!که له چاسره مینه لرئ، نو په دې (۷) طریقو یې توجه ځانته جلب کړئ

0 1,451

که له چاسره مینه لرئ، نو په دې (۷) طریقو یې توجه ځانته جلب کړئ!

۱. د موخن کس د شخصيت په اړه ځان پوی کړئ، د هغه له ذوق، خوښو او نا خوښو څيزونو ځان خبر کړئ. دغه شان معلومات له تاسې سره مرسته کوي چې په ځان کې کوم بدلونونه راولئ، تر څو په موخن کس تاثير واچوئ او توجه يې جلب کړئ.

۲. له هغه کس سره چې خوښ مو دی داسې خبرې وکړئ، چې نوې، خوندورې او جالبې وي، دغه خبرې بايد دومره پياوړې وي چې د هغه توجه پرې جلب کړای شئ.

۳. يو غمجن، خپه او ستومان کس د هېچا توجه هم نشي جذبولی، په کار ده چې ژوندی، فعال او خوشاله کس و اوسېږئ تر څو په لومړئ ليدنه کې د مقابل لوري علاقمندي د ځان په اړه زياته کړئ.

۴. صميمي چلند د موخن کس په زړه او عواطفو تاثيرات اچوي او ستاسې خوا ته يې تمايل زياتيږي، د خبرو پر وخت و خاندئ او مودبانه بحث وکړئ.

۵. ډېر په نرمه خبرې وکړئ او د موخن کس خبرو ته ښه په دقیق غوږ و نيسئ.

۶. کله چې له داسې کس سره مجلس کوئ چې غواړئ ملګری مو شي هڅه وکړئ چې و يې خندوئ، ټوکه وکړئ، طنز وواياست او داسې خبرې او حرکات تر سره کړئ چې د خندا وړ وي.

تر څو مقابل لوری ژر جذب کړئ، خلک د هغوی سره ملګرتيا کوي چې د خندولو هنر يې زده وي، کله چې يو کس خندوئ د يوه مثبت فکره کس په سترګه درته ګوري او علاقه يې درسره زياتيږي.

۷. کله مو چې يو کس په ټوله مانا و پېژاند خپل احساسات ورسره شريک کړئ، په داسې کس چې باور نه پرې لرې خپل رازونه مه ورته واياست.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply