د چين او امريکې  کشمکش

جان روان ځاځی

0 641

مخکې له دې چې د چين او امريکې پر کشمکش او تاوجنو خبرو رڼا واچوم، ښه به وي، چې د چين د دوو ملي جرګو په اړه لنډ مالومات ولیکم.

د چين د دوو ملي جرګو ((د چين ملي ولسي کانګرېس او د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس)) کلنۍ غونډې معمولاً د هر کال په مارچ کې ترسره کيږي، خو سږ کال د کوويډـ۱۹ ويروس له امله يادې غونډې کابو دوه مياشتې وځنډېدې او په مۍ مياشتې کې ترسره شوې.

د چين ملي ولسي کانګرس د دې هېواد تر ټولو لوړ واکمن تقنيني ارګان دی، چې عمده دندې يې د اساسي قانون تعديل، تطبيق او څارنه، د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس او مرستيالانو ټاکل او داسې نورې لویې دندې ترسره کوي.

د چين د ملي کانګرس استازي ددې هيواد د بېلا بېلو ولايتونو، کورواکو سيمو، د مرکزي حکومت تر مستقیمې ادارې لاندې ښارونو او د ځانګړو اداري سيمو استازيتوب کوي او د دندې موده يې پېنځه کاله ده.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس داسې واحده ټولګه ده، چې د دې هېواد له مختلفو ګوندونو او ټولنو څخه جوړه شوې او د چين کمونېست ګوند يې مشري پرغاړه لري.

دغه کنفرانس د چين د حکومت تر ټولو لوی همکار او د سياسي مشورو تر ټولو لوی ارګان دی او دولت ته یوازې سياسي مشورې ورکوي او د مهمو  پرېکړو واک او اختيار نه لري، خو د دغه هيواد تر ټولو لوړ واکمن او تقنیني ارګان بیا د چين ملي ولسي کانګرس دی، په تېره بیا د دغه کانګرېس دايمي کمېټه چې د هيواد د لویو چارو د پرېکړو واک او اختيار ورسره دی.

سږ کال دغه کانګرېس پرېکړه وکړه، چې د هانکانګ خاصې اداري سيمې لپاره د ملي امنيت ساتونکی قانون جوړ کړي. ورپسې د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د جون په ۳۰مه نېټه د هانکانګ د ملي امنيت ساتونکی قانون تصويب کړ او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په فرمان توشيح او د عمل جامه يې ور واغوستله.

دغه قانون لوېدیځ هيوادونه په تېره بیا امریکا سخته په غوسه کړې او د دغه هيواد حکومتي چارواکي په دې وروستيو کې پر چين توندې نيوکې کوي، خو چين وايي چې دا زمونږ کورنۍ چارې دي او نور هيوادونه پکې د لاسوهنې حق نه لري.

ځيني لويدیځ هيوادونه په تېره بیا امريکايي سياستوال په دې باور دي، چې د هانکانګ د ملي امنيت قانون په وضع کېدو سره به د هانکانګ خودمختاري ختمه شي، خو د چين حکومت وايي، چې د هيواد  ملي امنيت ساتل د هانکانګ له خودمختارۍ سره هيڅ ټکر نه لري. چين په هانکانګ کې د  “يو هېواد او دوه نظامونه” پاليسي تطبيق کوي، د دغې پاليسۍ بنسټ يوازې د يو چين پېژندنه ده.

 د هانکانګ د ملي امنیت ساتنې قانون کې څه دي؟

پورته مو یادونه وکړه، چې د چين ملي ولسي کانګرېس د يوې پرېکړې له مخې د هانکانګ ملي امنیت قانون جوړ او د همدې کانګرېس دایمې کمېټې د جون په ۳۰مه نېټه یاد قانون تصویب کړ او د دغه هيواد د دولت رییس شي جين پينګ توشیح  کړ.

د هانکانګ د ملي امنیت قانون۶ برخې او ۶۶ مادې لري.

په دغه قانون کې د ملي امنيت د ساتنې په برخه کې د هانکانګ مسوليتونه، د هيواد د تجزيې غوښتنې جرم، د وطن د سياسي قدرت تر پښو لاندې کولو جرم، ترهګريزو فعاليتونو کې د لاس لرلو جرم او د بهرنيو هيوادونو په اشاره د ملي امنيت د ويجاړولوجرم، په هانکانګ کې د مرکزي حکومت ملي امنيت ساتونکي ارګانونه او داسې نور محتويات پکې ځای لري.

د چين چارواکي وايي، چې د هيواد ملي امنيت له سختې ويجاړتيا سره مخامخ دی او د هانکانګ د ملي امنيت ساتونکی قانون د يوې دروازې د ساتونکي په شان کور له غل څخه ساتي او دغې سيمې ته به نوی ژوند او سمسورتيا ورکړ او بل دا چې  هر هيواد حق لري، چې د خپل هيواد حالاتو ته په کتو قوانين جوړ کړي، خو  هر هيواد دا حق نه لري، چې د نورو هيوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د امريکا مشرانو جرګې په دې وروستيو کې د چين له جدي احتجاج سره سره (( د هانکانګ د خپلواکې ادارې لايحه)) تصويب کړه، خو چين يې د کاغذ پر مخ تشې تورې کرښې او باطل کاغذ يادوي.

 امريکې د هانکانګ د ملي امنيت پر ساتونکي  قانون  سختې  نيوکې کړي او پر هغو چيني چارواکو، مالي ادارو او شرکتونو يې د بنديز لګولو ګواښ کړی، چې د دوی په وينا د هانکانګ خودمختارې ته يې زيانونه رسولي دي، خو چين د امريکا دغه کړه وړه ظالمنه بولي او وايي، چې د امريکا دغه کړنې د چين په کورنيو چارو کې ډاګیزه لاسوهنه ده او د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول يې تر پښو لاندې کړې دي او ډاډ يې  ښودلی، چې د امريکا دغه شوم  نیت او سياسي موخه به هرومره ناکاميږي.                                                       چين وايي، د نړۍ بېلا بېل هيوادونه خپلو حالاتو ته په کتو کورنی امنیتي پلان جوړوي، خو هیڅ هيواد دا حق نه لري، چې د یو هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او چين هم حق لري، چې د خپل هيواد قوانين پخپله جوړ کړي.

د نړيوال قانون د اصولو اعلاميه ((په ۱۹۷۰ کال کې د م م د عمومي اسامبلې له خوا تصويب شوې)) وايي، هيڅ هېواد د نورو هېوادونو په کورنيو او ديپلوماتيکو چارو کې د مستقيمې او يا غېر مستقيمې لاسوهنې حق نه لري.

چين وايي هر هېواد حق لري، چې د ملي امنيت قانون جوړ کړي، امريکا د خپل هيواد حالاتو ته په کتو د ملي امنيت ۲۰ قوانين جوړ کړي، خو  چين یا د نړۍ بل هيواد پکې لاسوهنه نه ده کړې او نه يې پرې نېوکې کړې دي، ځکه دا د امریکې کورنۍ چارې دي، خو اوس چين د ملي امنيت د ساتلو لپاره قانون جوړ کړی دی او امريکا ځان ته ولې دا حق ورکوي، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او ولې يې د چين د هانکانګ خومختارې سيمې د ياد قانون پروړاندې دومره سخت غبرګون ښودلی دی؟  که په دې  تړاو امریکا ناسم ګام پورته کوي او له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه کوي، داسې مقررات چين ته بیا باطل کاغذ بلل کيږي.

چين وايي، د امريکا د حکومت سیاستوال د هانکانګ د چارو په پلمه سياسي ګټې لټوي او په لویه کې غواړي، د چين د پرمختګ مخه ونيسي، که امريکا پر چين بنديزونه ولګوي، نه يوازې چين ته، بلکې ځان ته به او هم به نورو هيوادونو ته   زيانونه ورسوي.

 د چين چارواکي دا هم وايي، چين حق لري چې د هيواد په لويه وچه کې د ملي امنيت اړوند قوانين په مستقيمه توګه په هانکانګ کې هم تطبيق کړي، خو دغسې کار يې نه دی کړی، بلکې د هېواد د ملي ولسي کانګريس د دايمې کمېټې له خوا د اساس قانون، د هانکانګ د بنسټيز قانون او ملي ولسي کانګريس د اړوند پريکړه ليک د صلاحيت له مخې او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د مشخص وضعيت پر بنسټ يې د ملي امنيت ساتونکی قانون جوړ کړی او د يو هېواد او دوو نظامونو تګلارې ته يې پوره درناوی پکې څرګند کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply