د ملا عبدالغني برادر د پام وړ

سيد حسين پاچا

0 779

سيد حسين پاچا

د ملا عبدالغني برادر د پام وړ 

ملا عبدالغني برادر او ډله يې د جهاد او د قتال په تعريف کې خطا شوي، ځکه خو د خپل حيثيت وشخصيت، مصلحت، عصيان و أمرونهې په تعريف کې هم تېروتلی

د يوسف عليه السلام له حالته دې زده کړه وکړي چې په يو حالت کې د زليخا په امر ښځو ته له کوټې راووت او په بل حالت د عصيان کې يې د هغې غوښتنه (امر) رد کړ (ونه منله)

نوټ : ملا عبدالغني برادر او ډلې ته يې که خپل ځانونه وشخصيت ومصلحت له هر اړخيز ملي – اسلامي (ديني) يا سياسي اړخه مهم نه، بلکې د نورو ګټې ورته مهمې او اولويت ولري، نو بيا خو دې د هېواد لوړې ملي – اسلامي ګټې، ارزښتونه او غوښتنې هم په پام کې ونيسي چې له خپل حکومت سره سوله کول او له جګړې لاس اخېستل قرآني غوښتنه ده. ((مولانا سميع الحق هم ورته ويلي وو او مشوره يې ورکړې وه چې له خپل حکومت سره سوله وکړئ)) چې همدا ورته په مرګ هم پرېوته، نو ولې بيا دلته مصلحت ته نه ګوري؟ دی که د انسان او سړي زوی وي، نو د اسد دُراني او جواد ظريف وروستۍ څرګندونې ورته مرګ دی.

خبريال :

برادر زه حيثيت نلرم

ملا برادر په پاکستان کې خپلو ټپي جنګياليو ته وويل دا چې په پاکستان کې دده سره د زندان په وخت کې څه شوي دي، دی هغه نه پالي او نه يې يادوي، برادر وايي چې زموږ دا جنګي طالبان ټول دلته دي زموږ مشر تابه دلته دی نو له همدې کبله دی د خپل حيثيت او شخصيت په بنسټ حرکت نکوي بلکې دا مصلحتونو ته ګوري.

وراودته التي هو في بيتها عن نفسه (۱)، وغلقت الابواب (۲) وقالت هيت لک (۳)، قال معاذ الله (۱)، انه ربي احسن مثوای (۲)، انه لايلفح الظالمون (۳) [يوسف : ۲۳]

وقال نسوة في المدينة امرأة العزيز تراود فتها عن نفسه، قد شغفها حُبًّا، انا لنرها لفي ضلل مبين.

فلمّا سمعت بمکرهن ارسلت اليهنَّ واعتدت لهنَّ متّکئًا وءاتت کل واحدةٍ منهنَّ سکِّينًا وقالت اخرج عليهنَّ، فلمّا راينه اکبرنه وقطّعن ايديهن وقلن حاشا لله ما هذا بشرًا ان هذا الا ملک کريم [يوسف : ۳۰۳۱]

پاملرنه

زليخا اقدامات

راودت = رابلل؛ غلقت = دروازې بندول او امر ورکول پر معصيت باندې،

يوسف عليه السلام څه وکړل؟

انکار معاذ الله؛ احسان (نيکي) يادونه انه ربي احسن مثوای او له ظلم (زياتي) ځانه ساتنه چې انه لايفلح الظالمون.

څوک چې چا ته پناه ورکړي عزت ته يې سپک کتل دا نيکي هېرونه (احسان فراموشي) ده او زياتی دی د هغه په حق کې او څښتن تعالی ظالمان او زياتي کوونکی / کوونکي له مسووليت نه خوشې کوي او د الله تعالی پر وړاندې بري الذمه دي.

په دويمه مرحله کې چې کله ترې خپله خرابه شوه او خپلو خدمه وو رسوا شوه، نو ژر يې د ځان ساتنې (دفاع) لپاره ښځې راوغوښتې او مېلمستيا يې ورکړه او څه تدبير يې ورته وکړ. تکيه ګانې يې ورته کېښوولې او بيا يې ورته د مېوې پرې کولو لپاره چاړې ورکړې، نو چې هغوی د مېوو په سپينولو او پرې کولو شوې، نو دې وخت کې يې يوسف عليه السلام ته وويل چې ((اخرج عليهن)) ورته راووځه، نو هغه چې راووت او دوی د هغه ښکلا وځوانۍ ته وکتل، نو حيرانې شوې چې همدې وخت (صحنه) کې دوی د هغه کتو ته تعجب يوړې، نو ناګهانه يې يعنې په ناپامۍ کې خپلې ګوتې غوڅې کړې وې، ځکه هېڅوک خپلې ګوتې قصداً نه غوڅوي.

دا چې ملا برادر د بي بي سي د خبر پر بنسټ ((ملا برادر پاکستاني مشرانو سره خبرو لپاره اسلام اباد ته روان شوی)) د خبرو او مشورو لپاره پاکستان ته روان شوی او هلته يې ځينې مشخصي خبرې يادې کړي دي چې :

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره سې شنبه اسلام اباد ته روان شوی دی. د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي، ملا برادر او ورسره مل پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنيو چارو له وزير سره په ګڼو موضوعاتو خبرې کوي.

طالب وياند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي: “د افغانستان اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند د يو لوړ پوړي هيئت په مشرۍ د ګاونډي هېواد پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته روان شو. په دې سفر کې به د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي عمران خان او د بهرنيو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قريشي سره ناستې ولري. په ناستو کې به د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو پر سر بحث کيږي. په ځانګړي ډول د مهاجرينو د ستونزو (۱)، پاکستان ته د افغانانو دتګ او راتګ (۲) او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې کېږي (۳) “.

حال دا چې دا يو موضوع هم د دوی پورې په رسمي توګه تړاو نه لري، خو نن چې ګورو ملا برادر نورې خبرې مخته کړي دي او د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په ډېر نااشنا ډول راڅرګنديږي، نو هغه څه يې چې رسنيو ته ويلي او څه چې عملاً بالفعل کوي يو له بل سره د وينا او کړنې له مخې سر نه خوري.

طالب مشران پاکستان کې دي او هلته يې د ټپيانو درملنه کېږي: د ملا برادر ويډيو

ملا عبدالغني برادر او ډله يې له پيله تر دې دمه پخپله ښه په دې پوه دي او پوهيږي چې خبره ترې سخته خرابه او ډېر بېواکه شوي او د پنجاب د هغه واکمنې کړۍ ((مقتدرې حلقې)) په واک کې ده. ان تر دې چې د پاکستان سياستوال او د وخت شته حکومتونه يې ټول په دې ښه پوهيږي او پوهېدل چې د افغانستان د مسالې واک واختيار په حکومت کې دننه له هغه بل حکومت سره دی چې ښاغلي افراسياب خټک يې په زغرده او مېړانه سره پخپله وروستيو څرګندونو ((د پاکستان پوځ څه غواړي؟)) کې هم کړې ده.

ملا عبدالغني برادر او ډله يې له چلتار خليلزاد سره دومره بېباکه او بېنزاکته خلک دي چې يو ورته له خپل حيثيت او شرف نه تېر او بل ورته هر ځل د افغانوژنې لپاره ترې مننه کوي.

خپلمينځي يا ملي روغه روجه reconciliation له قرآن پلوه

فلمّا دخلوا علی يوسف آوی اليه ابويه وقال ادخلوا مصر ان شآء الله امنين . ورفع ابويه علی العرش وخرّوا له سجّدًا، وقال يآبت هذا تأويل رؤيای من قبل، قد جعلها ربّي حقًّا، وقد اخرجني من السجن وجآء بکم من البدو من بعد ان نزغ الشيطان بيني وبين اخوتي، انّ ربّي لطيفٌ لما يشآء، انّه هو العليم الحکيم [يوسف : ۹۹۱۰۰]

کله چې ټوله کورنۍ مصر ته راغله او له يوسف عليه السلام له موروپلار سره يوځای شوه، نو موروپلار له رارسېدو او ښکته کېدو سره د درناوي په پار د يوسف عليه السلام لور (خوا) ته ورغلل او هغه ورته ښه راغلاست ووايه چې ((مصر ته ښه راغلاست، په خير وسلامتيا سره راورسېدئ. دلته به تاسې د ژوند ټولې اسانتياوې وي. موروپلار يې تخت ته پورته او دوی ټول ورته تعظيمًا د درناوي په پار ټيټ شول. يوسف عليه السلام وويل چې پلاره دا زما د مخکېني خوب تعبير (مانا) وو/وه چې زه الله تعالی حقدار ګرځولی وم او د الله تعالی احسان يې ياد کړ چې زه يې له زندان راخلاص (خوشې) کړم او تاسې يې له هغه کليوالي واطرافي ژونده ښاري ژوند ته راوستئ.

دا يوه کورنۍ موضوع (مساله/خبره) وه. کله چې وروڼه راغلل، نو يوسف عليه السلام له زندانه د راخوشې کېدو خبره وکړه، خو چې مخکې تېر شوي وو د ده او د وروڼو ترمينځ هغه يې هېڅ ياد نه کړل او د الله تعالی شکر واحسان يې ياد کړ او محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل قوم وټبر سره ستونزه وه، خو کله چې مکه فتحه شوه او د ابوسفيان کور يې د امن کور اعلان کړ.

دا چې زموږ ملا عبدالغني برادر نن وايی چې زه د خپل شخصيت او حيثيت پسې نه ګرځم، خو مصلحتونو ته به ګورم. دی او ډله دې لږ دې خپل ګرېوان ته سر کښته کړي که دوی چا ته د يو توت دانې هومره درنښت لرلای، نو چا به نه په غوجلو او تاڼو کې وژل او ربړول او نه به چا پلورل او نه به يې د چا ډرون الوتکو ښکارول او هغه مشرف رذيل يې په زغرده پخپل کتاب کې ليکلي چې موږ د اوو شرايطو پر بنسټ امريکا ته په لاس ورکول چې ټولې يې خپلې ملي واقتصادي ګټې رانغاړي نه د طالبي اسلامي امارت.

پروېز مشرف :

On September 13, 2001, the U.S. ambassador to Pakistan, Wendy Chamberlain, brough me a set of seven demands. These demands had also been communicated to our foreign office by the U.S. State Department through what is called a non-paper:

  1. Stop al Qaeda operatives at your borders, intercept arms shipments though Pakistan, and end all logical support for Bin Laden.
  2. Provide the United States with blanket overflight and landing rights to conduct all necessary military and intelligence operations.
  3. Provide territorial access to the United States and allied military intelligence as needed, and other personal to conduct all necessary operations against the preparators of terrorism and those that harbour them, including the use of Pakistan’s naval ports, air bases, and strategic locations on borders.
  4. Provide the United States immediately with intelligence, immigration information and databases, and internal security information, to help prevent and respond to terrorist acts perpetrated against the United States, its friends, or its allies.
  5. Continue to publicly condemn the terrorist acts September 11 and any other terrorist acts against the United States or its friends and allies, and curb all domestic expressions or support [for terrorism] against the United States, its friends, or its allies.
  6. Cut off all shipments of fuel to the Taliban and any other items and recruits, including volunteers en route to Afghanistan, who can be used in a military, offensive capacity or to abet a terrorist threat.
  7. Should the evidence strongly implicate Osama bin Laden and the al Qaeda network in Afghanistan and should Afghanistan and the Taliban continue to harbour him and his network, Pakistan will break diplomatic relations with the Taliban government, end support for the Taliban, and assist the United States in the aforementioned ways to destroy Osama bin Laden and his al Qaeda network.

دی د چا مصلحتونو ته ګوري د ځان او ډلې او د نورو (پاکستان) او که د هېواد لوړو ګټو او ملي مصلحتونو ته ګوري؟ د هېواد لوړې ګټې او ملي مصلحتونه دا نه ايجابوي چې له دې وروسته دوی د نورو ګټې تعقيب او مخته يوسي. خو ښکاره خبره ده چې دوي انتخاب نه لري، بلکې مجبور ومکلف دي چې د عصيان سره سره د نورو نامشروع ګټې او مصلحتونه مخته يوسي او له هغې نه دفاع وکړي بله لاره ورته پاتې نه ده.

ننګونه

چې امريکا او پنجاب ته خپلې وينې او بېعزتي او بېساری سپکاوی او پلورنه زغملی او بښلی شي، نو خپل ولس ته ولې نه؟ دوی خو ولس او نه افغان حکومت پر چا پلورلي دي، نه يې دا کار کړی او نه به يې وکړي، خو چې چا کړی او په زغرده يې په نړيواله ژبه او هم يې په خپله ژبه اردو کې ليکلي د هماغوی دې دوی لږ قدرې پوښتنه وکړي چې ولې؟ خو دا کار نه شي کولی او نه د دې توان لري چې داسې يوه پوښتنه ورسره مطرح او راپورته کړي. دا کار له دوی هغه وخت خراب شو چې دوی د جنرال محمود په شيطانۍ د اسامه له ورکړې منکر او د امريکا بېرحمې څپېړې ته يې وربرابر کړل. دی د څه حيثيت او شخصيت خبره کوي؟ ايا دوی تر دا پرونه څه حيثيت وشخصيت درلود؟

که په دوی کې اصالت وای، نو د عربو او عجمو له چرګۍ ورته کندهار، هرات، مزار، ننګرهار، کابل، غزنی، باميان، کندوز، بدخشان او د ګران هېواد په هر ګوټ کې چې د دوی خوښه وه هملته به يې سره خبرې کړې وې، ولې دا د ګران هېواد پلازمينه د څه لپاره ده؟ هلته د قطر په دوحه او يا په کوېيټه کې چې پراته دي، نو له هغې خو خپله خاوره او خپله چرګۍ په ميليونونو ځله ښه ده. له غزنوي، ميرويس وابدالي راواخله تر امان الله خان ونجيب پورې موږ پخپل هېواد کې جرګې ومرکې راغونډې او کړي دي نه د نورو په غېږ کې او په تېر جهادي وطالبي پير کې چې مو له هېواده بهر د نورو په چرګيو کړي څه ترې لاس ته راغلل؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

برادر؛ د پاکستان په وړاندې خپل شخصي حيثيت نه پالم | خبریال (khabarial.com)

طالب مشران پاکستان کې دي او هلته یې د ټپیانو درملنه کېږي: د ملا برادر ویډیو – DawatMedia24

جواد ظريف : طالبان يوه ترهګره ډله بولو، خو د پولې امنيت لپاره ورسره اړيکې لرو

جواد ظريف: طالبان “يوه ترهګره ډله” بولو، خو د پولې امنيت لپاره ورسره اړيکې لرو – BBC News پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply