د خوست ولایت د مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکیو د هغه کس کور ته اور ورته کړ، چې وړمه شپه يې د ماشومانو او مېرمنو په شمول د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي وو.

دغه کس چې کوريې نن ورته سوځولی دی، وړمه شپه د اسماعیلو خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دیګان کلي کې یو کور ته ننوتی و او د ښځو او ماشومانو په ګدون يې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي وو.

په دې پېښه کې د یادې کورنۍ دې نور غړي ټپیان شوي هم وو.

د خوست پولیسو، د پېښې لامل کورنی مشکل یاد کړی دی.

Image may contain: one or more people

Image may contain: one or more people, people standing, fire and outdoorImage may contain: one or more people, crowd and outdoor