طالبان دې ځان ته دعا وکړي چې ورځ یې ښه شي

نویداحمد څرک

0 571

خواله رسنیو کې د امریکا د ټاکنو پروسه کې طنزیه ډول او په سیاسي ډول خلکو بحثونه کړي چې د طالبانو دعاګانو د ټرمپ لپاره نتیجه ور نه کړه او بالاخره د ټرمپ سیال جوبایډن د امریکا اکثریت ټاکنې وګټلې.

دا موضوع له هغې وروسته راپورته شوه، کله چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون وشو او طالبانو دې تړون ته د فتحې نوم ورکړ.

طالبان مجبور و چې دا تړون وکړي، ځکه شل کاله جګړه کې یې ان یوه ولسوالۍ باندې هم کنټرول نه دی پيدا کړی.

طالبان شل کلنه جګړه کې یوه لاس ته راوړنه لري چې لسګونه زره افغانان یې شهیدان کړي او پردۍ ګټې په افغانستان کې پاللي دي.

نور طالب هیڅ د مثال په ډول نه شي ورکولی چې له جګړې یې ترلاسه کړي وي چې د افغانانو او افغانستان د راتلونکي لپاره ښه ثابت شي.

طالبانو د دوحې له تړون وروسته د ډونالډ ترمپ د بریا لپاره دعاوې کړې وې، ښکاره یې ملاتړ یې کړی و او هغه یې په ټاکنو کې د بریا هیله کړې وه.

طالبانو د دې لپاره ټرمپ ته هیلې درلودلې چې د طالبانو په باور، که ټرمپ ټاکنې وګټي د افغانستان حکومت او واک به ورته وسپاري.

که څه هم ډونالډ ټرمپ هیڅکله هم حاضر نه و چې دا کار وکړي، ځکه هر ځل خبرو کې یې د افغان ځواکونو د ملاتړ او تمویل خبره کړې، خو طالبانو بیا هم تمه درلوده او ممکن دا کاذبه تمه زلمي خلیلزاد ورکړي وي.

خواله رسنیو کې داسې پوسټونه شوي و چې طالبانو ټرمپ ته دعاوې کړي، د تهجد لمونځونه یې کړي او د جوبایډن بریا یې نه منونکې بللې ده.

خواله رسنو کې بیا ځینو سیاسي طنزي تبصرو کې ویلي و چې که د طالبانو دعاوې قبلیدلی نو شل کالو کې به یې یوې سیمه باندې تسلط پيدا کړی وی.

ځینو بیا لیکلي چې ډونالډ ټرمپ د طالبانو دعاوو وهلی ، ځکه یې ټاکنې بایلودې، دا ځکه چې د طالبانو دعا نه قبلیږي او دعا یې په ښیرا بدلې شوي دي.

دا رښتیا هم ده چې د قاتل او ظالم خلکو دعاوې نه قبلیږي او ډير کله سرچپه کیږي، نو طالبانو ته اوس ټولو افغانانو تسلیت ویلی چې هغه کس یې ناکام شو چې دوی ورته په تمه و.

نو که طالبان غواړي چې هم خپله او هم دا وطن جوړ شي او وینه تویدنه پای ته ورسیږي، د سولې د خبرو له لارې دې حکومت ته داخل شي او نور دې په یوه او بله پلمه د خلکو وینې نه توی کوي، بیا به اړتیا نه وي چې موږ د امریکا ټاکنو ته په تمه شو، د یو لپاره دعا او د بل لپاره ښیراوې وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply