فرانس پرېس خبري اژانس د امریکا بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې مایک پمپیو به نن قطر ته لاړ شي او هلته به د قطر بهرنیو چارو له وزیر سره تر لېدنې وروسته د افغانستان سولې په تړوا د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو له استازو سره په جلا جلا توګه وګوري.
د فرانس پرېس اژانس د مالوماتو له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به د دواړو خواوو له مرکچي پلاويو سره د افغانستان سولې اړوند روانو مذاکراتو او په دې ترڅ کې د رامنځته شویو خنډونو لرې کولو په اړه خبرې وکړي.
پمپيو داسې مهال دوحې ته سفر کوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان لومړی وزير عمران کابل ته راغلی و او د سولې پروسې په تړاو يې د خپل هېواد له قاطيعانه همکارۍ ډاډ ورکړ. له دې سره ولسمشر غني هم په واقعي مانا مذاکراتو ته د وسلهوالو طالبانو حاضرېدو په موخه، پر دغه ډله د ملګرو ملتونو له لوري د بنديزو وضعه کېدو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر غني تېره شپه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خپله وينا کې ويلي چې دا بنديزونه دې پر وسلهوالو طالبانو د فشار وسيلې په توګه وضعه شي، څو دا ډله په واقعي توګه مذاکراتو ته تن کېږدي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320