په پاکستان کې واک د چا په لاس کې دی؟

0 844

په پاکستان کې د اپوزيسيون ډلې سره يوځای شوي او ادعا کوي چې لومړی وزير هيڅ واک نه لري او د پوځ په اشارو چليږي. خو له دویچه ویله سره په يوه ځانګړې مرکه کې يوه پاکستاني وزیر په ې اړه سخت غبرګون ښوولی او دا خبره یې رد کړې.

 د پاکستان د ساينس او تکنالوژۍ وزير فواد چوهدري د دويچه ويله له اونیزې خپرونې «کانفلکټ زون» سره د يوې تفصيلي مرکې په ترڅ کې په پاکستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو د وضعيت او د ځايي اوسيدونکو د تښتونې او يا د لادرکه کولو په اړه چې ويل کيږي د دولت حمايت هم ورسره وي، هم خبرې وکړې.

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان پر ضد د اپوزيسيون د مشهورو سياستوالو ائتلاف تور لګوي چې عمران خان د پوځ له خوا بې واکه کړل شوی دی او د نوموړي د استفا غوښتنه کوي چې دا کار پر لومړي وزير د سخت فشار باعث شوی دی. خو د پاکستان د ساينس او تکنالوژۍ وزير فواد چوهدري له دويچه ويلې سره په يوه مرکه کې وويل چې د هغوی دا تور «يوازې يوه غير جدي ادعا ده.»

چوهدرې همداز په پاکستان کې د لا درکه شويو کسانو په اړه وويل چې «د لادرکه کسانو شمير به په شپږو میاشتو کې صفر ته ورسيږي.» نوموړي وويل چې اوس هم دا شمير ډېر کم شوی دی.

هغه وويل: «کله چې په اروپا او امريکا کې ترهګرۍ تر حده ډېره وه نو هغه وخت د دغو هيوادونو حکومتونو هم کلک ګامونه پورته کړل. همدا څه پاکستان هم وکړل.» هغه زياته کړه: «خو اوس په پاکستان کې وضعيت مخ پر عادي کيدو دی. تاسې بايد وپوهيږئ چې په پاکستان کې ډېر خلک په تيرو حکومتونو کې لادرکه شوي دي.»

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش

«د اقتصادي وضعيت تغير»

د پاکستان د اقتصاد د اوسني وضعيت او بيو لوړوالي پر ضد د خلکو د مظاهرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې فواد چوهدري وويل: «لومړي وزير عمران خان وضعيت ته عملاً تغير ورکړی دی.» هغه زياته کړه: «اوسني حکومت ته خراب اقتصادي حالت په ميراث پاتې شوی وو.»

د کرونا وبا په اړه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان پوځ اعلان کړی وو چې په هيواد کې به د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه بندیزونه په خپله سرپرستۍ کې عملي کړي، خو د کرونا پر وخت په دغه هيواد کې «هيڅ بشپړ لاک ډاون» ونه ليدل شو، فواد چوهدري وويل: «د حکومت تګلارې د پوځ له بشپړ ملاتړه برخمنې دي. پريکړې عمران خان کوي او پوځ یې بشپړ ملاتړ کوي.»

د پاکستان سياسي اپوزيسيون له خوا پر حکومت د فساد تورونه هم لګول کيږي. په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ساينس او تکنالوژۍ دغه پاکستاني وزير وويل: «دا ادعاوې يوازې د خپلو سياسي مخالفينو د بدنامولو په موخه تبليغات دي. د پاکستان د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په کچه د فساد يوه ستره افتضاح هم نه ده رامنځته شوې.»

د رسنيو آزادي

کله چې له فواد چوهدري څخه چې په ماضي کې يې په پخپله هم د ژورناليست په توګه کار کړی، وپوښتل شول چې آیا په پاکستان کې رسنۍ آزادی دي؟ هغه وويل: «د پاکستان اطلاع رسونکې سرچينې د نړۍ په هغو تر ټولو آزادو رسنيو کې شميرل کيږي چې تاسې په اړه فکر کولی شئ. زما په آند خو په پاکستان کې رسنۍ د هیڅ ډول محدوديت سره مخ نه دي.»

(دويچه ویله)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply