طالبانو مخکې پرتې ستونزې

الحاج استاد عمر پاڅون

0 873

دا دی په دوحه کې د سولې خبرې روانې دی افغانان پر امیده دي چې انشاالله پایله به په سوله پای ومومي خو بیا هم طالبان پرله پسې ډیرو چلینجونو او ننګونو سره مخامخ کیدونکی دي چې موږ به هر یو جلا جلا راوسپړو او د یو حل په یوه لنډه لار به هم رڼا واچوو.

تر ټولو څخه لومړی طالبان په دې ټینګ ولاړ دي چې ناتو، امریکا او ملګري به یې چورلټ له افغانستان څخه وځي. آیا امریکا به دا هېواد پریږدي؟

همدا اوس خبر راځي چې امریکایان به په دوه نظامي اډو کې پاتې کیږي که په دوو هډو کې په پآتې کېدلو ودریږي بیا ونشوه.

که طالبان امریکایانو سره په یو جوړجاړی بریالی شي ډیرې ښې پایلې به ولري. دا به د حل لاره وي که امریکا زموږ خاوره زموږ ګاونډیانو په ضد استعمال نه کړي چې موږ خپلو ګاونډیانو سره جوال کې وانه چوي او په کور دننه مو کورنيو کارونو کې لاسوهنه ونه کړي دا بس دی.

د امریکایانو وتل له افغانستان څخه له افغانستانه وتل نه دي، که له افغانستان څخه وځي مانا دا چې له دې سیمې څخه وځي.

ایا امریکا دې ته حاضره ده یا دې حال ته رسېدلې ده چې دا سیمه پریږدي؟ دا خو محال دی چې امریکا دا سیمه پریږدي خپلو حریفانو ته.

که امریکا چورلټه وځي چین او روسیه بډوهلی ناست دی چې افغانستان ته ننوځي.

درسته ده چې چین او روسیه په پوځي یونیفورم کې په ټانک سواره نه راځي بلکه د دوی په اوږو به بیلچه او کولنګ وي او په تراکتورونو به سپاره راروان وي. ښکاره ده چې دا امریکا نه شي زغملی.

امریکا دلته راغله چې د چینیانو او روسانو مخه ډب کړي. وینه یې ورکړه، لوی اقتصادي زیان یې ومانه اوس به کله دا سیمه پریږدي.

یو روسي فوځي سیاسي شنوونکی دا وړاندوینه کړې ده چې یوه نړیواله سیمه ایزه جګړه به په ګوارد بندر کیږي . دی وایي چې چا چې ګوادر بندر ونیو جنوبي اسیا او مرکزي اسیا یې فتحه کړه. نو امریکا او دا سیمه پرېښودل د عقل څخه بهر خبره ده.

طالبان به څنګه او څه ډول امریکایانو سره جوړ توړ وکړی شي چې همدا یې د حل لاره ده.

دوهمه لویه ننګونه چې طالبان ورسره په راتلونکې کې مخکېدونکي دي هغه د طالبانو اسلامي امارت یا اسلامي شرعي نظام او اسلامي حکومت دی.

د عثماني خلافت له سقوط  څخه راهیسې تر ننه د اسلام دښمنان او ځنې کفري پرمخ تللی قوتونه د اسلامی هېوادو، اسلامي ملتونو او په ټوله کې اسلامي امت په مقابل کې مخامخ توره په لاس ولاړ دي. اسلامی حکومت خو محال دی بلکه دې ته یې هم نه پریږدي چې د ترقۍ او پرمختګ په لور رهي شي.

زموږ ابادي دوی خپله بربادي ګڼي که پرمختللی هېوادونه دا وروسته پاتې هېوادونه خپلواکه پریږدي په څو کلونو کې د غلو دانو، بریښنا او کرهڼه باندې ځان بسیا کوي چې د ګوتو په شمېر په څو کلونو کې دوی سره په قطار کې دریږي.

کفري قوتونه په دې ډیر ښه پوهیږي که چېرې په یو اسلامي هېواد کې رښتینی د قران شریف ارشاداتو او احادیثو په اصولو اسلامي حکومت راشي لکه اور ټولو اسلامي هېوادونو ته رسیږي چې دا به د اسلامي خلافت او د اسلام برلاسيۍ پیل وي. عمري (رض) عدالت ته ټوله اسلامي نړۍ سترګه په لار ده. دې غلام او تالی څټو حکومتونو څخه ټول اسلامي امت تر پزې راغلی دی د اسلام دښمنانو په زړه کې همدا ویره ده چې د سر په سترګو مو ولیدل او ګورو په سنکیانګ کې د یوغور، په روسیه کې د چیچنیا او د مصر سره څه وشول.

په مصر کې رایو ګټلی حکومت یې سقوط کړ. عراق او لیبیا پرمخ تللو هېوادونو په لور روان و.

نو په اوسنی وخت کې چې اسلامي هېوادونه او اسلامي ملتونه د ګڼو بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. په نړۍ کې داسې هېواد نشته چې د طالبانو اسلامی حکومت لاسنیوی وکړي.

نو طالبان به څنګه او څه ډول په دې جنګ ځپلي پرېوتي اقتصاد کې اسلامي حکومت پلی کړی شي.

اوس به د خپلو ګاونډیو هېوادونو په نیت ځان پوه کړو د ټولو په سر کې د طالبانو دوست هېواد پاکستان وغږیږو.

په پاکستان کې د څو کورنیو په لاس کې اقتصاد او همدې څو کورنیو سره سیاسي واک دی او بیا په سر کې عمومي سیاسي واک د پوځ په لاس کې دی. که چیرې په افغانستان کې اسلامي حکومت چې د ترقۍ او پرمختګ په لور تیز روان او عمر (رض) عدالت هم پکې پلی وي د افغانستان څخه په الهام اخستلو ټول پاکستان بیا پاڅیږي چې په دې صورت کې په پاکستان کې د دې درېواړو قوتونو ګتې په خطر کې پریوځي نو پاکستان به کله د طالبانو اسلامي حکومت سپورت کړي.

چین د سنکیانګ د یوغور مسلمانانو له ویرې، روسیه د چیچنیا او مرکزي اسیایي هېوادو له ویرې په خپل ګاونډ کې اسلامي حکومت چیرته ومنلی شي، ایران د خپل غوږ لاندې یو حنفي اسلامي شرعي حکومت به وزغملی شي؟

هندوستان چې افغانستان سره هر راز مرستې کړیدي او لګیا دی کوي یې.

هیڅکله به دی ته تیار نه شي چې په افغانستان کې یو پاکستان پلوی حکومت ته غاړه کیږدي.

هو، نړیوال کفري قوتونه سیاسي کوتکونه هم په لاس کې لري چې ښې بدې ورځې له پاره یې ساتلي دي، د کوم هېواد سیاسي نظام یې چې په طبع برابر نه وي دا سیاسي کوتکونه ورته ونیسي چې دا سیاسي کوتکونه: بشري حقونه، دموکراسي، د ښځو حقوق، جمهوریت او د مېډیا ازادي ده که دا سیاسي کوتکونه کار ونه کړي بیا پابندی ګانې دي.

نو طالباني نظام به د نړیوالو دی قوتونو سره څنګه او څه ډول په ژبه پوه شي؟ چې په ګډه سره په لاره روان شي.

ترانسپورت او میډیا نړۍ ډیره کوچنۍ کړې ده. له بلې خوا نړیوال نظام روان دی نړۍ سره یو کلی ته ورته ده.

طالبان نه شي کولی چې ځانته یوه جلا دنیا جوړه کړي. چارناچار به د نړیوالو سره اوږه په اوږه تګ کوي او دا جغ به په اوږو راکاږي دا هم باید هیره نه کړو چې سولې ته د امریکا نیت هم صاف نه دی چې د دوی په اوړو کې شګه هم شته. امریکا غواړي چه په دې سیمه کې یو څه ټکه ټوکه روانه وي. نو که امریکا وځي او د خبرو د لارې سوله بریالۍ نشي. د طالبانو اخري انتخاب په زور د کابل فتحه ده چې دا به ورسره له یوې خوا امریکا او اروپا او له بلې خوا به ملت ونه زغملی شي.

په پایله کې د حل په لارې زه یوه جمله لیکلی شم چې یو پراخ بنسټه اسلامي ملي حکومت جوړ شي چې ټول ملت پکې برخه واخلي. چې داسې حکومت ته رسېدل مناسبه او تعمیري لار به په خبرو اترو سولې ته رسېدل وي چې هم به ملت ته او هم به نړیوالو ته د منلو وړ وي.

و من الله توفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply