هغه انګریزه چې په افغانستان کې د کرېکټ مور بلل کیږي

0 1,329

د انګلستان ډاکټره ساره فېن د افغانستان په ښونځیو کې د کرېکټ د لوبې د ښونې او روزنې د پاره د تېرو لسو کالو نه کار کوي او زرګونه لوبغاړي يې روزلي دي.

ډاکټر ساره فېن د تېرو دریو لیسزو نه افغانستان په مختلفو برخو کې خدمتونه ترسره کوي. هغې د اتیاو په لسېزه کې د ډاکټرې په حيث د افغان مجاهدینو درملنه کوله، بیا ېې د جګړې نه پس د افغانستان بیا رغونې کې نورو سره لاس یو کړو او ښونې روزنې او مکتبونو جوړونې ته ېې ملاوتړله.

په کال ۲۰۰۲ کې د افغان کنکیشن په نوم ېې موسیسه جوړه کړه او د مکتوبونو رغولو او د ښونځیو د فعالولو کار یې په یوې مبارزې بدل کړو.

ډاکټر ساره فېن وايي چې یوه ورځ په یو مکتب کې راته یو شاګرد وویل چې افغانستان د کرېکټ فدراسیون لري او کومک ته ضرورت لري، نو هغې د لندن مشهور کرېکټ کلب میليبورن کرېکټ کلب یا ایم سي سي سره اړیکه ونیوله او د افغانستان د کرېکټ سره ېې د مرستې خبره وکړه.

هغه ورځ ده او نن ده چې ډاکټر ساره فېن او ملګري يې د افغانستان په مختلفو برخو کې د کرېکټ د لوبې ځایونه او لوبغالي جوړوي، په ۲۲ ولایتونو کې د کرېکټ دپاره مکتبونو کې امکانات برابر کړي.

د کرېکټ د ملي ټیم د لوبغاړو په مرسته يې ورته د روزنې پروګرامونه ترتیب کړي. د کرېکټ څارونکو ته ېې د روزنې پروګرامونه تنظیم کړي او د کرېکټ وسایل يې وړیا ورته رسولي.

سارا فېن وايي هغه مهال چې په افغانستان کې لا ډېرو خلکو کرېکټ نه پېژنده، دې له افغان لوبغاړو او کرېکټ سره مرستې کولې.

ډاکټر ساره فېن وايي چې هغه وخت چې د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم یو وړوکی او نیمګړی د کرېکټ میدان او فیدراسیون درلوده نو دې ورته دکرېکټ سامان لکه بال بیټ وېکټې پیډونه او نور وسایل وروړل او تاج ملکوک عالم ته ېې سپارل.

دغو ورځو کې افغانستان د انګلستان سره نزدې په جرسي کې په روانو سیالیو کې په لوبو بوخت و او د کرېکټ د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام ته د ورتللو خوبونه یې لیدل.

هغه خوب خو په خپل وخت ریښتیا نه نشو، خو شپږ کاله پس په اسټرالیا کې په حقیقت بدل شو.

ډاکټر ساره فېن وايي چې ماته دا یو خوب ښکاري چې افغانستان به یوه ورځ زما د هېواد د انګلستان د کرېکټ ټیم سره نړیوال جام کې مخامخ کیږي.

نوموړې وايي چې ما چې د افغان بچیانو په سترګو کې کومه ځلا لیده، کومه ولوله چې د کرېکټ د زدکړې په وخت ېې ښودله ،نو ما ویل چې دوی به یو ورځ نړۍ حیرانه کړي او نن هماغسې وشو.

ډاکټر ساره فېن وايي چې جنګونو او بحرانونو د افغانستان نه هر څه واخیستل خو د افغانانو نه ېې د امید او هیلو روحیه وانخیسته.

هغه وايي چې ما د افغانستان په مکتبونو کې اول د کرېکټ د ښونې پروګرام پیل کړو نو د سلو کسانو دپاره به مې تابیا ونیولهاو د زرو نه زیات ماشومان به حاضر شو.

د کرېکټ ملي ټیم پخواني کپتان او روزنکي ریس احمدزي دې لړ کې ډیر کومک او خدمت کړیدی.

پخپله ریس احمدزی د ډاکټر ساره فېن په اړه وايي چې میرمن فېن د افغانستان د کرېکټ سره ډیره مرسته کړیده.موږ د هغې په مرسته د افغانستان اویا سلنه برخه کې د کرېکټ لوبه عامه کړې ده.

د کرېکټ میدانونه مو رغولي دي. شاګردانو نه علاوه استاذانو ته مو هم د کرېکټ زدکړه ورکړې ،ترڅو هغوي نور شاګردان وروزي.

د افغانستان کرېکټ ملي ټیم د مارچ په ۱۳ د کرېکټ په نړیوال جام کې انګلستان سره مخامخ کیږي . ډاکټر ساره فېن نه پوښتنه وشوه چې تاسو د کوم ټیم ملاتړ کوئ نو وې خندل او وې ویل چې زړه مې افغانستان سره دی.

هغه وايي چې ما دپارهدا ډیر د خوشالۍ ځای دی چې د افغانستان نوم د کرېکټ په سترو میدانونو کې یادیږي.

دومره لږ وخت کې دومره ستر مقام ته رسیدل ،ډیره ستره کامیابي ده هغه وايي د افغانستان د کرېکټ اینده ډیره روښانه ده او اوس افغانستان د کرېکټ د میدانونو یو برخه ګرځیدلی او نور به هم ځلیږي.

ځکه چې د کرېکټ د لوبغاړو یو پیاوړی لښکر ېې شاته ولاړ دی ، چې په مهارت او ملي احساس سمبال دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply