طالبان خلک په غلطو خوبونو ډاروي

نوید احمد

0 637

د بدخشان کیسه ده چې تازه د ملا غلام حقجو په نوم د طالبانو یو ځایي قومندان چې تقریبا ۶۰ کاله عمر لري، په سیمه کې یې یوه نجلۍ خوښه شوې وه.

ملا حقجو خپله ورځي او نجلۍ پلار ته کیني چې لور یې د ده په نکاح کې ورکړي، خو د نجلۍ پلار انکار کوي.

لامل دا و چې نجلۍ پيغله د لږ عمر او سړی له زوره لویدلی د شپیته کالو و چې نجلۍ سره هیڅ نه جوړیده.

خو د طالبانو دا قومندان چې جنسي غریضې په سر اخیستی و، هیڅکله یې له نجلۍ لاس نه اخیست چې تر څو یې په نکاح کړي نه وي.

ملا حقجو څو ځل د نجلۍ پلار ته کیني چې لور یې ورکړي، خو د نجلۍ پلار انکار کوي، ملا حقجو د کلي ملا څخه په دې برخه کې مرسته غواړي چې دا ښکلې نجلۍ د ده په نکاح کې ورته وکړي.

د کلي ملا په رضا او په فشار باندې اړ کیږي چې د نجلۍ پلار سره خبرې وکړي چې لور یې د دې طالب قومندان په نکاح کې ورکړي، خو بیا هم د رد ځواب ترلاسه کوي.

د طالبانو قومندان ملا ته وایي چې د نجلۍ پلار ته ووايي چې طالب قومندان ملا حقجو داسې خوب لیدلی چې د نجلۍ کورنۍ باندې لوی مصیبت راځي او که دا لور نذر کې ورکړي، دا مصیبت به ترې لیرې شي.

د نجلۍ کلیوال او ساده پلار چې د خوب تعبیر اوري، راضي کیږي چې خپله لور د ۶۰ کلن سړي په نکاح کې ورکړي.

دا کیسه مې دلته د دې لپاره وکړه چې تاسو وګورئ، طالبان له څومره کاذبو تبلیغاتو او خرافاتو کار اخلي، ساده باایمانه خلک ډاروي، تیرباسي او بیا ترې خپلې ګټې پوره کوي.

دا یو مثال دی چې لکه د بغدادي پير د طالبانو یو قومندان د یوې کورنۍ لپاره د دین دام جوړوي او خپلې ګټې ترې ترلاسه کوي.

داسې زرګونه مثالونه شته چې د طالبانو قومندانان د ځایي ملایانو په واسطه باندې خلک په دین باندې ډاروي او تیر باسي یې چې خپله ګټه ترې پورته کړي.

طالبانو دغه ډول د جګړې لپاره ځوانان هم جذب کړي دي، جعلي او د درغو خوبونه یې ورته ویلي، یو داسې تعبیر یې ورته کړی دی چې د خلکو زړه لاس ته راوړي، و یې ډار کړي، او د خپلو موخو لپاره یې وکاروي.

طالبان په دې پلمه خلک جګړې ته استخدام کوي، د درغو خوبونه ورته وایي، ناسم تعبیرونه ورته کوي، ځوانانو ته وایي چې تاسو مو جنت کې ولیدئ، تاسو مو دوزخ کې ولیدئ او که دا کار وکړئ، نو جنتیان به شئ او که یې و نه کړئ، دوزخیان به شې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply