امریکا له پاکستان سره ده، که خدای له پاکستان سره دی

سید عبدالله پاچا

0 872

د پښتون غورځنګ غړو د شپې ناوخته د پاکستان د دفاع مخکیني وزیر خواجه اصف هغه ټویټ باندې سخت غبرګون ښودلی او هغه یې چلنج کړی چې د ملا برادر او مایک پمپیو عکس سره یې لیکلي چې (طاقت ستاسو دی، خدای زموږ دی، الله اکبر)

د پاکستان مخکینی لوړپوړی چارواکی په داسې حال کې دا لیکنه کوي چې سلګونه طالبان یې په امریکا خرڅ کړل او په بدل کې یې پیسې پرې واخیستې، لس کاله همدا ملا برادر له پاکستان سره زندان کې و، هغه وخت خواجه اصف چرته و.

اوس همدا مالومول غواړي چې ایا خدای له پاکستان سره دی او که امریکا له پاکستان سره ده، که پاکستان په خپل خدای باور درلودلی، بیا یې ولې د طالبانو د وژلو او زنداني کولو په بدل کې له امریکا پيسې اخیستلې.

که خدای له پاکستان سره وی، بیا یې ولې کلونه طالبان د دې لپاره روزل او وژل چې له امریکا پيسې ترلاسه کړي.

د پاکستان ریاست تراوسه طالبانیزم پروژه باندې میلیاردونه ډالر اخیستي، اوس مالومه کړئ چې پاکستان د خدای د راضي کولو لپاره کار کو، که له امریکا د مرستې او د امریکا د راضي کولو لپاره؟

د خواجه اصف خبره سمه وي، نو بیا یې ولې له طالبانیزم پروژې او د طالبانو په روزنې له امریکا ۳۳ اربه ډالر واخیستل؟

که دا سمه وي چې طالبان د هېوادونو لپاره یو ښه انتخاب دی، بیا ولې افغانستان کې طالبانیزم غواړي او  خپله خاوره کې د طالبانو پرضد ټانکونه او طیاري کاروي.

هغه پرویز مشر او د پاکستان پوځ چې د همدې طالبانو د نیولو او امریکا ته د سپارلو پر سر میلیونونه ډالر واخیستل، هغه به له خدای څنګه پټ کړئ.

ملا برادر چې کلونه د پآکستان په زندان کې پروت و او امریکا وویست، هغه وخت خواجه اصف ته خدای په یاد نه و چې پاکستان امریکا ته سلامي کوله.

له دې به بل ښه ثبوت چرته وي چې پاکستان ریاست ترهګرو ملاتړ کوي، که ریاست ته طالبان داسې ښه ښکاري، لږ تر لږه پاکستاني طالبان دې د پشتون وطن څخه ټول او پنډۍ او اسلام اباد ته دې یوسي.

دا خلک په خپله چیغي وهي چې طالبان زموږ اولاده ده او زموږ په اشارو هر څه کوي، خو زموږ خلک نه پوهیږي، خفه هغوی ته یم چې ځوانۍ یې خاورې شوي، کور کې خویندې او میندې سوال ته ناستې دي.

ته (خواجه اصف) خو همغه حرامي یې چې پارلمان کې دې په ستیج وویل چې موږ په افغانستان کې جعلي جهاد پيل کړی دی.

نو ویلی شو چې طالب یو روبوټ دی او پنجاب یې ریموټ دی

خپل وطن کې د هیرا منډيي پراختیا غواړي، افغانستان کې شرعي نظام غواړی،

د دوی خویندې او میندې سهار وځي،د شپې تر ۱۲ بجو هیرا منډيي کې خپل ناموس پلوري، بیا راځي، افغانستان کې جهاد او شرعي نظام غواړي.

پایله کې ویلی شو چې د پاکستان منافقت له همدې مالوم کړئ چې طالبان خپلې ملیشې بولي، کله یې پر امریکا خرڅوي او کله پرې امریکا چلنج کوي، طالبان لکه د لوبو ګوډیانې دي، هرکله چې د پاکستان خوښې شي، لوبوي یې او هر کله یې چې خوښه شي، حاشيې ته کوي یې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply