وروسته له هغه چې مشرانو جرګې او ولسي جرګې کرونا ضد مبارزې لپاره د پيسو نړيوال صندوق څخه د ۲۲۰ ميليون ډالرو پور تاييد کړ، نو دې فيصلې په ټولنيزو شبکو کې غبرګونونه راپورته کړي دي.
د ټولنيزو شبکو کارونکي وايي، کرونا سره مبارزې کې د حکومت له لوري لګول شويو پيسو کې پراخ فساد شوی او ان د سيحون د معلوماتو پر اساس خو ولايتونو ته د استول شويو پيسو ۹۷ سلنه يې ورکې شوي او غلا شوې دی.
اوس په ټولنيزو شبکو کې ځوانانو کمپاين پيل کړي چې د پيسو نړيوال صندوق دې د افغانستان حکومت ته دغه پور ځکه نه ورکوي چې په سم ځای نه لګول کېږي او پور به د افغانستان راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.
محمد شعيب ليکلي: «حکومته، زه ښه شوی يم، زما په نوم پور مه اخله!»
سکندر نيازي ليکلي: «زه د ناروغۍ پر مهال کور کې وم، ما ټول څه پخپله ځانته کړي، نو لطفاً زما د درملنې په نوم پور مه اخله.»
محمد هارون ليکلي: «د پيسو نړيوال صندوقه؛ دغه پور مه ورکوه، ځکه خوري به يې د چارواکو بچیان او پور به يې زما بچيان تحويلوي.»
دوی پر ملي شورا هم تور پورې کوي چې کرونا سره مبارزه کې د لګول شویو پيسو حساب يې هم وانخيست او د سياسي مصلحتونو پر اساس يې په ټولو معاملو سترګې پټې کړې او يو وار بيا يې د فساد لپاره د دغه پور اخيستل تاييد کړي دی.
تر اوسه حکومت دغو غبرګونونو ته په ځواب کې څه نه دي ويلي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320