جمهوریت د [زه] ګرځولوپه کشمکش کې

شهرت ننګیال

0 1,117
د 1984 دسمبرمیاشت وه، په پاکستان کې افغان کډوالوته د خدای د میلمنو په توګه ښه راغلاست ویل کېده، پنډغالي یو په بل پسې غځېدل، د جهاد هنګامه توده وه، له لوېديز اوعربو د مرستو چينې خوټېدلې، په راشن پاس کې پر دالو، غنمو، غوړیو او…سربېره د [پچاسي] ځانګړې خانه هم ډکه وه. د ناصرباغ پنډغالي کې له لویدیز د راغلیو، ښاغلیو سرمشرانو لپاره ځانګړی سټیج جوړشوی و چې له کډوالو سره د خواخوږی په څرګندولو ځوانان سپیڅلې جګړې ته دیکه کړي.
ریګن، مارګریت تاچر اوجنرال ضیا په ګډه د جهاد او اسلام له غمه اوښکې تویولې.
لویديز دموکراسی ته په شا اړولو د پاکستان پوځي دیکتاتور مارشالایی حکومت له ټولو منلی نظام ښکاریده، ځکه خو یی په افغانستان کې هم د اسلامي نظام ټینګښت ته مټې نغښتې وې.
قاضي حسین احمد پر مولانا کشاف او میجرمست ګل د جهاد کنفرانسونه تاوده ساتل.
د دسمبر پر یوولسمه جنرال ضیا ریفرنډم اعلان کړ چې خلک رایه څرګنده کړي چې اسلامي نظام غواړي که نه؟
پر سبا یی د ریفرنډم پایلې اعلان کړې، ۹۹ سلنه د اسلامي نظام غوښتونکي اعلان شول.
ماښام جنرال ضیا تاو کړي بریتونه پر تلویزیون له څرګندیدو سره اعلان کړه چې ۹۹ سلنې  اسلامي نظام غوښتی، د دې مانا دا ده چې دوی په حقیقت کې زه او زما نظام غوښتی، ځکه دا زه یم چې د اسلامي نظام د نفاذ پر هوډ دریدلی یم، فلهذا د ریفرنډم پایله چیف مارشالا صدر جمهوریه اسلامي پاکستان جنرل محمد ضیاالحق دی.
افغانستان کې  ورته لوبه غځېدلې چې له امله یی جمهوریت ته  د [زه] مانا را ایستلې ده، له همدې خایه
په افغانستان کې د جمهوریت مانا حامد کرزی، او محمد اشرف غني راوتلې.
که پرون چا جمهوریت غوښت مانا یی دا را ایستله چې حامد کرزی غواړي، نن که جمهوریت غوښتل کيږی مانا یی اشرف غني راوځي.
جمهوریت د یوه شخص د حاکمیت د دوام ضمانت نه دی، اشرف غني دې خلک پر طالبانو نه ډاروي چې که د ده فاسد حکومت او مفسدو چارواکو ته یی کرښه تېره کړه مانا جمهوریت یی چلنج کړ، که د ده له فاسد حکومت او مفسدې ادارې یی برات وښود طالبان به پرې راوغورځی، له طالبانو ډار دې د خپل نامشروع واک دوام نه ګرځوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply