بل حج

عبدالوکیل سوله مل

0 787

 د بی بی حا جی د مشر لمسي واده دی ، واده نه یوازې د دې د اتو زامنو او درې لوڼو په اولادونو ښه ګرم دی، په پلارګنۍ  او خسرخیلو برسیره  ېې له لیرې او نږدې ګڼ نوراشنایان هم رابللی دی.

بی بی حا جي لکه ملکه په لوی کټ کې نا سته ده، ځان ېې په اوږد زړوکي کې کلک راتاو کړی دی، لوی با لښت ته ېې ډډه وهلې ده. مخې ته ېې لوی میز ایښی دی، په میز لویه چینی چا ینکه او نیکلی پطنوس چې په رنګا رنګ وچو میو ډک دی پروت دی. په وړاندې ېې په لویه میدانۍ کې لوی او واړه په ګډا دی، مشره لور ېې چمبه وهي ، څنګ ته بلې د لیوره لورېې ډول غاړې ته اچولی دی ، یوه دنګه ښایسته پیغله درخشانې دا سندرې یوه په بله پسې په خوند سره وایی :

ـ پا س د تنګي مستې ځدرانې ـ جینکۍ لاړې وړکي بیا کا بل ته ځینه

ـ نری باران دی پاس په لوړو ېې وروینه ـ جانانه لاس راکړه چې دواړه سره ځونه

ـ زرشه دیدن وکړه همزولې رانه لاړې میرات شې ـ غیږبه تا نه واخلم منګیه ما ت شې

خوبی بی حا جی لکه ویده چې وی ، لکه په اعتکاف کې چې وی ، هیڅ نه ښوري ، له خولې ېې سوڼ نه خیزي ،میدان ته په وار،وارراڼه ورګوري ، بیرته مخ راګرځوي ، له جیبه څوځلې اوږدې تسپې راباسي ، بیرته ېې په جیبه منډي، مشره ننګورېې له لیرې څاري ، اخرېې خواته رانږدې شي ، په وروېې په ولي لاس ورکیږدي :

ـ بی بی حا جی

بی بی حاجی ټوپ کړي ، لکه څوک ېې چې له درانه خوبه راکښینوی .

ـ اه لورې

ننګورېې موسکۍ شي ،

ـ څه جنازې ته خو نه ېې ناسته ، د خولې دې سوڼ نه خیژي ؟ اخردې  دمشرلمسي واده دی ،

بی بی حاجی موسکۍ شوه ، شونډې ېې ورپیدې ، ځان ېې نورهم بالښت ته کلک تکیه کړ، ننګورېې بیا سترګو ته ځیرشوه ، په خندا ېې وویل :

ـ څنګه دې دزامنوپه ودونوکې لاسونه اچول ، او دسندرو غږ به دې د هوا مرغان په ګډا راوستل ،

اودلته تش لاسونه هم نه پړکوئ

بیا ېې په ملنډو د هغې لاسونه په خپلو لاسونو کې کلک ونیول :

ـ که نور نه وی لږ خو دا وپړکوه ، ته  خو وایی چې دا لمسی درته له زویه هم ګران دی .

دا په کټ کې راکښیناسته ، لږ څه راوړاندې شوه، په لوړ غږېې وویل :

ـ دا خو اوس هم وایم چې له خاوند دې هغه ډیرراباندې ګران دی .

ننګور ېې بیا په ملنډو ورغبرګه کړه .

ـ نو څنګه درباندې ګران  دی چې له تشې پړکا او خندا دې هم ځان پرهیزکړی دی .  زموږ په واده کې دی څه ټوپونه اچول ، تر کهیځه دی دی نه د ګډا مخۍ وه او نه دسندرو…. .

بی بی حا جي په شونډو نرۍ شان ژبه تیره کړه ، ځان ېې نورهم په زړوکي کې راونغاړه ، ننګورته ېې راڼه وروکتل ، په شرمیدلي غږ ېې په عذرپه ورو وویل :

ـ ولې مې ګنهکاروئ لورې ؟ میاشت مې هم لا پوره نه ده …..

ننګور ېې په خبرو کې ورولویده :

ـ ولې به دې ګنهکاروم ، د څه شي میاشت ؟

دې وخندل :

ـ له بیت الله شریف له راګرځیدو

ننګور ېې غلې شوه ، لکه بې ځوابه چې شي ، په فکر کې لاړه ، خو زر بیرته په خبرو راغله، وې خندل، د هغې په ولي ېې بیالاس کبښود :

ـ نو بی بی حاجي ، ما  کله ویلی چې تا سو دې ډول غاړې ته واچوئ او پخپلو سندرو د هوا مرغان وګډوئ ؟ که نورنه وی تش لاسونه خو کله وپړکوئ ، په یوه خوله خندا خو نه ګنهګاریږئ !

بی بی حا جی بیا له نازه وموسکیده :

ـ خو زه په تشه خندا اودلاسونوپه پړکا ځان نه ګنهکاروم ، چې یو ځل مې ګناه ته لاس واچاوه ، بیا په رښتیا دهوا مرغان هم ګډوم !

د ننګورخوله وازه پاتې شوه ، سترګې د ننګورپه سترګو کې ترډیره خښې کړې، له زړوکي ېې لاس راوویست ، د ننګور لورته ېې ونیو :

ـ مه کوه لورې، پیریان مې همداسې ویده ښه دي، که یو ځل مې خولې ښارښ وکړ او اوږې مې وخوځیدې بیا ګوره د ټینګې نه یم .

په دې سره ېې ننګورپه کړس، کړس وخندل، کشرۍ لورچې د ګډا له میدان ېې د وریندار او مور بنډار څاره خپله چمبه بلې خورته ورکړه او سده له ګډا ، نیغه راغله ، د مور مخې ته ودریده ، وریندارته ېې مخ ورواړاوه، وی ویل :

ـ ادې څه وایی، ولې خوابدې ده که څه ؟

ورینداربی بی حاجي ته مخ ورواړاوه ،

ـ خوابدې نه ده خو هسې ویرې ترې خندا وړې ده ؟

لورېې مورته وکتل ،

ـ ادې له څه ډاریږې ؟

بی بی حا جی خوله چینګه کړه ، په شرمیدلي غږ ېې وویل :

ـ هو لوری ، که یو ځل مې ولي وښوریدل بیا د ټینګې نه یم !

لورېې په ناز وویل :

ـ نو دا خو ښه خبره ده ، د ګران لمسي واده دی دی، له څه ډاریږې ؟

بی بی حا جی په جیب لاس وما نډه، اوږدې تسپې ېې د باندې راوویستې ، د لور په وړاندې ېې ونیوې ، په شرمیندوکی غږ ېې وویل:

ـ دا اوس د خدای له کوره تازه راغلې یم ، چې حج مې خراب نشي لورې

لورې ېې د ننګور سره یو ځای په کړس کړس وخندل ، په مور ېې لاسونه واچول ، په مخ ېې ښکل کړه ، غیږې ته ېې رانږدې کړه  .

ـ دا څه وایی ادې ! ؟ دا دومره  لویه ګناه نه ده چې حج دې خراب شي .

بی بی حاجي سترګې ټیغې راوویستې ، وربړچ ېې وهل :

ـ ګناه څنګه نه ده بیخ دې ووځه؟ ته اوس له کومه ملا شوې چې ماته مسلې کوې ،

لور ېې ېې پوه شوه چې پوهول ېې ګران دي. بل فکرېې په سرکې راوټوکید:

ـ نو که زه دی د بل حج غم وخورم ، بیا به راسره ګډه شې ؟

دی وخندل ، لکه ست ته چې نا سته وي او اوږې ېې ښوري ، دستي ېې ورغبرګه کړه :

ـ ته ګډا یادوې ، ډول به هم لا درسره ووهم ،

ننګور او لور دواړو له خوښۍ لاسونه وپړکول، لور بیا ترې لاسونه واړول، په لوړ آوازېې وویل :

ـ نو دا خو کومه غټه خبره نه ده ، دستی لالا ته وایم چې بیا دې حج ته ولیږي ،

د بی بی حا جی اوږې وښوریدې ، رنګ ېې وغوړید ، سترګې ېې وځلیدې :

ـ رښتیا ؟

لور ېې ودریده ، له لاس ېې ونیوه ،

ـ دا دې په ما .

لورلاس وراوږد کړ، له مټ ېې راونیوه :

اوس نو را جګه او میدان ته شه !

بی بی حا جی چې اوس تش ست ته نا سته وه ، سپکه را پا څیده ، اوږې ېې وښوریدې، پښو ېې له وړاندې ټوپونه واچول، خو مخکې له دې چې میدان ته ورګډه شي، ځا ی په ځای ودریده، لورېې مخ ورواړاوه :

ـ ولې ادې پښیمانه شوې که څنګه ؟

دې په ناز وروکتل ، وې خندل ، ډول ته ېې لاس ونیو :

ـ اول دا ډول غاړې ته راواچوئ ، چې یو څو مستې غاړې وکړم ، بیا به ګډه هم شم ،

له دې سره ټولو وړو او زاړوله خندا ګډا ته زور ورکړ، چیغې او خندا وې شوې ، بی بی حاجی ډول غاړې ته واچاوه ، ټولو وړو او زړو په بی بی حاجي کې داسې سترګې خښې کړې تا به ویل کومه په زړه پورې ننداره ګوري .ترګهیځ ېې هم په خوندورو سندرو او هم په تودې ګډا ټول واده تود وساته .

له سندرو او ګډا وروسته ګهیځ وختي په درانده خوب ویده شوه ، چې راپا څیده لمر راختلی و، لمونځ قضا و، بیرته په فکرونو کې ډوبه شوه، څیره ېې مړاوې شوه، غم ېې بیرته په زړه بارشو، سودا ورولویده ، خوا بدې بیرته په بستره کې پریوته ، ګڼ فکرونه ېې په سرکې راوټوکیدل . شیبه وروسته ېې لور رادننه شوه ، سلام ېې وکړ،خو بی بی حا جي لکه کڼه چې وي، هیڅ غبرګون ونه ښود، لورېې خواته راغله ، بیا پرې غږ کړ:

مورې ، بیا ولې ، څه خبره ده ؟

بی بی حاجي په ورو وویل :

ـ د بیګا ۍ ګناه پیټی به څنګه کوزوم له ځانه ؟

لور ېې وخندل :

ـ  ادې خو درته ومې ویل چې په لالا دې بیا له خیره لیږم

بی بی حاجي زړه ته نه ولیده ، ټکنۍ وه :

ـ زه وایم چل دې راباندې کړی نه وی لورې ؟

لور ېې دروازې  ته منډه کړه ، سرېې له دروازې وویست ، چیغه ېې کړه :

ـ لالا

ورورېې لکه باد په منډه راغئ ، په ده پسې ېې خاوند هم راننوت ، لور ېې مورته لاس ونیو :

ـ لالا د ادې زړه ته نه ولیږي چې بیا ېې حج ته لیږې !

ورورېې مور ته ، بیا پلار او وروسته خور ته مخ وراواړوه ، په لوړ آوازېې وویل :

ـ هیڅ غم مه کوه ادې له پلارسره دی یو ځای لیږم .

پلار ېې غاړه تازه کړه ، اوږې ېې وښورولې ، لکه په زوی ېې چې پور اوښتي وي ، وی ویل:

ـ چې داسې په شوق اتڼ دی راباندې وکړ خود به مې بیا حج ته لیږې .

د بی بی حا جي خوله وازه پاتې شوه ، خاوند ته ېې حیران په ځیر وروکتل :

ـ ښه په  تا ېې هم اتڼ وکړ.

زوی ېې وخندل :

ـ هوکنه مورې همدا تاسو دواړو خو واده ګرم کړ.

بی بی حاجی لاسونه لپه کړل ، خاوند ته ېې مخ ورواړاوه:

ـ بس حا جي خدای دی معافی راته وکړي ، او زر مو دی بیا په حج کې نصیب وکړي .

ټولو په ګډه د بی بی حا جی دوعا تکرار کړه :

ـ امین یا رب العلمین

یدینګ ـ لندن

د شپې لس بجې

د ۲۰۲۰میلادي کال د دیسمبر۳۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply