طالبان، په وینه تویدنه روږدي شوي

نوید احمد څرک

0 701

طالبانو له ژمنو سره ـ سره بیا هم په افغانستان کې د افغانانو وینې تویدنې ته دوام ورکړی او هره ورځ په جګړو کې د خپلو وسله والو، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو وینه تویوي.

تازه پېښې چې د ځینو طالبانو مسوولیت منلی او د ځینو یې نه دی منلی ، لسګونه ملکي وګړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او طالبان پکې وژل شوي دي.

که څه هم طالبان اوس د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نه لري، خو بیا هم تاوتریخوالی کوي او د دې تاوتریخوالي قربانیان افغان دي.

کابل کې پر یو ښوونیز مرکز برید

د شنبې په مازیګر یو ځانمرګي بریدګر د  کابل ښار لویدیځه څنډه کې د ۱۳مې حوزې اړوند یو ښوونیز کورس په نخښه کړ چې زده کوونکي یې پکې شهیدان او ټپيان کړل.

په دومره توپير چې طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو دا ښکاره ده چې ځانمرګي د طالبانو له لوري روزل شوي او اوس یې د طالبانو وسله واله ډله د بیلابیلو موخو لپاره کاروي.

په دې برید کې ۱۳ زده کوونکي شهیدان شوي او ۳۰ نور ټپيان دي، دا برید په هیڅ دین او مذهب کې توجیه نه لري، خو لکه د طالبانو نورې سخت دریځې ډلې دې ډول بریدونو ته هم د اسلام له نظره توجیه پيدا کوي.

طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو په تیرو کلونو کې یې د ورته بریدونو مسوولیت په ډير ویاړ سره اخیستی او د پېښې قربانیان یې جاسوسان یاد کړي و.

طالبان د هر برید او هر ډول تاوتریخوالي مسوول ځکه دي چې اوربند نه کوي او په افغانستان کې یې د جګړې د دوام په خاطر نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو په بریدونو کې د تېرې یوې اوونۍ مرګ ژوبله

د کورنیو چارو وزارت مالومات ښيي چې په تېره اونۍ کې طالبانو ۳۵۶ تهاجمي خوځښتونه درلودل چې لسګونه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دوه ځانمرګو او ۵۲ ماین چاودنو له امله ۵۱ ملکي هېوادوال شهیدان شوي او ۱۳۷ نور ټپيان دي.

د دې بریدونو په ځواب کې ۴۰۳ طالبان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان دي.

دا یواځې د یوې اوونۍ ارقام دي، هغه ارقام چې ثبت شوي دي، دا چې په څومره کچه به هیڅ ثبت شوي نه وي، مالوم نه دی، خو دا ارقام ښيي چې د طالبانو د جګړې د دوام له کبله هره ورځ په اوسط ډول له سلو زیات افغانان وژل کیږي او ټپيان کیږي.

د طالبانو ځکه زړه په دې وضعیت درد نه کوي، چې نه یې کورونه دلته دي، نه یې کورنۍ د جګړې قرباني دي او نه د جګړې په اور کې سوځي.

طالبانو اسلام ځان لپاره سپر ګرځولی او د غریبو اولاده یې د جګړې قرباني کړي او درګرده پرې وطن ورانوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply