درې طلاق شرعي جنبه نه لري، بلکې يو طلاق حسابيږي

0 1,114

له ښاغلي زبير افغان ورور سره په همغږۍ :

درې طلاق شرعي جنبه نه لري، بلکې يو طلاق حسابيږي

په نړيواله کچه نامتو علماء په همدې متفق دي او په دې مساله کې د ابن تيميّه (رحمه الله) فتوی ته ترجيح ورکوي

د الله تعالی د پېغمبر صلی الله عليه وسلم او د د واړو لومړنيو راشده خليفه وو ابوبکر صديق او حضرت عمر رضی الله تعالی عنهما په وخت کې درې طلاق يو شمېرل کېدل، بلکې دوه کاله وروسته حضرت عمر رضی الله تعالی عنه دغه حکم سخت کړ چې هغه هم سياستًا اړخ لری نه ديانتًا.

نوټ : له له نېکمه مرغه نن ډېری يا زياتره علماء و محدّثين د ابن تيميّه رحمه الله فتوی ته ترجيح يا اولويت ورکوي او پر همدې فتوی باندې عمل کوي او يو طلاق يې شميري. اګر چې نن په زياتره محکمو کې هم ورته څوک اعتبار نه ورکوي. ان تر دې چې په بدعت کې حسابيږي.

Imam Ibn Taymiyyah, a prominent jurist of the fourteenth century, maintained that such a divorce would have no legal validity. Imam Ibn Taymiyyah showed that this was the position of Imam Ahmad Ibn Hanbal.

د ابن تيميّه رحمه الله فتوی

THREE DIVORCES AT ONE INSTANCE WITH SPECIAL REFERENCE TO THE FATÓWÓ OF IBN TAYMIYYAH

TRIPLE DIVORCE IN ISLAMIC JURISPRUDENCE

Divorce, Three Talāqs In One Sitting, Taking One’s Wife Back, Waiting Period and Remarriage (Islam 5.3)

Shaykh Akram Nadwi on Women and the Home

Shaykh Akram Nadwi on Women, Culture and Society

The meaning of marriage and family in Islam

Husband vs Wife Decisions and Disputes

Ruling on Niqab

Marriage and Family life in Islam/ALSIS Annual Conference 2011

له څنګه چې زموږ ښاغلي ورور زبير افغان ډېرې ښې موضوع ته اشاره کړې، نو له هغه سره د همغږۍ په پار مې دا لازمه وګڼله چې د ابن تيميّه رحمه الله فتوی عربي بڼه يې دلته هم ورسره شريکه کړم.

الطلاق الثلاث في لفظ واحد في مجلس واحد

الطلاق الثلاث في مجلس واحد بين قول جمهور العلماء ومذهب ابن تيمية

وأثر ابن عباس الذي رواه مسلم في صحيحه وهو قول: كان الطلاق الثلاث على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم وأبي بكرٍ وسنتين من خلافة عمر طلاق الثلاث واحدة … للعلماء فيه مناقشات ومعارضة بأدلة أخرى يمكن مراجعتها في مظانها من كتب الفقه وشروح السنة، جاء في الشرح الكبير لابن قدامة: قال الأثرم: سألت أبا عبد الله عن حديث ابن عباس بأي شيء تدفعه؟ فقال أدفعه برواية الناس عن ابن عباس من وجوه خلافه ثم ذكر عن ابن عباس من وجوه خلافه أنها ثلاث، ولو سلم ظاهره وخلا من معارض ما خالفه عمر بن الخطاب.

ما حكم ضرب الزوجة ساعة الغضب؟

يقول الشيخ يوسف القرضاوي:

لا يقبل الإسلام أن تقوم الحياة الزوجية على إهانة المرأة، أو الإساءة إليها بقول أو فعل، فلا يجوز بحال أن تسب أو تشتم وخصوصًا أمام أطفالها، بل إن الإسلام يمنع سب الحيوانات والجمادات، فكيف بالإنسان؟ وكيف بالزوجة التي هي ربة بيته، وشريكة حياته، وأم أولاده، وأقرب الناس إليه؟؟

What is the ruling on beating of wife during the hour of anger?

Sheikh Yusuf al-Qaradawi said:

Islam does not accept marital life to insult women, or to abuse them by saying or doing. It is not permissible to insult or insult them, especially in front of their children, but Islam forbids insulting animals and stones. And how the wife who is the housewife, and the partner of his life, and the mother of his children, and the closest people to him??

The rule is the same apply to a woman that she isn’t allowed to insult her husband in front of their children.

د غوسې (قهر) په وخت کې د ښځې د وهلو حکم څه دی؟

 شيخ يوسف القرضاوی وايی

په اسلام کې دا نشته چې د نارينه وښځې يا په بله مانا د ښځې (مېرمنې) وڅښتن (خاوند) ګډ ژوند د ښځې په سپکاوي او يا سپکو سپورو قولاً وعملاً اېښوول شوی وي. فلهذا په هېڅ ډول شرايطو وحالاتو کې د هغې د سپکاوي او سپکو سپورو ويلو اجازه نشته په تېره بيا د اولادونو په مخ کې ورته سپکې وسپورې يا ښکنځل کول او وهل، بلکې اسلام حيواناتو او جماداتو يعنې څارويو، کاڼو او بوټو ته اجازه نشته او منعه دي، نو څنګه به انسان ته جايز (روا) وي؟

څنګه به هغه مېرمنې چې هغه د يې د کور پالونکې ده، او د ګډ ژوند ملګرې يې ده، او د اولادونو مور يې ده او تر هر چا ورته نژدې ده. همداسې دا حکم ښځو ته هم متوجه دی چې هغوی به خپلو څښتنانو ته چې هغه يې د اولادونو پلار دی د اولادونو په مخ کې او همداسې بېځايه ښکنځل به ورته نه کوي او سپکې وسپورې به ورته نه وايی.

الحمد لله زه خپله حنفي يم او استاذ مې هم حنفي او هم په علم حديث کې متخصص دی، هغه هم د ابن تيميه رحمه الله قول ته ترجيح ورکړه او زياتره پوه علماء همدغه فتوی د ابن تيميّه رحمه الله ته ترجيح ورکوي، نو موږ ته په کار ده چې د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله فتوی او د هغه نظر ته ترجيح ورکړو او په حقه دی. ځکه چې د اسلام د ټولنې سهولت لپاره دی نه د خشونت، سزا او لا ځورونې لپاره.

ما له خپل استاذ ډاکټر محمد اکرم ندوي څخه چې زه ورسره په السلام انستيتوت کې له يوې نيمې لسيزې راهيسې د يو ادنی طالب العلم په توګه زده کړې کوم. همدا سږکال مې ترې يوه ورځ پر لاره د سهار له لمانځه له اداء کولو وروسته چې دواړه خپلو کورونو ته پر لاره وو او پلی مزل مو کاوه وپوښتل ويې ويل چې دا حکم سياستًا دی نه ديانتًا، فلهذا يو طلاق واقع کيږي او له نکاح تازه کولو پرته څښتن خپلې ښځې ته رجوع کولی شي او تنها همدومره اړينه ده چې موخه به يې بيرته د رجعت وي او وبه وايی چې ما بيرته واخېسته يا قبوله کړې، خو دا بايد د درې مياشتو (عدة) کې دننه وي.

I have taken her back.

او ويې ويل چې موږ يې بايد مسلمانانو ته اسانه کړو نه سخته او اسلام د اسانتيا سپارښتنه کوي نه د سختيا.

لکه څنګه چې ښاغلي زبير افغان ورور کلتوري، کورني، ناپوهي او اقتصادي او دېته ورته اړخونو ته اشاره کړې ده، نو غوره دا ده چې موږ د ابن تيميه رحمه الله پر فتوی باندې عمل وکړو او دا د زياتره علماو پر نزد باندې مرجحه (ښه/غوره) فتوی ده.

په درنښت

سيد حسين پاچا

درې طلاقه، شرعي جنبه او کلتوري ستونزې

درې طلاقه، شرعي جنبه او کلتوري ستونزې 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply