طالبان یوې موقع ته ناست دي

سیدعبدالله پاچا

0 650

افغانان کې تېرو کلونو کې یوه ستره لاس ته راوړنه لري، هغه ملي یووالی دی چې په ډيرو قربانیو یې هم له لاسه نه دی ورکړی.

تاسو تیرو کلونو کې ولیدل چې ځینې بریدونه وشول، بیا قومي او مذهبي رنګ ورکول شو، نورې ډيرې داسې پېښې وشوې چې قومي، مذهبي، سمتي او ژبني ډول باندې واوښتل، خو زموږ امنیتي او دفاعي بنسټونو دا هر څه خلکو ته روښانه کړل او اجازه یې ور نه کړه چې قومي او مذهبي تفرقې رامنځ ته شي.

اوس چې کله داسې پېښه یا څرګندونې وشي چې سمتي، ژبني او قومي اړخ ته تحلیل کیږي، فرصت طلبي خلک ترې استفاده کوي چې څنګه کیدلی شي د افغانانو یووالی له منځه یوسي.

د دې لپاره ایران او پآکستان ځانګړې ادارې او اشخاص لري او هره ورځ کار کوي چې څنګه د افغانانو یووالی مات کړي او یو ځل بیا یې په قومي او مذهبي جګړو باندې واړوي.

افغان دښمنه هېوادونه په دې پوهیږي چې یواځې ملي یووالی دی چې کولی شي د افغانستان بقا تضمین کړي او افغانان یو موټی وساتي.

کله چې د افغانانو ترمنځ خدای مه کړه تفرقه رامنځ ته شوه، همغه ورځ فرصت طلبي کسان خپل کار کوي او د شخصي ګټو لپاره دا وطن بربادۍ خواته وړلی شي.

له نیکه مرغه تیرو کلونو کې ولسواکي خلکو تجربه کړه او زموږ استخباراتي ادارو د دښمن شوم او پټ اهداف خپلو هېوادوالو ته ښکاره کړل.

زموږ وطنوال اوس په دې ټولو پټو لوبو باندې خبر دي او هرې پېښې او څرګندونو تر شا یوه پردۍ اجنډا ورته ښکاري او باور پرې نه کوي.

افغانان اوس د تیرو ۳۰ کلونو افغانان نه دي، اوس خواله او تصویري رسنیو په دې برخه کې پوره عامه پوهاوی کړی او هر څوک د وضعیت تحلیل کولی شي.

اوس ټول افغانان د جګړې سوداګر او افغان دښمنه هېوادونه پېژني او دهغوی موخې ورمالومې دي چې غواړي له ځینو پېښو څه په لاس راوړی.

د افغانانو بریا به همدا وي چې په هیڅ وضعیت او هیڅ وخت کې یووالی له لاسه ور نه کړي، که یې یووالی له لاسه ورکړ، همغه ورځ قومي ټيکداران ولس په واک کې نیسي او افغان دښمنه هېوادونو باندې یې خرڅوي.

افغانان له جګړې او تاوتریخوالي ستړي دي، او نور نه غواړي چې په یو او بل نوم باندې افغانستان کې افغانان یو بل ووژني.

دا باید ټولو ته واضح وي چې هر څوک له هرې پېښې او هر ډول څرګندونو خپل مقصد لري او نباید ولسونه لکه د ګاډۍ اس ورپسې لاړ شي.

د هر پېښې او هر ډول څرګندونو په تړاو باید خلک پوره فکر وکړي او تر هر اړخیز تحلیل وروسته دې پریکړه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply