د بلوچستان د اشغال ۷۳م کال د مارچ ۲۷ توره ورځ

0 1,072

د ۱۹۴۸م کال د مارچ په ۲۶ نېټه د نوي تاسیس شوي هیواد پاکستان پوځونو، د انګلیسي جنرالانو په لارښونه د بلوچستان د کیچ او پنجګور ساحلي سیمو ته لشکرکشي وکړه، په هماغه شپه یې د بلوچ ملت پر وړاندې خونړۍ جګړې ته دوام ورکړ، تر لمر راختو یې د بلوچستان وچې دښتې د نه تسلیمېدونکو بلوچانو په وینو خړوب کړې، د مسلسل پوځي برید په پایله کې د مارچ په ۲۷ نېټه د بلوچستان، پلازمېنه کلات د پاکستان یرغلګر پوځ ونیو او په همدې توګه د بلوچستان اشغال د پاکستان لخوا پیل شو.

د بلوچستان او نړۍ په کچه ټول بلوچان د مارچ ۲۷، د تورې ورځې په نوم پېژني او هر کال یې د پراخو راټولېدنو ترڅ کې غندي.

د بلوچستان د اشغال ۷۳ کاله وشول؛ خو لا هم بلوچان د پاکستان ارادې ته غاړه نه ږدي او د ازادي جنګ ته یې دوام ورکړی.

د ۱۹۴۸ د مارچ له ۲۷ تر نن سلګونه زره بلوچان د پاکستان پوځ وژلي او لا هم د بلوچانو نسل وژنه دوام لري.

میلیونونه بلوچان کډوالي ته اړ شوي او تر ۲۰۰۰۰۰ زرو زیات بلوچان جبري کډوالي او د وطن پرېښودو ته اړ شوي.

د پاکستان اشغالګر رژیم لا هم د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف د بلوچستان اشغال ته دوام ورکړی؛ مګر د بلوچ ملت اراده ماته نه ده؛ بلکې لا غښتلې کېږي، د بلوچانو د ازادي جنګ به د بلوچستان تر استقلال د پاکستان او ایران پر وړاندې دوام لري.

جلال بلوچ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply