طالبانو ترمنځ خپلمنځي شخړې

نوید احمد څرک

0 664

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته سخت دریځې ډلې هڅه کوي یو ځل بیا افغانستان باندې مسلط شي، دا به د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ باندې بدل شي.

د سولې له پروسې سره د طالبانو هڅه دا ده چې اوسنۍ جوړښت له منځه لاړ شي او افغانستان بیا د بهرنیو ترهګرو په مرکز بدل شي، دا اجنډا د ګاونډیو هېوادونو ده چې نه غواړي افغانان د یو سیستم او مرکزي حکومت خاوندان شي.

اوس مهال پاکستان کې روزل شوي ترهګرې ډلې فعالې دي او د افغانستان له سخت دریځو ډلو سره تماس کې دي چې څنګه افغانستان کې د جګړې یو فرصت رامنځ ته شي، چې دوی ترې ګټه واخلي.

که چېرې د سولې له هوکړې سره سم بهرني ځواکونه له افغانستانوځي، اړتیا ده چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید مسوولانه وي، په دې مانا چې نباید د هوایي ځواکونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د امکاناتو او تجهیزاتو خلا رامنځ ته شي، که دا خلا رامنځ ته شوه، افغانستان کې ترې ترهګر ګټه پورته کوي.

د امریکا او ناټو غړو هېوادونو په ګډون د سیمې هېوادونه هم مسوولیت لري چې په دې برخه کې له افغان لوري سره همکاري وکړي، ځکه ترهګر یواځې افغانستان ته ګواښ نه دی، د سیمې هېوادونو منلې چې ترهګرې ډلې د هر هېواد دښمنان دي.

امریکا باید یو څه ته ډير پام وکړي، چې ځینې هېوادونه په لوی لاس غواړي د ترهګرو ډلو ملاتړ وکړي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.

امریکا د ترهګرۍ د له منځه وړلو له شعار سره افغانستان ته راغلې، کله چې ترهګري له منځه نه ده تللې، له کوم دلیل سره به افغانستان ته پریږدي، که سوله راشي او ترهګري له منځه لاړه شي، خو د امریکا او افغانستان لپاره ښه ده، که چیرې د سولې په هوکړه جګړه نه حتمیږي، نو د امریکا ۱۹ کلن ماموریت او مصارف تر پوښتنې لاندې راځي.

امریکا په داسې حال کې له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو پریکړه کوي چې د ترهګرو ډلې او مشران تر پخوا زیات شوي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د جګړې د پای په مانا نه شي کیدلی، هغه هېوادونه او د طالبانو هغه ډلې چې د سولې له هوکړې راضي نه دي، پر یو بل حرکت فکر نه کوي.

د اسلامي ولایت حزب په نوم له طالبانو ناراضي ډلې یو حرکت رامنځ ته کړی چې د داعش، حقاني شبکې او القاعده ډلې جنګیالي پکې استخدام کیږي او د سولې له هوکړې وروسته به جګړې ته دوام ورکوي.

دا ډلې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې په شدت سره ناراضه دي، ځکه د طالبانو مشرانو د دې ډلې قومندانان خبرو او مشوره کې حاشیه کې ساتلي او نه غواړي چې هغه هوکړه ومني چې دوی پکې دخیل نه دي.

امریکا باید هوښیاره اوسي، چې طالبان یوه ډله نه ده چې جګړه کوي او د سولې پروسې سره به جګړه پای ته ورسیږي. دلته لسګونه نورې ډلې شته چې طالبان یې ملاتړ کوي او د جګړې لپاره ورته بستر برابروي.

تاسو وګورئ چې جګړې تر بل هر وخت شدت پيدا کړی، خو طالبان یې مسوولیت نه مني، که دا جګړه طالبان نه کوي، نو بیا څوک دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې جګړې کوي.

ښکاره ده چې د طالبانو جنګي قومندانان له سیاسي طالبانو سره همغږي نه دي او هغه پریکړه چې سیاسي ډله یې کوي، جنګي ډلې ته د منلو نه ده، نو که چیرې د امارت په نوم ډله د سولې له پروسې سره یو ځای کیږی، یو بل حرکت د چمتو کیدو په حال کې دی چې جګړې ته دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply