پښتین: د ظلم پر وړاندې به د پي‌ټي‌اېم اعتراضونه دوام ولري

0 1,193

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له هغو ټولو خلکو مننه کړې چې د میرانشاء لويې ولسي غوندې ته يې د خلکو رابللو په هدف کمپاین کړی دی.

نوموړي تازه په دې اړه خپل فېسبوک کې ويلي، د دوی هڅې او فعاليتونه د ظالم او ظلم پر وړاندې د سوله‌ييزې مبارزې تر حده دي او ټينګار کوي چې په دې اړه به د غورځنګ هڅې دوام ولري.

منظور احمد پښتين په دې اړه ويلي: «د ظالم او د ظلم په ضد به زموږ مزاحمت همدغه رنګ جاري وي .»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه راز زیاته کړې چې پاکستان حکومت د يادې غونډې د ناکامولو هڅې پیل کړې خو په خبره يې د غورځنګ غړو او هغو کسانو چې د پښتنو د حق‌غوښتنې طرفدار دي دا غونډه بریالۍ کړه.

پښتين دا هم وايي، دوی به تر هغې چې لر او بر پښتانه د خپلو حقونو او ارام ژوند څښتنان شوي نه وي، خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي. دا مهال د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاء کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري لويه ولسي غونډه دوام لري چې په کې زرګونه کسان د پښتونخوا او قبايلو له لرې پرتو سيمو راټول شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply