د هلمند د بُست تصدي بیا فعالېږي

0 785

کرنې وزارت وایي، د هلمند د بُست تصدۍ د بیا فعالېدو لپاره بودیجه منظور شوې او ډېر ژر به له هلمندي بزګرانو د پنبې په پېرلو سره خپل کار پیل کړي.

هلمند هغه ولایت دی، چې پخوا د پنبې د تولید په برخه کې نوموتی ولایت و. ددې ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت په مرسته یې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په دې برخه کې ددې ولایت پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې د پنبې کرکېله شوې، چې في هکټار یې ۴.۱ مټریک ټنه پنبې په ورکولو سره له دغو کروندو څخه به ټولټال ۶۵ زره او ۲۳۱ ټنه حاصل تر لاسه شي.

د هلمند مالوچ چې پخوا یې د سپینو زرو نوم درلود د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کېدل، خو د بودیجې د نشتون له امله نږدې اووه کاله کیږي، چې د بُست تصدۍ فابریګه له بزګرو مالوچ نه پېري او یاده فابریکه فعالیت نه لري، خو اوس یې د بیا فعالېدو لپاره تبیاوې نیول شوي او بودیجه هم ورته منظوره شوې ده.

په هلمند کې د بُست تصدۍ چارواکي وایي، چې  دبُست تصدۍ فابریکه د ۳۰ زره  ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو د اړتیا وړ بودیجې د نشتون په وجه يې کارونه په ټپه ولاړوو. نږدې اووه کاله وړاندې دهلمند بُست فابریکه کې له پنبې مالوچ، غوړي، صابون، او کونجاړه تولیدول، چې په بیا فعالېدو سره به یې یاد توکي تولید شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply