وسله والو طالبانو په غزني کې درېیو پوځیانو او دوو ملکیانو ته اور اچولي دی.

د غزني د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقیري وایي د یکشنبه په ورځ طالبانو د جغتو په قیاق دره کې پنځه تنو ته اوراچولی دی.

فقیري وایي له دې ډلې یې درې پوځیان او دوه نور ملکي وګړي وو.

سیمه ییز چارواکي هم وایي چې طالبانو په جغتو ولسوالۍ کې پنځه کسان سوځولي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.