سلمان خان له جوهي چاوله د ميني رازونه افشا کړې

0 1,846

د هندي سينما مشهورې اداکارې جوهي چاوله چې په ډېرو مشهورو فلمونو کې يې کار کړى، تېره ورځ یې ٥٣مه کليزه ونمانځله. خو د کليزې په ورځ یې له ډېرو داسې رازونو پرده پورته شوه چې ښايي ډېر مینه‌وال یې پرې نه وي خبر.

هندي رسنيو د جوهي چاوله د کليزې په ورځ د سلمان خان په حواله ويلي، جوهي چاوله یې ډېره خوښېده او غوښتل يې واده ورسره وکړي خو وايي پلار يې ورته انکار وکړ. د سلمان خان او ايشوريه رای د مينې خبرې یو وخت د رسنیو د سر ټکی و خو دواړه د دواده کولو هيلې ته ونه رسېدل.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، تر هغې وروسته يې جوهي چاوله دومره خوښېده چې ان د نوموړې له پلار يې مخامخ د هغې رشته وغوښته، خو په خبره يې د دې پر ځای چې جوهي پلار ورته هو ووايي، نه يې کړل.

جوهي چاوله د هندي فلمونو د هنر په دوران کې د جي مهتا په نوم له يو شتمن سړي سره واده وکړ، خو د واده په اړه یې د څو محدودو کسانو پرته هېڅوک نه وو خبر. دا کار په دې موخه شوی و چې د واده په افشا کېدو سره به ګني جوهي په باليووډ کې د خپل شهرت له بام پرېوځي.

جوهي چاوله د خپلې کليزې څخه يوه ورځ مخکې د خپلو مينه‌والو لپاره يو ويډيويي پېغام هم خپور کړى چې په کې یې ویلي، زما د کليزې په ورځ ماته ګلونه مه رالېږئ او پر ځای يې يو يو نيالګى کېنوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply