روس ټایلر لومړنی لوبغاړو سو چې د خپل هیواد لپاره یې ډیري لوبې ترسره کړې

0 1,161

د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی روس ټایلر د خپل هیواد لپاره د ۴۳۸ لوبو په کولو سره د نیوزیلنډ په تاریخ کې ډېرې لوبې کوونکی لوبغاړی وشمېرل شو.

۳۶ کلن روس ټایلر په ۲۰۰۶م کال کې له نیوزیلنډ ملې لوبډلې سره یوځای شو، چې له همغه راهیسي یې تر دې دمه پوري ۱۰۴ ټیسټ، ۲۳۲ یو ورځنۍ او ۱۰۲ بیا شل اوریز سیالۍ ترسره کړې دي.

ټایلر په ۱۰۴ ټیسټ لوبو کې تر دې دمه پوري ۷۲۸۵ منډي کړی، چې په یوه لوبه کې ښه توپوهنه د ۲۹۰ منډو ده، یاد لوبغاړی په دې فارمټ کې ۳۳ پنځوسیزي او ۱۹ یې بیا سلیزي ترسره کړي دي.

د دې ترڅنګ یې په ۲۳۲ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۸۵۷۴ منډي کړي دي، په یوه لوبه کې ډيري منډي ۱۸۱ دي، ټایلر په پنځوس اوریزه لوبو کې ۲۱ سیلزي او ۵۱ یې بیا پنځوسیزي بشپړي کړي دي.

او په ۱۰۲ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۹۰۹ منډي کړي دي، چې په سیالۍ کې يې ښه توپوهنه د ۶۳ منډو ده، هغه د شل اوریزه لوبو په دې فارمټ کې ۷ پنځوسیزي وهلي دی، خو کومه سیلیزه یې نده ترسره کړې.

تر ده مخکې د نیوزلینډ لوبډلې لپاره ډيري لوبې ویټوري ترسره کړي وي، چې هغه د ۱۹۹۷ څخه بیا تر ۲۰۱۵م کال پوري ۴۳۷ سیالي کړي وي.

afghancricinfo.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply