د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سولې برخه کې د افغان حکومت وروستي اقدامات او هڅې ستایلې دي.

خلیلزاد او کابلوف د سولې برخه کې د افغان حکومت د ستایلو خبره تېره شپه د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د مشترک ویډو کنفرانس له لارې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري تازه خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا او روسیې حکومتونو د زندانیانو د راخوشې کولو په برخه کې د افغانستان د ژمنو هرکلی وکړ ځکه دا د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره یو مهم ګام دی.

خبرپاڼه کاږي، درېیو اړخونو یعنې افغانستان، امریکا او روسیې هوکړه وکړه، چې د افغانستان د سولې اړوندو خپلو غونډو ته به دوام ورکړي.