عالم محسود: پاکستان کې ټول څه د پوځ لاس کې دي

0 604

عالم محسود: پاکستان کې ټول څه د پوځ لاس کې دي، سياسيون د مسايلو د حل توان نه لري

وروسته له هغه چې د پاکستان د دفاع وزير پرويز خټک پښتون ژغورنې غورځنګ ته د مذاکراتو او خبرو وړانديز وکړ، نو په ځواب کې يې ډول ډول غبرګونونه څرګند شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي محسن داوړ سمدستي د دې اقدام هرکلی وکړ وې ويل، موږ تل خبرو ته تيار يوو خو په دې شرط چې پاکستان پخپلو ژمنو کې صادقه وي.

دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي ډاکتر سيد عالم محسود بيا د دايچې ويلې اردو څانګې سره په خبرو کې ويلي چې له دوی سره مذاکرات يوه ترخه تجربه ده: «مذاکرات له دښمن سره کېږي او موږ ورته اماده يوو. مګر که په دې ملک کې په حقيقي معنی سياسي ډلو سره د دغې روغې جوړې اختیار او واک وي. خو دلته ځواک او د فيصلو واک له بل چا سره دی

د نوموړي په وينا د پښتون ژغورنې غورځنګ نوي سلنه مسايل د ترهګرۍ او ناامنيو له امله دي او د دغو مسايلو واک له پوځ سره دی، نه له سياسي ډلو او څېرو سره. پرويز خټک نشي ويلی، چې دغه مسايل حل کولی شي او کنه.

پاکستان يو ځل وړاندې هم پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرو د وړانديز پر مهال منظور پښتين ونيوه او په دې سره دغه پروسه ناکامه شوه.

د دوی عمده غوښتنې په قبايلو کې د عملياتو پر مهال پښتنو ته د اوښتو زيانونو جبران، د خښو کړيو ماينونو اېستل، د ورکو شويو پښتنو پيدا کول او په قبايلو کې د امنيت تضمين ګڼل کېږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply