اعتراض

 اخترمحمد یوسفی

0 795

https://dawatmedia24.com/%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%85%d9%88%d9%86%d9%87/129868/

ګران ورور بزګر صاحب او د دعوت د نشراتی ټیم د پاک قلم محترمو وطندارانو!

د پورتنی نشر شوی لیکنی په هکله ستاسو پام و یوی ډیری مهمی ملی نشراتی پالیسی ټکی ته اړوم، زموږ ډیری هیواد وال ستاسوغوندی د یوی ملی نشریه څخه دا هیله نه درلوده او په راتلونکی کښی هم دا توقع نه لری، چی تاسی خپل نشرات لکه د افغان-جرمن او آریانا افغانستان آنلاین نشراتو په ډول د مأویستی او نورو لیونیانود ښکنځلو د نشرولو میدان وګرځوی. د نشراتو آزادی دا معنی نه لری چی د  اشخاصو د خصومت تهمتونه نشر شی.

 د ښځو د نړیواله ورځ یوه نیکه او مبارکه ورځ ده، کوم چی د ټولو مبارزو ښځو ملاتړ وشی،  د ښځو نړیوال ورځ د مبارزو ښځو دپاره د ساینی ورځ ده، چی د مبارزو ښځو لکه د امریکا د تور پوستو ملی انقلابی مبارزه میرمن انجیلا دیویس ستاینی وشی، د میوند د ملالی د شهادت ستاینه وشی، د افغان ملی اردو او ملی پولیسو په لیکو د ښځو ستاینه وشی، د ننګرهار د ځوانو  د ژورنالیستانو ښځو د قاتلانو غندنه وشی. 

د ښځو د نړیواله ورځ ددی لپاره نه دی چی د ملالی نظام د افغانستان دیوی لوی قاقبر لور د عقدو او تهمتونو څخه ډک ایدیولوژیکی خصومتونه او د ښکنځلو لیکنی خپر شی.

ملالی موسی نظام په امریکا بیغمه ناسته د افغانستان د موسی خان کندهاری لور او د نظام بای میرمن ده، چی خپل ټول وخت په هغو لیکنو باندی تیروی چی و نورو ته د ښکنځلو او درواغو ګدام دی، چی لکه د خپل پلار د تجارت د یخویو د فابریکی د دوکان دروازه یی خلاصه کړیده. ګران افغانستان ملی مبارزینو نه دی وران کړی، بلکی  دغسی د عقدو څخه ډکو شیطانانو وران کړیدی. وطنفروشو د افغانستان د هیواد یی و دښمنانو ته سپرلی دی، دوی بلا وهلی دی هیواد په ګټه پخپله ښه کار نه کوی، بیغمه ناست دی فقط، تهمت او ښکنځل لیکی اوبس.

ملی مبارزه میرمن ډاکټر اناهیتا راتبزاد خپل ټول عمر یی د ښځو د حقوقو د لاس ته راوستلو لپاره په مبارزه تیره کړی وه، هغه اوس مړه ده. ملالی موسی نظام  چی ده او د ده نور د قلاشو بازانو د ډلو کوربوالان ویلای شی چی د هیواد د ښځو لپاره څه کږیدث او اوس څه کوی.  ملالی نظام د راتبزاد و بوټو ته هم نرسیږی.

 د خود غرضو د توهین او درواغو څخه ډک لیکنی او چټیات مه نشر وی. ستاسو نشرات باید د افغان بیچاره اولس لپاره د ملی پوهیاوی د نشراتو په لړ کښی هینداره وی ښه خبره ده. هیله لرم چی زما دغه اصلاحی اعتراض می په ورین یی ومنی.

مننه

www.dawatmedia24.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply