((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي))
تیره اونۍ د ننګرهار د شینوارو په ولسوالي کې ډیره سخته د موټر بم چاودنه وشوه ، چې په هغي کې ګڼ شمیر مړه او زخمیان شول د ماشومانو نه کتابونه او بکسی خوری وری هر خوا پرتی وي ،، نو په جمله کې د یو ابتدائي مکتب د وړوکي ماشوم په خپل ځاني خط کې دا جمله لیکل شوي په لاس خلکو ته ورغله چې پرې لیکل شوي وو ، ((عجیبه خلک دي ، سړی ورته حیران پاتي شي )) دې ماشوم به ډیر څه غوښتل چې ویې لیکي ، خو اوس یې هم ډیر څه ، په دې یوه مصره یا جمله کې رسولي ، خو د دردمنو پرې ډیر زړه خوږ شو ،شاعرانو د همدي جملي پسي وار په واره شعرونه وتړل ، او نشر ته یې وسپارل ، زما په فیسبوک کې چې کوم شاعران راسره ملګري دي ، د یو څو کسانو می ولوستل ، سخت پرې ودردیدلم ،د هغوي چې راسره ملګري نه ول ، د هغوي نه بی خبره پاتي شوم . خو د دي تر څنګه ما هم طبع آزمایي وکړه ، او دا څو کر خي مي د کاغذ په مخ راوستلي ، دې ګلالي ماشوم لا هیڅ هم نه وو لیدلي ، خو خپله دي جمله کې یې یو کتاب خبري پریښودی ، په رښتیا هم دوي ، مکتبونه وسیځل ،په جوماتونو کې انتحاري حملي وشوی ، په عامه ځایونو کې چاودنۍ وشوی ،په ښارونوکې چاودنې وکړی ،په موټرونو او نور ځایونو کې یې بمونه ځای پرخای کړي او چاودنې یې کړي دي، لوی پلونه پلچکونه یې الوزولي ، په ګنه ګوڼي ځایونو کي یې چاودنې کړي ،په روعتنونو او اداراتو کې یې انتحاری حملی کړی ،او دا د دوی د ترهګریز عملیاتو شمیر تر زرهاوڅخه هم واوښته
عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي)
د معـــرفت څخــه چـې لیری ، هرانســـــان پاتي شي
داسي مخــلوق به تل په ژوند ، لــکه حیوان پاتي شي
ښکلي سپـــــــیڅلي انســـانان ، له مکـــتبونو ، وځـي
زمونږ په برخــه ، تل جـــاهله ، انســـانان پاتــي شي
غدۍ چې راشي ،رانه یوســی ، زړه ضمیر خاوندان
له مونږه ښکلي ښکلي ولاړ شي ، خودیوان پاتي شي
د فرشتو غوندی څیري مو کړي ، د خــــاورو لاندی
ښــکلي تالا شي ، راته ســوټي د ډیران پاتــــــي شي
هغه کارونه کـــــړي ،جــامه کې د مذهــــــب طالبان
چې مکارۍ کې په حیرت ، ورته شیـــطان پاتي شي
سپینو جــامــــو کې خپل ظاهره ، مســلمان جوړوی
((عجیبه خلــک دي سړی ورته حـــیران پاتي شي))
دښـــمن یې زړونو کې، د حورو وسوسې ګډې کړي
دې بی خبرو ته بیا دین ، او نه ایمــان پاتـــــــي شي
په بــمو والوزوی ، زمــــونږه ګلالي مـــاشـــــومان
د بورو میندو ته د غم څیري ، ګریوان پاتــــــي شي
د ټول بدن غړي توټي ، په هــــرې خـــوا وي برتي
له چا ټکری ، له چـا نتکی ، له چا پیزوان پاتي شي
په جومـــــــاتونو ، مکــــتبو او په عــامه ځــایو کې
داسي ځای نشــته ، چې ترې خلک په امان پاتي شي
خدای د برباد کړي ، د خـیرن ضمیر باطن خاوندان
چې نه یې بوټۍ د طالب ، نه پاکــــستان پاتــــي شي
بشردوســـتان د نړۍ ،ټوله دي په دې متـــــــــــــــفق
چې ځمکي سر کې ، هر وګړی ښه انسان پاتي شي
څه حالت دی بشر دوســــتو ، تاسي یې وینئ که نه؟
څنــګه په اَ من دې حـــالت کې مکتـــبیان پاتي شي؟
چې د جــــاهل په لاس مـــو وژني ،معرفت پتنــګان
مونږ ته به څنګه دې وطن کې هوښــیاران پاتي شي
که واکداران د دي لړۍ ،زیـاتي نور غــــم ونه کړي
د معرفت به دلــــــته څـــنــګه ، لارویان پاتي شـــي
راځئ چـــې وکَرو ، راتلونــکو ته په لارو ګـــــلان
چې نوي نســـل ته وطـــــــن مو ګلســـتان پاتي شي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320