هند؛ افغانستان ته د کرونا ضد واکسين رالېږي

0 764

هندي رسنيو راپور ورکړی چې دې هېواد د افغانستان په شمول خپلو ګاونډيو هېوادونو ته د کرونا وېروس ضد واکسين د ورکولو پرېکړه کړې ده.

د اېنډيا ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې، پر افغانستان سربېره نيپال، بوتان، بنګله‌دېش، ميانمار، سريلانکا او مالدېف هغه هېوادونه دي، چې ټاکل شوې هند په نږدې راتلونکي کې ورته د کرونا ضد واکسين په واک کې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا، انګليستان او هند د کرونا وېروس ضد واکسين توليد کړی او دا مهال يې په يادو هېوادونو کې عملا د تطبيق لړۍ هم روانه ده. په هند کې د کرونا وېروس ضد واکسين د تطبيق پړاو له پيل څخه تر دې مهاله ۱.۹ ميليونه کسان واکسين شوي دي.

دې هېواد په کور دننه د ياد واکسين د تطبيق پړاو د تېرې شنبې په ورځ پيل کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply