د وزیر اکبرخان د میړانی او عالی کرکټر څو بیلګی

لیکوال: کاندید اکادمیسین سیستانی - پښتوژباړونکی: رحمت آریا

0 1,735

 

د کابل پاڅون ملی اتل وزیر اکبرخان –۱۸۱۶ – ۱۸۴۶

(د میړانې ، زړورتیا، او سرلوړۍ جذابه څهره)

په نولسمې پیړۍ کې زموږ د هېواد د تأریخ یوه ځلانده ویاړلې څیره، د افغان – انگلیس د لومړۍ جگړې ملي اتـل وزیرمحمد اکبر خان د امیر دوست محمد خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزي لمسی، دی.

سردار وزیر محمد اکبرخان ، زموږ د ولس د هڅو ، جنگ او جگړو د تأریخ هغه ځلانده څیره ده چې د انگریزانو پر وړاندې د کابل د وگړو د پاڅون په لارښوونه او بري کې یې په سرښندنې ، رغنده او هیوادپاله ونډه لوبولې ده ؛ خو په خواشینۍ چې د وزیر اکبرخان له سرلوړۍ او ویاړونو ډک ژوند، لنډ وو.

سرداراکبر خان ۱۶- ۱۷ کلن وو چې په کندهار کې یې د شاه شجاع لښکر دړې وړې کړ او دغه بریا ده ته له هغه مهاله وروسته ور په برخه کېدله چې په جلال اباد کې یې د دغه ولایت سرکښ والي نواب محمد زمانخان ټکولی وو ؛ نوموړي په کلابندۍ کې  له امیر دوست محمد خان سره د بالاحصار د دیوالونود مورچلونو له شا جگړه کوله.

۲۰کلن وو چې د خیبر ددرې په بلې غاړه کی دجمرود ّه سیمه کی د یوې مخامخ جگړې په لړ کې د سیکهانو سر لښکر، جنرال هري سینگهـ مات او بیا یې وواژه. (عکس داستاد حامد نوید په قلم د جمرود جگړی صحنه ښیی)


 ۲۲ کلن چې زموږ پر هیواد د سیکهانو اود انگلیس د ځواکونو له خواله دوه وو لوریو تیری وشو، اکبرخان د سیکهانو د لښکر د مخنیوي لپاره د خیبر تر درې پورې وړاندې ولاړ خو د هیواد د خپلواکۍ او ولسواکۍ دښمنانو هغه ته د جگړې له پیلیدا مخکې زهر ورکړل او د مرگ تر پولې یې ورساوه خو له نیکه مرغه مړ نه شواو یو ځل بیا د تأریخ د ننګونو له آزموینې څخه سرلوړی راووت.

تردی وروسته په هماغه کال کې د بخارا د پاچا په زندان کې ولوید . د «نوای معارک »د لېکوال د وینا پر بنسټ ، وزیراکبر خان ډیر زړَوَر ، باتور او له میړنتوبه ډک د پياوړې افغانې روحیې څښتن وو او له هېڅ شي او هېڅ چا یې ویره نه درلودله ؛ د بیلگې په توگه د بخارا امیر (چې خپل ولس یې ” د قصاب امیر” په نوم باله) ، وزیر اکبر خان او پلار یې امیردوست محمد خان خپل دربار ته وغوښتل او د هغه پلار ته یې ترخې او تروې خبرې وکړې. سردار اکبر خان چې په رگونو کې یې د افغاني سرښندنې او میړانې وینې په څپو وې په ډیرې ترخې ژبې یې د بخارا د امیر خبرې بیرته په ورته ډول ورځواب کړې او په غاو (سخت اعتراض) یې د امیر له درباره پښه و ایستله اوبیرته یې افغاني ټاټوبي ته مخه کړه. د بخار امیر د وزیراکبر خان او د هغه د ملگرو د نیولو لپاره خپل جنگیالان ولیږل.د امیر جنگیالیو افغانان وموندل او د هغوی د تگ مخه یې ونیوله.

سردار اکبر خان او ملگرو یې چې ټول ټال دیرش تنه ول ، د بخارا د پاچا د جنگیالیو پر مخ چې شمیر یې د ۲۰۰ او ۳۰۰ تنو په شاو خوا کې سپاره وزبکان کېدل، تورې له تیکو را و ایستلې او جگړه یې پیل کړه. د سردار اکبر خان ۷ تنه ملگري او د بخارا د پاچا دیرش تنه جنگیالي پرځمکه را پریوتل ، سردار اکبر خان ، ورور یې افضل خان او د اکا زوی یې سردار سلطان احمد خان سخت ټپیان شول او د ډیرو ټپونو له امله بې هوښه شول. د هغوی له بې هوښه ځانونو څخه وینې څڅېدلې او ټول یې د بخارا امیر ته راوستل او امیر امر وکړ چې ټول دې د پاچا د ماڼۍ (ارگ) په تورې څاه کې وغورځول شي. [۱]

سرداراکبرخان ۲  کاله وروسته دبخاراپاچا  له زندانه را ووت اوهیواد ته راستون شو او په ۱۸۴۱ ز کال کې په کابل کې د مشرانو او سپین روبو په ټینگار او غوښتنې یې د انگریز ضد پاڅون مشري په غاړه واخیستله او درغلن مکناتن یې د افغاني سیاست په لومو کې راښکیل کړ او مخکې له دې چې د دښمن غیشی دی له پښو وغورځوي د هیواد ټگ مار دښمن یې وواژه او له هغه وروسته د افغانستان د حقپال ولس د سترگو تور وگرځېد.

د انگلیس د یرغملو پر وړاندې د وزیر اکبرخان له مړینتوب او له ښیگڼو ډک چال چلند ددې لامل شو چې ان د انگلیس د شپاړلس نیم زریز لښکرله پوپنا کېدنې سره سره چې له هغو څخه یوازې یو تن ژوندی پاتې وو بیا هم هغه په درانده نوم یاد کړي. وزیر اکبرخان د جلال آباد په لاره کې د ۴۴ تنو انگریزانو ژوند چې له هغه څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه وژغوره او چاته یې اجازه ورنه کړه چې هغوی ته څوک تاوان ورسوي. څرگنده ده چې یرغمل کسان د وزیر اکبرخان لپاره له ارزښته ډک کسان ول ، خو له دې سره سره که د میلمه پالنې خبره رامنځته شي ، نو د هغوی  میلمه پالنه یې د کوربه په توگه کوله. ان کله چې په جلال آباد کې یې د جنرال سیل له لاسه ماته وخوړله او ټپي شو د جلال آباد د مجاهدینو له ټینگار سره سره دې ته حاضر نه شو چې یا یرغمل کسان وځوروي او یا د میرمن سیل په گډون هغوی ووژني. میرمن سیل چې د خپلو یادونو کتاب یې لیکلی د سردار اکبرخان نوم په درنښت یادوي او وایي چې ” نوموړي سردار هڅه کوله چې یرغمل نیول شوي کسانو ته ځانگړې پاملرنه وکړي او پام به یې ساته چې څوک یې په بې لامله توگه ونه ځوروي او د ښځمنو پت یې خوندي وساته.” [۲]

لوشینگتن د [لوې جگړې او کوشني هیواد د جگړې] د کتاب لیکوال د وزیر اکبرخان د ښیگڼو، کړو وړو او چال چلند په اړه داسې لیکي:” هغه بولندوی چې د یوه لښکر د پوپنا کیدنې بنسټ یې ایښودلای وو که د یوې دروهې (توطﺋـې) په ترڅ کې دروهه جوړونکي گوتو ته ورتلل نوله هغه سره سره به یې د ښیگڼې په کولو د میلمنه پالنې په دود د هغوی پالنه کوله. یوه ورځ یې د هغه مخې ته ” لیوتننت لویل” راووست، محمد اکبرخان د هغه ټپونه په خپل لاس ور وتړل او د ټپ پر سر یې ورته لته دود کښیښود او هغه ته یې خپله ډیره زړه سواندي ورڅرگنده کړه. له استثنایي شېبو پرته د هغه چال چلند په ټولیز ډول له ټولو سره یو شان وو. سردار اکبر خان له انگلیسي یرغملو سره داسې چال چلند وکړچې پرمختللي مدني هیوادونه یې له جنگي یرغملو سره کوي او که د هغه دغه چال چلند د لویدیځ له نورو واکمنو د بیلگې په توگه د حیدر یا تیپو سلطان له میړانو سره پرتله کړﺉ نو د افغاني مشرد لوړو اخلاقو او ښیگڼو بیلگې به په ځانگړتیا در څرگندې شي.” [۳]

هغه څه چې دغه لیکوال هک پک کوي دا دﺉ چې ولې سردار اکبرخان له یوې خوا د دومره لوی لښکر پو پنا کیدنې ته غاړه ږدي او له بلې خوا د همدغه لښکر پر کوشنۍ پاتې شوې ډلې زړه سواندی دی؟

ځواب څرگند دﺉ. سردار اکبرخان د افغاني ځانگړتیاو او چال چلند په لرلو له چا غچ نه اخیست (دا د ټولو افغانانود ژوند یوه دودیزه بیلگه ده چې که څوک ځان د افغاني سیوري پناه ته وسپاري، نو هغه سړی له غچ اخیستنې څخه بچ دی)  او که سردار د یوه لښکر پو پنا کېدندې ته غاړه ږدي هغه یې ولسي او ملي دنده وه، ځکه دا په خپله انگلیسان ول چې په څو څو ځله یې خپلې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړې وې.

سردار محمد اکبرخان د لغمان په بدیع آباد کې له انگلیسي یرغمل کسانو سره هغسې له ښیگڼو ډک چلند کاوه چې له یوه افغاني سردار سره ښایي. هغه د ټپیانو خبر اخیست، ښځمنو ته به یې د زړه ډاډینه ورکوله د هغوی له ماشومانو سره د ځمکې پرمخ کښیناست او له هغوی سره به یې لوبې کولې او په افغانستان کې د دودیزه ژوند د یوې برخې پر بنسټ یې د انگلیسي ښځو او ماشومانو په ساتنه او هغوی ته په درنده سترگه کتلو کې اړینه پاملرنه کوله.

اندرسن یو تن انگلیسي افسر د یرغمل نیول شویو کسانو په ډله کې وو او د هغه څلورکلنه لورهم د خورد کابل د درې په غاښي کې د ۱۸۴۲ زکال د جنوري په اتمي نیټې د غازیانو لاس ته لویدلې وه او د سردار اکبرخان د لارښوونې پربنسټ نوموړي نجلۍ کابل ته لېږل شوې شوه چې د نواب محمد زمانخان په کور کې یې ژوند کاوه او د نواب د کورنۍ له بامنې او مینې ډک چاپیریال څخه برخمنه وه. د نجلۍ مور او پلار له دې امله سخت په اندیښنه کې ول، سردار اکبرخان د ناﺋـیب امین الله خان په نامه له جلال آباده یو لېک ولیږه او له نجلۍ یې د ډاډ وړ کسانو له لارې بیرته  را وغوښتله. په دې اړه یو لېک شته چې د سردار اکبرخان په خپل قلم لېکل شوی دﺉ. دا دﺉ اوس د همدغه لېک متن ولولی :

گران اکا او ناﺋیب صاحب دې د پاچایانو د ستر او څښتن پاچا د لوړې ځلاندې ماڼۍ د رڼا په روښنايي کې رانغاړلي وي او د ستاینو وریا دې پرې وي او لوی څښتن دې له هرډول کړاوونو څخه په ساتنې کې د خپل سیوري تر پناه لاندې ولري او د خوښۍ هېله یې کوم. له هغه ورسته غواړم د اندرسن د یوه تن پیرنگي د لورپه تړاوڅرگنده کړم چې د هغه لورد خورد کابل په دره کې مخورو او څښتن دوست محمد عمرخان ته ورکړل شوې وه او د نوموړې نجلۍ پلار د څښتن دوست میراحمد خان لاس ته ورغلی وو اوله هماغه نیټې وروسته د نوموړي نجلۍ د کورنۍ اړوند کسان چې زما په ولکه کې دي خورا زیات کړیږي چې په دې تړاو مخکې هم لېکنه شوې وه. اوس یو ځل بیا لیکم چې په هر ډول چې اړینه بولی او کیږي هماغه نجلۍ د ډاډمنو کسانو په ساتنه کې راولیږﺉ ځکه دا ښه کار دﺉ او که را ونه رسیږي نو ډیره ناوړنده او نامناسبه کړنه به وي. هیله مند یم چې په دې تړاو تر خپلې شونې وسې هڅه وکړﺉ ، زموږ له اړخه مو زړه ډاډه اوسه ، د خپلې روغتیا او د روانو پیښود لړۍ خبر په لیکلې توگه موږ ته راولیږﺉ بشپړ ډاډ لرم چې د اندرسن د لور په رالیږنه کې به هېڅ ډول نیمگړتیا او بې پروایي ونه شي اودا یو له اړینو چارو څخه دې چې ودې شي ؛ نور مو د لوی څښتن په پنځونې اود بامنې تر سیوري لاندې غواړم. د سردار محمد اکبر خان مهر” [۴]

د دغه ځانگړي لیک د لیکبڼې له مخې د دښمن د ناموس او د هغوی د ځان د روغ رمټ والي په اړه د غازي سردار محمد اکبر خان هغه انساني احساسات راڅرگندیږي چې د یرغمل نیول شویو کسانو  په تړاو یې درلودل ؛ ددغه لېک څوکرښې هغه له ویاړه ډک لاسوند دﺉ چې ددغه سردار مجاهد دریځ یې ددښمن په سترگو کې لا دروند او لوړ کړﺉ وو. د ۱۸۴۲ ز کال د مې د مېاشتې په لسمې نیټې نوموړې نجلۍ د هغې مور اوپلار ته و سپارل شوه چې مور او پلار د خوښۍ په جامو نه ځاییدل. د نواب محمد زمان خان کورنۍ نجلۍ ته ورښودلي ول چې که څوک ورڅخه پوښتنه وکړي نو ودې وایي چې :” مور او پلارمې کافر دﺉ ، خو زه مسلمانه یم.” [5]

 له جنگي یرغملواو د هیواد له دښمنانو  سره د سردار اکبر خان د اخلاقو او له ښیگڼوبرخمن چال چلند اود هغه د مېلمه پالنې په اړه له انگلیسي لیکوالانو څخه ډیر څه پاتې دي چې هر یو یې په خپل وار هغه څه چې نن موږ وایو د وزیر اکبرخان د دغې ځانگړتیا ، رښتونې منښته کوي.

بریدمن ایر (یو تن یرغمل) وایي چې : د انساني اخلاقو اوښیگڼو بله لوړه کچه بل ځای نه شو موندلای چې اکبرخان یې له خپل لوري د یرغملو په حق کې څرگندوي، په هغه شیبه کې چې یرغمل او ددوی ساتونکي د کابل د بهانده سیند د څپاندو څپو له سره تیریدل هغه ډیره اندیښنه درلوده چې له یرغمل نیول شویو کسانو څخه څوک ډوب نه شي او په پای کې ټول روغ رمټ له سینده تیر شول. ایر د مکنزي د وینا له مخې چې د دسامبر د مېاشتې د ۲۳ په غونډه کې یو یرغمل وو، وایي:” زه باید د محمداکبرخان په اړه د نیاو او انصاف له مخې ووایم چې کله زما د غاړې د پریکولو لپاره د غازیانوکړۍ راتاو شوه نو ما د هغه رکاب ته لاس واچاوه او ځان مې ټینگ کړ، هغه په زړورتیا خپله توره له تیکي را وایستله، توره یې له تر سر تاوه کړه او ویې ویل”هیڅوک نه شي کولای هغه ته تاوان ورسوي، مگردا چې لومړی زما چاره راوکړﺉ.” د وزیراکبرخان پراخلاقو ، غرور هغه وخت غلبه وکړه کله چې پوه شو چې نور زه له گواښ سره مخامخ نه یم، او په ملنډو یې راته وویل چې “ته راغلی یې چې زموږهیواد ونیسی!” [۶]

لوشینگتن لیکي….”سره له دې چې د یرغمل نیول شویو  او د وژل شویو خپلوان په ویرې او ترهورۍ پر اکبرخان بد وایي او د خپلو خبرو لپاره دلایل هم لري خو یرغمل د میلمنو په توگه په برابر دریځ د کوربه مخې ته کښیني او له هغه سره خوراک او څښاک کوي. د انگلیس د لښکر پو پنا کوونکی او د انگلیس د سیاسي استازي مکناتن وژونکی ، د خاورینې ځمکې پرمخ د هغو کسانو د ماشومانو په منځ کې چې ژوند او مرگ یې دده په لاس دﺉ ناست او له هغو سره لوبې کوي او پر هغوی گران دﺉ…” [7]

ان پر افغانستان د انگلیسانو له یرغل مخکې د بهرنیو پروړاندې د سرداراکبرخان چلند له درناوي ډک وو. لرغون پیژندونکی او په ۱۸۳۸ز کال کې د امیردوست محمد خان دربار ته د برنس د پلاوي پیښلېک لیکونکی (واقعه نگار) چارلزمیسن تر یوې مودې پورې په کابل کې پاتې شو او د بالاحصار گرد چاپیره یې د لرغون پیژندنې څیړنې پیل کړې چې په پای کې د څو ښځمنو مجسمو کوپړۍ ، یو شمیر لوښي او نور اوزار وموندل. کله چې سردار اکبرخان د دغو موندنو په اړه خبر شو هغه یې ځانته را و باله ؛  کله چې د سرو زرو په پاڼو پسولل شوې د کنډو (مجسمو) سرونه یې ولیدل ، ویې ویل: کاشکې په رښتونې نړۍ کې هم دومره ښکلا وای.میسن وایي چې سردار اکبرخان او د هغه اکا نواب جبارخان د بهرنیانو ساتنې ، پالنې او د هغوی د اړتیاوبرابرولو ته ډیره پاملرنه کوله او له هره اړخه پوهانو او لرغون پیژندونکو ته یې اسانتیاوې چمتو کولې. میسن نوموړي ارزښتناکه شیان لومړی کلکتې او بیا یې لندن ته یووړل.[۸]

د افغانستان د وروستینو پاچاهانو (پادشاهان متأخرافغانستان) د کتاب لیکوال د سردار اکبرخان په اړه لیکي : “وزیر اکبرخان یو پوه ،لایق او هوښیار سړی وو او ته به وایې چې په دنیوي چارو کې یې له ټولو ډگر گټلی وي او په عقل او ځیرکۍ کې او د نړۍ لید په تدبیر کې تر ده لوړ نورڅوک مونده نه شي.” [۹]

سردار اکبرخان زړَور او په خپله ژبه او ژمنه ټینگ ولاړ سړی وو.کله چې د مرنجان په غونډۍ کې یې د فتح جنگ او ناﺋـیب امین الله جنگیالیو ته ماته ورکړه او د محمد شاه خان بابکرخیل په منځگړیتوب سولې او د فتح جنگ د وزارت د څوکۍ منلو ته یې غاړه کښیښودله، نواب محمد زمانخان سردار د وزارت د څوکۍ له منلو او له ناﺋـیب امین الله خان سره د خپلوۍ له کولو څخه منع کړ، خو هغه ځواب ورکړ اوس مې د سولې ټول آړونه منلي اونه شم کولای له خپلې ژمنې بیرته را وگرځم. حمید کشمیري د سردار اکبرخان له ژبې نواب زمانخان ته وایي:

 

جوابش بگفت اکبـــر نامجــــوی           که اکنون چــه خیــزد ازین گفتگوی

چوشب بسته پیمان سحر بشکنم            چــه گویــد بـــر  دوستــان  دشمنــم؟

    درستی گر از عهدخـــود گم کنـم            ازین پس چــه پیمان بـه مردم کنم [۱۰]

(ژباړه: نومیالي اکبرورځواب کړه چې له دغو خبرو څخه څه لاس ته نه راځي ځکه چې په شپه کې کړې ژمنه نه شم کولای بل سهار را ماته کړم ، زما دښمن به زما دوستانو ته څه ووایي؟ که زه له خپلې ژمنې سپیڅلتیا لیرې کړم نو له ولس سره به څه ژمنه وکړای شم؟)

د همدغه ځواب په ورکړې د نواب محمد زمانخان او د وزیر اکبر خان اړیکې ترینگلې شوې او خبره دې کچې ته را ورسیدله چې دواړو د اکا زامنو د یو بل پرمخ تورې را وایستلې اوسردار اکبرخان لاس بری شو او نواب محمد زمانخان یې وبخښه او بیا یې له هنده د امیر دوست محمد خان ترراستنیدلو پورې  هغه یې د کابل د پاچاهۍ د مرستیال (ناﺋیب) په توگه وساته.

سرداراکبرخان میړه مخی، پتمن او بخښونکی وو. کله چې د هغه چوپړمار او ساتونکی پیرمحمد کاکړي د شا له لوري پرهغه ډز وکړ ، سردار ټپي او له مرگه بچ شو. پیرمحمد ومنله چې انگلیسانو دی تیر ایستلی اوهغه ته یې روپۍ ورکړې وې چې سردار ووژني نو اکبرخان نوموړی وبخښه او له مرگه یې ور تیر شو.

سردار میړنتوب او افغانیت له یو بل سره برابر گڼل ، هېڅکله یې نه غوښتل چې دښمن ته شا واړوي. ان کله چې د بخارا له زندانه ورته د تیښتې لارې چارې برابرې شوې او پلار یې ورڅخه وغوښتل چې له هغه سره یوځای د بخارا له زندانه وتښتي نو سردار دغه کار بې پتي او له هرانډۍ (بزدلي) ډک کار وباله او پلار ته یې په ځواب کې وویل چې مرگ په میړنتوب کې مني خو نه غواړي په پتۍ کې ژوند وکړي.

لنډه دا چې سردار اکبر خان د خپل لنډ دیرش کلن ژوند نیمایي برخه  په ویاړ سرلوړۍ تیره کړه او د سرښندویه ژوندانه دغه کلونه یې د هیواد د ملي واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې له بریاوو ډک ول ، له انگریزانواو له پرديـپالو هیواد پلورو سره یې نه پخلا کېدونکې دښمني درلودله او دغه موده یې له خپلې ځلاندې او تورکښې (لوڅ) تورې سره یو ځای د هیواد او د ملي یووالي د دښمنانو پروړاندې په جگړه کې تیره کړه. د هیوادوالو په زړونو او سترگو کې د یوه میړني غازي مجاهد او د انگلیسانو د یوه سرسخته دښمن په توگه د هغه د زړورتیا او میړانې یادونو دومره ستر او له درنښته ډک کړ چې د ۱۸۴۱ – ۱۸۴۲ ز کلونو د پاڅون له بریا سره سم د هغه د ښادنامو اوله بریاوو ډکو جگړو په ویاړ د اکبرنامې په نامه شعري بوللې (حماسه) اورزم وبزم د (حمید کشمیري له پلوه په ” ۱۸۴۳ ز چې له ۱۲۶۰ هجري سره سمون خوري” جوړه شوه ) او ظفرنامه اکبري [اکبري بریلېک] [ د ډیلي د اگرې د اوسیدونکي قاسم علي له پلوه په ۱۸۴۶ ز کال چې له ۱۲۶۳ هجري سره سمون خوري] وویل شوه. چې دغو دواړو د هغه نومیالتیوب ته د یوه تلپاتې اتل نوم ورکړ.

وزیر اکبرخان د هیواد له ودانیو او د هیواد د چاپیریال له ښیرازۍ سره ډیره مینه درلودله. د سراج التواریخ د لیکوال د وینا پر بنسټ په جلال آباد کې د باغ سراج ودانۍ د وزیر اکبر خان له  نه هیریدونکو څلیو څخه یو کار دﺉ. وزیر اکبرخان د خپلې ځوانۍ په ډیرو تودو شپو ورځو کې په ۱۸۴۶ ز کال کې په دیرش کلنۍ کې په لغمان کې سترگې له نړۍ وتړلې او د هغه جنازه یې د فیل پر اوږو مزارشریف ته یووړه او د هغه د وصیت پر بنسټ یې د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې خاوروته وسپاره.[۱۱]

 له هغه وروسته گنگوسې خپرې شوې چې انگریزانو د خپل ۱۶۵۰۰ کسیزلښکر د پوپنا کیدنې په غچ کې د خپل یوه جاسوس له لارې هغه ته زهر ورکړل. اروا یې ښاده او یاد یې تل ژوندی وي!

په خواشینۍ چې زموږ د هیواد والو په منځ کې داسې کسان هم شته چې سترگې یې د  وزیر اکبرخان غازي د سرښندنکو او له ځانه تیرېدونکوحماسو د لیدلو وس نه لري او په بیلابیلو شیـبو کې ددې پرځای چې د هېواد د دغسې سرښندونکي بچي د ښېگڼو او میړانو یادَونه وکړي هغه د خپل قلم په څوکو چیچي او په خپل اند هڅه کوي چې گڼې د هغه د شخصیت له دروندوالي څخه به یو څه کم کړي.

حقپاله او حق پیژوندونکي افغانان هېڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې د هغوی ملي او اتـلې څیرې چې د خپلو وینو په تویولو یې دغه ټاټوبی ساتلی او موږ ته یې په سرښندنې را ډالۍ کړی وښکنځي ، یا یې سپکه ووایي او یا هغوی ته په سپکه وگوري. 

د وزیر اکبر خان زړورتیا ، مېړانه او د هغه د هیواد او ولس پالنې اوچت او ژوندی احساس په خپله د سړي د زړه په تل کې د باتورۍ او سر ښندنې څپې را پاروي. له دې امله ددغو کرښو د لیکلو لامـِل، زما  د هغې ژورې لیوالتیا له تــَل څخه سر چینه اخلي چې دغه ملي ولسي ستر شخصیت ته یې لری ، او دا دې د هغه د مړینې له ۱۶۴ کالو وروسته غواړم د وزیر اکبر خان یاد د یوکتاب په لیکلوکی ولمانځم.

 د هیواد ځوانانو اواوسني مخ په ودې زوزات (نسل) ته ښایي چې د خپلې پوهې د لوړ والي لپاره د خپل هېواد تأریخ یو ځل بیا په ځیر ولولي او ورته څرگنده شي چې زموږهېواد د خپل تأریخ په اوږدو کې په ځانگړې توگه د اوسني تأریخ په سپیڅلې لمنه کې داسې میړني او باتور بچي روزلي دي چې هیواد او ولس د هغوی په رغنده سرښندونو ویاړي. پای

اخځونه او سرچینی:

[1]– میرزا عطا محمد شکارپوري نوای معارک پ. ۱۲۶

 [2]– غبار، پ ۵۷۶ ، سراج التواریخ ټوک ۲، پ ، ۲۰۰۲۰۱

[3]– فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱ ، پ ۲۹۰

[4]- کهزاد، درزوایاې تأریخ معاصر افغانستان، پ ۸۷

[5]– بریدمن ایر ، په افغانستان کې د یوه بندي خاطرات ، پ ۲۱۲

[6]- هماغه اثر، پ ۱۸۴ – ۱۳۰ – ۱۳۴

[7]– کهزاد هماغه اثر، پ ۸۹ – ۹۲

[8]– کهزاد د کابل بالاحصار …. ټوک ۲ پ ، ۲۳۶ – ۲۳۷

[9]-  میرزا یعقوب علیخان خافي ، پادشاهان متأخر افغانستان،  ۱۳۳۴ ، پ ۸

[۱0]– اکبرنامه ،پ ۲۲۱- ۲۲۲ خپره شوې په ۱۳۳۰ لمریز

[۱1]– فیض محمد کاتب ، سراج التواریخ ، ټوک ۲ ، پ ۲۰۱ – ۲۱۵

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply