په خوست ولايت کې دولتي ملکيتونه چا غصب کړي؟

هلمند پردېس

0 1,264
په خوست ولايت کې دولتي ملکيتونه چا غصب کړي،او اوس ولې هغه قانوني ملکيتونه نشته، چې بايد قانوني توضیح او حقدارو ته ورکړل شوی وای؟
خوست ولايت کې هم لکه د افغانستان په نورو ولايتونو کې دولتي ملکيتونه چور او غصب شوي، دا ټول دولتي ملکيتونه د وخت د ولايت د مفسدو چارواکو، وکيلانو، رييسانو او حتا عادي مدني فعالان هم په کې ښکېل دي، زه به يې څو بېلګې دلته لاندې ذکر کړم.
اول: داسې هم شوي دي،چې د خوست ولایت والي ته د بل ولايت والي د ملګري په شکل  زنګ وهلی، ورته ويلي يې دي،چې زه خوست کې کور نلرم، ملګريا ته يې ما ته خوست کې نمره راکړه، زه به يې تاته ننګرهار کې درکړم.
دوهم: جناب وکیل صاحب هم د ښاروال په مرسته اوږد مهاله غيرې قانونې قرارداد په توګه ډېره ځمکه چې هغې سره څنګ کې (دولتي ټپرۍ چې د اوسنيو وکيلانو او والي صاحب په زور اوسنۍ ښاروال استعفا ته مجبور شوو) هم راځي شاملې دي.
دریم: د وخت د زورواکو لخوا د مفسدو چارواکو په ملاتړ؛ چې چارواکو په کې نغدي رقم اخيستي، او زورواکي په کې يا تاج محل جوړ کړی، يايې دستي خرڅ کړی دي.
څلورم: خوست کې يوه ډله مافيا شکله تجارانو هم د وکيلانو په پيژندګلوۍ او د وخت د ولايت د رهبري او مسؤلو چارواکو  په ملاتړ سره په مرکزي ښار کې په عادي نرخ سره ځمکه تر لاسه کړي او د بل خوستوال حق يې خوړلی دی.
پېنځم: دولتي ملکيتونه په غير قانوني ډول په غيرو مستحقو کسانو د نغدي رقم په  توګه ويشل شوي دي، او قانون تر پښو لاندې شوی دي.
شپږم: د دې په خاطر چې په سوشل مېډيا کې د جناب وکیل صاحب، چاروکي او رييس صيب صفت وکړي، حتا مدني فعال ته هم په ناچيز نرخ  ټپرۍ او يا نمره ورکړل شوي ده.
اوم: د راډيو او تلويزنونو خبريالانو او رييسانو يې هم د ولايت د رهبرۍ په ملاتړ غير قانوني دولتي ملکيتونه لکه نمرې او ځمکې تر لاسه کړي دي.
اتم: مافيا ډوله قومي مشرانو،تنطمي قومندانانو  هم د وخت له رهبرۍ سره د ځمکې او نمرو غصب کړی دی
نهم: د دولتي ادارو ډېريو رييسانو  نمرې او ځمکې د ښاروال،والي او مسؤلو چارواکو په ملاتړ په غير قانوني ډول نيولي او خرڅې کړي دي.
لسم: د دې په خاطر چې معلمانو ته په قانوني ډول نمرې وويشل شي، يوه دوره يې ورته ويشلي، نوره قصداً د معارف رياست او ولايت د رهبرۍ لخوا په غيرې قانوني ډول ځنډول شوي، چې بيا وروسته د غاصبينو سره د يوه نغدي جوړ جاړي په ترڅ کې هغوي ته ورکړل شوي، او غصب شوي دي.
نو نن نتيجه دا شوه، چې خوست کې دولتي ملکيتونه په قانوني ډول د حقدارو لپاره بسنه نه کوي، او خصوصآ د پوهنې بهير يې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی، چې (نن سبا خوست کې لسګونه مکاتب د خوست مرکز په شمول، په صبريو، عليشېر، تريزي، باک، ځاځي ميدان، سپيره، دوه منده ، نادرشاکوټ، اسمعيل خيل و مندوزي ولسواليو کې د اعتراض په شکل تړل شوي، چې تر سلګونه زره زده کوونکي او تر زرګونو ښوونکي له د پوهنې د ستونزو سره مخ او د معارف رياست او ولايت رهبرۍ لخوا د منفکۍ ګواښونه هم ورته کيږي) کچېرې ټول دولتي ملکيتونه په قانوني ډول اصلي حقدارو ته ورکړل شوي وای، نو نن به خوست کې هېڅ رنګه ستونزې نه وای، خو هيره دې نه وي، چې په دغه چور کې د کابل لوړپوړي بړيڅي هم ښکېل او خپلې برخې په کې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply