طالبان دې په یاد کړي

سیدعبدالله پاچا

0 812

۱) افغانستان د هر بل هېواد په څېر د نظام د مالکيت جغرافيه ده، پر خلاف يې جګړه بغاوت او جنايت دی. فاسد نظام تر نه نظام بهتر دی، شرعاً هم همداسې ده چې د ځمکې د نسل، زراعت، اقتصاد، سياست، ديانت او انساني حقوقو نظم به نه خرابوې، که نه ساعي بالفساد يې او پر حکومت د ځان او خلکو دفاع واجب ده.

۲) د افغانستان نظام نظام دی، تاسې ډله ياست. نظام که بواح کفر و نه کړي، د ډلو خروج بغاوت دی او شرعاً د ډلو جهاد جهاد نه دی، فساد دی.

۳) د شريعت بحث دی چې د غايې لپاره به حرامه وسيله نه کاروې، طالبانو دلته په داسې حال کې هم جګړه روانه ساتلې چې مقابل طرف يې د اوربند او سولې وزر ورته غوړولي. طالبانو شل کاله حرام کار کړی.

۴) طالبانو په قتل خطا کې هم زرګونه کسان شهيدان کړي، امارت بايد د متضررو کورنیو او ورثو ته ديت ورکړي چې تر ننه چا دغه بحث را پورته کړی لا نه دی. سره له دې چې د طالبانو له خوا هيڅ قتل په قتل خطا کې نه راځي، مطلق عمدي قتلونه دي.

۵. تاسې د مکې د امام په شمول د اسلامي نړۍ د مطلق اکثريت ديني مراجعو د فتوا سپکاوی کړی او نه يې منئ. سره له دې چې تکفير خطرناکه مسأله ده، مګر چې يوه ډله د ټولې اسلامي نړۍ د شرعي موقف پر ضد خپله جګړه حلاله بولي، څه ورسره وکړو؟

۶. طالبانو په افغانستان کې د جرم، فحشا او تېري لپاره چاپېريال مساعد کړی، دلته د هر جرم او ګناه پړه د دوی پر غاړه ده. شرعاً هم چې څوک د شر زمينه مساعده کړي، د ګناه بيل د ګناه تر دوامه په هغوی پسې ورځي.

۷. طالبانو د شريعت د احکامو صلاحيت له خدايي سطحې امارتي کچې ته را کښته کړی، يو کال د چرسو کرل روا کړي، بل کال ناروا. يو ځل حکومت له نړۍ سره په سياسي او سټراټېژيکو اړيکو مباح الدم بولي، بله ورځ يې پخپله ورسره کوي او…

۸. طالبان امريکا ته زور د افغانانو په وژلو ثابتوي، تېر کال يې ۱۸ زره بريده ټول پر افغانانو کړي، پمپيو پرون وويل چې طالبانو تېر کال يو امريکايي هم نه دی وژلی. طالبانو دوې لسيزې د شريعت په سر درواغ وويل، اوس يې د خدای دين په (ثمن قليل) باندې خرڅلاو ته ايښی، د بيې د لوړېدو لپاره يې وينې د افغان بهوي.

۹. دا پوښتنه ځنې وکړئ چې کله غايه تر لاسه شي، بیا خو وسيله ساقطېږي. تاسې ويل افغاني عسکر ځکه ولو چې امريکايان رانه ساتي، اوس چې امريکایان خوندي دي، د عسکر قتل خو لذاته نه و، لغيره و؛ نو اوس يې جواز له کومه شو؟

۱۰. په ټوله اسلامي نړۍ وګرځئ چې ايا د شريعت د نفاذ لپاره جګړه روا ده؟ نه ده. طالبانو ته وواياست چې په دارالاسلام کې د تشريع او تقنين لپاره د جګړې شرعي منطق څه دی؟ دلته خو د تقنيني تشريع پر سر بحث ممکن دی، کله چې مفاهمه وي، محاربه څنګه جائزه شي؟

۱۱. طالبان په جګړه تکبر کوي، کبرجن مجاهد پړمخې دوزخ ته لوېږي. دوی ته له ځانه پرته سړی مسلمان نه ښکاري او له ځانه سیوا يې هر څوک ټارګيټ دي. يوه مقوله يې جوړه کړې چې (که مسلمان و، جنت ته به لاړ شي، که کافر و، دوزخ ته.) دا خدايي صلاحيت يې په کوم جواز اشغال کړی؟

۱۲. ورته وواياست چې که ستاسې داعيه د اسلامي خلافت او نظام وي؛ نو هغه خو بیا نړيوال دی. تاسې ولې له امريکايانو سره د نړيوال جهاد د درولو دايمي معاهده لاسليک کړه؟ د اسلامي نظام قیام ته جګړه ولې يوازې د احمدشاه بابا او غازي امان الله خان په وطن کې کېږي؟ په لاهور کې له هيرا را نيولې تر کرسمسه هر څه خوندي دي، خو په افغانستان کې د ګيلان ماشوم په بوشکه الوځي؟ مسجد ضرار دی، سړک کافر دی، کلينيک ملحد او…

۱۳ طالبان په کليو او لويو لار باج اخلي، قانوني ټکس يوازې د هغه نظام حق دی چې دوه طرفه تعهد او خدمات موجود وي. ته خو د خلکو د کارېز حکومتي مرسته په جېب کې اچوې، ستا خدمات، کادرونه، پوهنتونونه، معاشات، بوديجې، نړيوالې اړيکې، د نړيوالو مرستو جذب او… چېرې دي؟ دا خو يوازې قطاع الطريقي ده او چور دی.

۱۴. امير مو ټولو مؤمنانو ته منسوبوئ، امارت بيا يوازې تر افغانستانه محدودوئ؟  د افغانستان اسلامي امارت څه معنا؟ چې امير مو امير المؤمنين دی، امارت مو ولې للمؤمنين نه دی، فقط افغانان په قصابه کوئ؟

۱۵. ولې له اوربنده ډارېږئ؟ هسې هم د جګړې او سولې په کاروبار کې د حلال او حرام صلاحيت اوس له تاسې سره دی، اسماني نه دی. وکړئ اوربند وکړئ. يا خو د طالبانو قطري مشران د جګړې پر چريکي کشرانو نفوذ نه لري يا طالبان د نورو ډلو د اخلال له ډاره اوربند نندارې ته نه شي وړاندې کولای چې هغوی به جګړه وکړي او موږ به د سولې په نامه امتياز ضايع کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply