خليلزاد د ضياء الحق په شان افغان سوله له ځان سره يرغمل کړې

0 1,255

خليلزاد د ضياء الحق په شان افغان سوله له ځان سره يرغمل کړې

نوموړي ته د مشرف غوندې د افغانانو وينه مهمه نه، بلکې خپله ونډه او ډله مهمه ده

زموږ له جهادي پيره تر دې دمه يې خپل ټول ژوند په همدې مؤقتي حکومتونو تېر کړ. د مجاهدينو د وخت له عبوري (مؤقت) راواخله تر ننه کله د ملي يووالي او نن يې د ملي مشارکت او له دې مخکې يې همداسې نورې طرحې راوړې چې يوې يې هم سم د تلپاتې سولې د هېواد درد دوا نه کړ. شريعت ((اسماني اديان)) وبشري قوانين هر څه مؤثق او له دک ودليل سره غواړي نه شفاهي ژمنې. له پاکستان سره ولې شفاهي ژمنې نه کيږي؟

نوټ : نور د تېر په شان د Genie In A Bottle په بوتل کې د پېري بندولو وخت نه دی. د بېګانه وو بېلابېلې طرحې زموږ درد نه دوا کوي. زموږ د ځورونې او تل بېثباتۍ بنسټ پر The water in Afghanistan must boil at the right temperature اېښوول شوی. نوموړی لا تر اوسه د رېګن او ضياءالحق له وخته په همدې ځورونه، بېثباتۍ، تلپاتې راتپل شوې جګړې او افغانوژنه کې لوبيږي. نور نه پېريان په بوتلونو کې او نه لغمان چل چليږي. افغانان تلپاتې ثبات او يوې تلپاتې سولې ته اړتيا لري نه مؤقتي او نيمګړې سولې ته چې له طالبانو سره توافقنامه يې ښکاره بېلګه ده.

درې ټکي :

  • پاکستان تلپاتې بېثباتي غواړي،
  • خليلزاد تل دم غنيمت يا مؤقتي ((نيمګړی)) حل غواړي،
  • افغانستان تلپاتې سوله او تلپاتې ثبات او بيا رغونه غواړي.

ولسمشر غني خو تر اوسه ښکاره پر همدغه ټکي ټينګار لري نور نو والله اعلم بالصواب.

Genie In A Bottle

Genie in a Bottle

Christina Aguilera

Come on, come on

Uh, yeah

Come on, come on, uh

I feel like I’ve been locked up tight

For a century of lonely nights

Waiting for someone to release me

You’re licking’ your lips

And blowing kisses my way

But that don’t mean I’m gonna give it away

Baby, baby, baby (baby, baby, baby)

Oh, oh, oh

My body’s saying’ let’s go

Oh, oh, oh

But my heart is saying’ no

If you wanna be with me

Baby, there’s a price to pay

I’m a genie in a bottle

You gotta rub me the right way

If you wanna be with me

I can make your wish come true

You gotta make a big impression (oh yeah)

Gotta like what you do

I’m a genie in a bottle, baby

Gotta rub me the right way, honey

I’m a genie in a bottle, baby

Come come, come on and let me out

The music’s fading and the lights down low

Just one more dance and…

ښاغلی عبدالباري جهاني پخپله ليکنه ((کرنيل امام هم مړ سو)) داسې وايی :

((زه د يوافغان په صفت د کرنيل امام او حامد کرزي جفاوې له افغان ولس سره ځکه يو ډول ګڼم چې کرنيل امام  زموږ د هېواد دتباهي لپاره عملأ ملا تړلې وه خو کرزی بيا عملاً زموږ دولس په سترګو کې خاورې ورشيندي دده په دوره کې په زرګونو افغانانوژوند، عزت او دارايي له لاسه ورکړه)).

نوشين اربابزاده د خپلې ليکنې په پای کې داسې وايی :

له مخکې نه د کرزي د بخت وړاندېينه يې په ګټه وه،

بالاخره په بوتل کې جني (پېری) نه يوازې د هغه په کيسه کې، بلکې په بُن کې راښکاره شو. خليلزاد چې د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړی استازی وو کرزي ته درې هيلې ورکړې :

  • قصر ”ارګ“ راته جوړ کړه،
  • ملګري مې وزيران کړه،
  • باچا (واکمن) مې کړه.

خليلزاد ورته وويل :

بس وشوه، وشوه، وشوه يا په بله مانا پوره، پوره، پوره شوې يا په ډانګ پېيلې توګه درمې کړل، درمې کړل، درمې کړل. ”ابرکادابرا“.

د بغداد له تلو مخکې يې دا وويل ((ابرکادابرا)).

له بغداده زنګ راغی او زه بايد همدا اوس ولاړ شم.

ښه شپه – شيرزاده.

د بيا ليدو په هيله (که ژوندي وو).

Karzai’s three wishes | Opinion | The Guardian (theguardian.com)

تېر زاړه يادونه :

تېر ته په کتو زموږ له جهادي پيره چې د ارواښاد مولوي خالص په مشرۍ يې ټول له ګرد سره له رېګن سره مخ کړل او له هغې راوروسته چې روسانو له مجاهدينو سره د مخامخ خبرو وړانديز وکړ او دغه وړانديز هغه وخت د ضياءالحق په لمسون د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له لورې رد شو چې زموږ ځينو نورو جهادي مشران ورسره همغاړي او همنظره نه ول، خو ښاغلي حکمتيار څه له خپلې سرزورۍ او څه د ضياءالحق په لمسون او هڅونه يو مخيز چورلټ رد او د مخامخ خبرو شتون له مينځه يووړ چې پر سبا يې بيا هماغه جونېجو زموږ استازولي هر چېرې کوله او له هماغه ورځې له موږ څخه زموږ سياسي خپلواک او واک له لاسه کړ او تر ننه لا له نورو سره د ښاغلي خليلزاد په شمول يرغمل شوی او همداسې زموږ د سولې او ثبات واک هم د نورو په واک واختيار کې دی چې ښاغلی خليلزاد هم پکې رغنده ونډه لري.

که لږ يې په روښانه ټکو ووايو د هر چا تقدير د الله تعالی په واک واختيار کې دی، خو زموږ دغه مجازي واک واختيار بيا د پنجاب او هم د خليلزاد په واک واختيار کې دی او د همدې لپاره يې د حکومت په شمول ټول له حکومته بهر سياسي مخالفين او هم طالبان په داسې خامه او وخيمه لومه تړلي چې د چا خبره :

د موزيګي شکېدليه کټه

چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه

تېر ته په کتو د محمود مستيري او د بين سېوان له طرحو او پلانونو راواخله تر بُن پورې او ان موږ مجاهدينو ته د نجيب الله د وخت د سولې د وړانديزونو پورې د ګاونډيو د پټو او بربنډو لاسوهنو او سبوتاژولو کې د هېواد د يو بومي په توګه خپله ايمان، اخلاقي او انساني دنده او رسالت په درسته توګه نه دی تر سره کړی کنه نوموړي کولی شول چې د ضياءالحق د هماغه وخت له روسانو سره د مخامخ وړانديز محور يې د مجاهدينو او د افغان ولس په ګټه څرخولی وای لکه څنګه چې په بُن کې يې د يو نيمه سبوتاژ رول ولوبولو او د ارواښاد پخواني پاچا مخالفت يې وکړ او خپله ګروپ پخوانی ولسمشر کرزی يې رامخته کړ او هغه يې محضې د ((ملت بابا)) په نوم تېر ايستلو او هغه غونډه يې هم د خپل شخصي لالچ او سليقوي بڼه ولوبوله چې په پايله کې حزب اسلامي + طالبانو او داسې نور له واکه بهر پاتې شول لکه څنګه چې په تېر جهادي پير کې د بين سېوان طرحه سبوتاژ شوه او هلته هم ښاغلی حکمتيار سره له هغه وېشه چې خپله پاکستان کړی وو چې رياست به د مرحوم استاذ رباني او دفاع وزارت به د مسعود او صدارت به د حکمتيار وي، خو حکمتيار ته چا تر ننه د واک واګې په لاس کې ورنه کړې چې په هغې خو ټول سره ښه پوهېږو چې د استعمار هماغه ((ناعادلانه يا ناسم وېش)) له مخې حکمتيار د حميدګل او د قاضي حسين احمد له شتون سره سره چا کابل ته پرې نه ښووه. اوس خو هغوی دواړه مړه دي او حکمتيار ژوندی دی چې دا ګيله خو يې بايد له دواړو په ژوند کې کړی وای چې وېش مو راته وکړ، خو سر ته مو ونه رساوه.

تېرو او اوسنۍ مخينې ته په کتو ښاغلی خليلزاد په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی او لټونکی دی او نه په دې خوښ دی چې افغانان دې د تلپاتې سولې څښتنان شي، نو يوازېنی دغه ټکی د ښاغلي غني او د ده ترمينځ او ان د فرېډريک له وخته راپاتې او پروت دی. افغانان له خليلزاده د يو بومي په توګه غواړي چې نور له رب العالمينه وويريږي او د خپل ضمير ووجدان له مخې نور پرېږدي چې افغانان نور پخپل هېواد کې د يوې تلپاتې سولې او تلپاتې ثبات او پرمختګ څښتنان شي. دا نو اوس د ښاغلي خليلزاد پورې اړه لري چې نور د خپل افغان ولس د دې څلورو لسيزو له کړونې لاس اخلي او که نه؟ او که د تل لپاره به همداسې نېمګړې سوله، تلپاتې جګړه او کاواکه حکومتونه د ځان او نورو د ګټو لپاره غواړي او رامينځته کوي. هغه څه چې خاموش ولس يې غواړي هغه تلپاتې اوربند، تلپاتې سوله او تلپاتې ثبات او رغنده پرمختګ او بيا رغونه ده.

تېر ته په کتو :

باجوه له خليلزاد غوښتي وو چې هند وهڅوي چې طالبان په رسميت وپېژني، نو ځکه خليلزاد د هند له سفر وروسته رسنيو ته ويلي وو : ((هند دې خپلې اندېښنې له طالبانو سره مخامخ شريکې کړي))، نو دا د هماغه زړې تګلارې ښکارندويي کوي چې مشرف يې مخکې هڅه کړې وه.

تاسې ګورئ چې دا تور کونی مشرف څومره هوښيار وچالاک دی چې له يو لورې ځان سپين باز ښيي او له بل لورې بيا نړيوال پړه بولي چې د دوی حکومت يې په رسميت ونه پېژنده. ان تر دې چې له ښاغلي کلينټن، پاچا عبدالله بن عبدالعزيز او شيخ زايد سلطان بن النهيان څخه يې غوښتي وو چې طالبان په رسميت وپېژني، خو پاچا عبدالله تر ټولو زياته پرې نيوکه کوله او ملا محمدعمر يې دروغژن بللو او مشرف ته يې په زغرده ويلي وو : ((له دروغژن سره نه يوځای کېږم)) او ويلي وو : ((دروغژن مې نه خوښيږي)).

Virtually the entire world had made the mistake of not recognising the Taliban regime and establishing embassies in Kabul. I had propounded a different approach, asking several important world leaders to recognise the Taliban so that we could put collective pressure on them to change. If seventy or eighty countries had established embassies in Kabul, we might have been able to exert some influence on them. I said so to President Bill Clinton, and to then Crown Prince (now King) Abdullah bin Abdul Aziz al Saud of Saudi Arabia, and to Sheikh Zayed bin Sultan Al Nahyan of the UAE. Crown Prince Abdullah was most critical of Mullah Omar and called a liar. “I can never join a liar,” he said to me. “I hate liars.

دا چې ښاغلي خليلزاد يو دېپلومات پېری يعنې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په بُن کې له بوتله خوشې کړ او هلته يې کوز يې بيا هغه بل بېسواده پېری يعنې ملا محمد عمر د پنجابي جنرالانو په مټ د سينما د تورې پردې په بڼه د علماو د شوری په پلمه په داسې چل ول وحکمت له بوتله راويسته او هلته يې په کندهار کې خوشې کړ چې نه په مرګ چا وليد او نه په ژوند، خو تنها پنجابي جنرالانو کتلی شو لکه چې مشرف ورته اشاره کړې ده :

We invited Mullah Omar to Pakistan a number of times after he gained power, but he always refused, citing wartime conditions in his country. We also offered to send him for umra, the small pilgrimage to Mecca, but he parried this offer too. He always met delegations from our intelligence agency but never allowed any of his field commanders to interact with us; he said they were continuously involved in operations. Thus, our relations with the Taliban were never smooth; in fact, they were quite uncomfortable.

مشرف وايی چې ملا صاحب به زموږ د استخباراتو له استازو (هيئتونو) سره کتل، خو خپل قوماندانان يې ځانته نه پرېښوول چې له هغه سره وګوري. دا به د ښاغلي اميرخان متقي لپاره ښه لاسوند وي چې ويلي دي : ((په موږ دې څوک دا ثابته کړي چې موږ له استخباراتو سره اړيکي لرو)). له دې جوتيږي چې مشر ملا صاحب د استخباراتو په ولکه کې وو او چا ته يې د ليدو لپاره نه پرېښووه.

جنرل اور معصوم مُلا

خواجه ضياء الدين بټ

((ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ)).

“Mullah Omar said,” Look, these Americans call me Tourist, I told him that you do not call Tourist, it is a very dangerous thing. ” See Mullah Omar was so straightforward man that he did not even know that difference.

ملا عمر وويل ، وګورئ چې ((امريکايان ما ته سيلاني وايی)).  ما ورته وويل چې ((هغوی تاسې ته سيلاني نه، بلکې تروريست (ترهګر) وايی)) چې ډېر يو خطرناک شی دی. وګورئ چې هغه دومره يو ساده سړی وو چې د سيلاني و ترهګر توپير يې نه شو کولی.

داسې څوک نشته چې له نوموړي وپوښتي چې تاسې ملا عبدالغني برادر له پاکستانه د کومو ژمنو پر بنسټ راخوشې کړی؟ دا خو موږ ساده ګان يو چې وړمه ورځ ښاغلي صالح هم منښته وکړه چې :

((امريکايی پلاوی موږ ته راغی او قسمونه يې خوړل چې که تاسې دغه ۵۰۰۰ طالب بنديان ورخوشې کړئ، تاوتريخوالی به پای ومومي. موږ په لوړترينه کچه ورته وويل چې زموږ اطلاعات بيا بل څه ښيي او که دا کار وکړو (بنديان خوشي کړو) تاوتريخوالی به اوج ته ورسيږي. تاوتريخوالی اوج ته ورسېد)).

تېر ته په کتو هغه ډول چې مخکې مشرف غاړې ته اچولی وو او د طالبانو په رسميت پېژندلو لپاره يې له ښاغلي کلينټن راواخله تر پاچاعبدالعزيز او شيخ زايد سلطان بن النهيان غوښته کړې وه چې طالبان په رسميت وپېژني، خو نن باجوه هماغه د مشرف دنده د خليلزاد غاړې ته اچولې وه او نن لګيا دی ډول يې غاړې ته اچولی او طالبان يې په دوحه کې د نازنينې ناوې په شان کښېنولي او مفتې په زرهاو ډالرې او ريالونه يې ورته په واک کې ورکړي او هم يې د هېواد دننه او بهر بيرته طالبان رامنسجم کړل لکه مشرف چې دلته د برتانيان له ګارډين ورځپانې سره د کرزي د وخت خبره کړې ده.

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

پوښتنه دا ده چې له ګوانتنامو نه بندي طالبان څنګه راخلاص چې لا تر اوسه نيمه بنديان دي په کوټه، کراچۍ وپېښور او د پاکستان په نورو برخو کې چا سره رامنسجم کړل او د چا په ډاډ تر سره کيږي؟ پوښتنه دا ده چې ايا ملا عبدالغني برادر خپله په حکومت کولو ارزي؟

پوښتنه دا ده چې د ښاغلي خليلزاد پر افغانانو او افغان ولس تلپاتې سوله او تلپاتې ثبات او بيا رغونه وپرمختګ لوريږي او که بيا يې يوځلې د تېر په شان په شفاهي ژمنو د مجاهدينو د وخت حالاتو ته وړي. نوموړی بايد نور هسې هوايي ژبنۍ ژمنې ونه کړي او ليکلی تضمين ورکړي. يو څوک چې پاکستان ته تضمين ورکولی شي ولې خپل بومي ولس ته نه؟

افغانان له مؤقت (عبوري) حکومتونو ښه خاطره نه لري، نه پوهېږم چې ښاغلی خليلزاد ولې هماغه د پنجاب زړه ترانه د پخوا په شان زمزمه کوي؟ له ارواښاد صبغت الله مجددي راواخله تر ننه هېڅوک د پنجاب له زړو فرمايشونو خوښ نه دي او ښاغلی خليلزاد نور واقعيتونه درک کړي چې مؤقت حکومت هسې په شفاهي يا ژبنيو ژمنو څوک نه مني. بس دی چې ډېرې ژمنې له طالبانو سره هم هسې هوآيي ژبنۍ ژمنې شوي، خو د کاغذ پر مخ څه ثبوت نشته، نو ځکه خو درېواړه يعنې امريکا، پاکستان وطالبان يو بل ته هسې ژمن پاتې نه شول لکه هومره چې سره ژمنې يې کړې وې.

په درنښت

سيد حسين پاچا

نوټ : ما په پېښور کې د تفاهم شوری لپاره له تأسيس مخکې هم د ارواښاد وليخان کړوخېل لپاره د وفا د پرېمانو کارونو او بوختياو سره سره شپږ کاله د ۱۹۹۲ له فبرېورۍ څخه د ۱۹۹۸ ز کال د اکتوبر تر پايه وړيا خدمت کړی چې ښاغلی محمد حکيم اريوبي يې شاهد دی. ټولې اعلاميې او اداري کارونه مې ورته هملته سرته رسول.

Rohi.AF :: سرچينې: خليلزاد له طالبانو سره د يو ګډ حکومت طرحه راوړې

President Reagan’s Remarks After a Meeting With Afghan Resistance Leaders on November 12, 1987 – YouTube

Remarks Following a Meeting With Afghan Resistance Leaders and Members of Congress | Ronald Reagan (reaganlibrary.gov)

Khalis, not Haqqani, was photographed with Reagan (thenews.com.pk)

Hekmatyar’s never-ending Afghan war | Asia News | Al Jazeera

George W. Bush’s top envoy on how close the US came to success in Afghanistan (nypost.com)

Updating U.S. Strategy for Helping Afghan Freedom Fighters | The Heritage Foundation

American Viceroy | The New Yorker

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply