروع کړ .او همدې خلکو د نړیوالې ټولنې سره یو ځای طالبانو ته پروتوکول ورکول شروع کړل خو ولسمشر ددې ټولو مسایلو سره سره په جمهوریت ودرید او ټاکنې ترسره شوی او جمهوریت وساتل شو .

دوهم : کله چې ولسمشر ټاکنې وګټلې نو ورسره جوخت امریکایانو ددې لپاره چې د طالبانو سره د خپلې غلطې توافق نامې ټکي پټ کړي او د زندانیانو خوشي کیدلو ژمنه پوره کړي او له دي لاري په امریکا کې دننه د ولسمشر ټرامپ د بیا بري دچانس ترڅنګ هغه پ کور دننه له تندو نیوکو وژغوري نو په ولسمشر یې د ډاکټر عبدالله له لوري هر راز فشار ته ادامه ورکړه او د ډاکټر عبدالله مسله یې یوازی یو بهانه وګرځوله ترڅو ولسمشر دې ته مجبور کړي چې سیاسي توافق وکړي .

دریم : هېواد مو دنورو هېوادونو په څیر د کرونا له وبا سره مخ دی او بدبختانه مخکینی فقر او غربت ددې لامل شوی دی چې ټول سیاسي جنجالونه یو لوري ته کړي او ولسمشر د کرونا سره د مبارزې لپاره دهېوادوالو ستونزو ته اوس او دکرونا څخه وروسته وضعیت د کنټرول لپاره خپل ټول تمرکز په همدې موضوع راوګرځوي او په دې برخه کې باید دنړیوالو مرستې راجلب کړې ترڅو دا مبارزه بریالۍ شي .

څلورم : ګاونډیو هېوادونو په تیره بیا پاکستان ، ایران  او روسیې په ټول قوت سره د ډاکټر عبدالله شا ټپوله ترڅو په هېواد کې روان وضعیت بحراني کړي .

چې دې ټولو مسایلو ته په کتو باید ولسمشر څه کړی وی ؟

ایا د سردارد داود غوندې یې خپل سیاسي حریفان زنداني کړی وی چې بیا دجمهوریت او همدارنګه هېواد یو بل ناورین ته تللې وی ؟

د شهید ډاکټر نجیب او غازي امان الله خان په څیر یې واک پریښی وی چې د قدرت د تشي د رامنځ ته کیدو په صورت کې یو بدرنګ تاریخ بیا تکرار شوی وی ؟

او که نه له سیاسي درایت څخه باید کار واخلي ترڅو له یوې خوا هیواد حفظ شي ، دنړیوالو مرستې جلب شي ، دکرونا ضد مبارزه وشي او هېواد مو له فقر بیچارګۍ او کډوالۍ وژغورل شي .

په داسي حال کې چې ډاکټر عبدالله او دهغه ټول ټیم یوازي د شخصي ګټو او عقدو په موخه دا کار کوي او دا سمه خبره ده چې ولسمشر به دوستم ته په اعزازي مارشالۍ ورکړي سره د عمر تر اخره تر پیغور لاندي وي خو په اصل کې دا کار ډاکټر عبدالله دخپل قدرت د ساتلو لپاره وکړ نه د ولس لپاره .

نو اوس له دوو انتخابونو څخه یو وو جمهوریت ، دنظام بقا او که امارت او دهېواد بربادي چې ولسمشر خوشبختانه له سړي سینې کار واخیست او جمهوریت او دنظام بقا ته یې اولیت ورکړ .