د پاکستان استخبارات بیا غواړي، چې

هلمند پردېس

1,492

د پاکستان استخبارات بیا غواړي، چې د شهید ډاکتر نجیب الله لوبه

پر اشرف غني تکرار کړي

د ولسمشر غني په اړه نن د طالبانو ویاند سهیل شاهین خبرې  د پاکستان د استخباراتو (اى، اېس،اى) پخواني رئیس اسد دوراني څرګندونې ته ورته او کټ مټ لکه د پنچاب ارمان چې وي،او همدارنګه لکه د پخواني تاریخي او تکراري لوبې په شان؛ (سولې ته د رسېدو لپاره دې اشرف غني واک پريږدي،هغه وايي،موږ په افغانستان کې د قدرت انحصار نه منو،تر څو چې اشرف غني له واکه ليرې او يو نوی حکومت نه وي رامنځته شوی،سولې ته رسيدلي ناممکن دي)د شاهین له خولې په رسنیو کې نشر کړې.

د ولسمشر غني په اړه ځينې خلکو شکونه کول او بد ګومانونه يې لرل:
مګر استخباراتي تيوري بيا بل څه وايي:ريښتني وفادار ښايي، شخص ته وفادار نه وي،يو حرکت ته وي،يوې کودتا ته وي،يا دا کار د خپل هېواد لپاره کوي. (اسد دورانى)
د ولسمشر غني په اړه د پاکستان د استخباراتي ادرې (ISI) پخوانۍ رييس اسد دوراني؛د هند د استخباراتي ادارې ( RAW) پخواني رييس اى،اېس دولت سره( د جاسوسۍ پېښلړ او د سولې وهم ) نومي کتاب کې ډېرې توندې نيوکې کړى دي،له دې څخه معلوميږي،چې ولسمشر غني ډېر سم روان دى،او جالبه دا ده،چې هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه ډېره خوښي څرګنده کړى ده،او هغه يې ډېر سم ولسمشر بللى دی.
غواړم د بیلګې په توګه تاسو د اسد دوراني هغه نظریات چې ده په خپل کتاب کې اظهار کړي دي، په لنډه توګه شماره وار درسره شریک کړم .
اول:

«اسد دورانى:زه پر رياليستيک او پراګماتيک ليدلورى باور لرم. يوازې له دوو مواردو پرته،چې يو يې په امرتسر کې و. داسې نه ده،چې پر پاکستان دې پخوا نيوکې شوى نه وي،بلکې د ټولو نورمونو خلاف رټل شوى. پاکستان ممکن له ځان سره ويلي چې له د ډول چلند څخه ځوريږي.
دا کار يو ځل د هند په خاوره کې چې د سوېلي اسیا مېلمه پال بلل کېږي وشو.مودي او اشرف غني ((کوم چې زه يې افغان نه بولم)) ډېپلوماتيک نورمونه تر پښو لاندې کړل.»
پاکستان په ټول قوت سره د استخباراتي تبلیغاتي چینلونو له لارې د غني د افغانیت او مسلمان بودن لپاره رنګا رنګ جعلي فتوې جوړې او د پروپاګندې په شکل خپرې کړي، خو لږ وروسته دغه چال کې  ناکام شوي دي، خو دوی ستړي شوی نه دي.
دووهم:
«اى، اېس دولت له اسد دوراني پوښتنه کوي،چې؛ ولې اشرف غني ناڅاپي د پاکستان ضد شوو؟
د دوراني ځواب:هغه هر وخت د پاکستان ضد و،د هغه ستونزه دا ده چې وارد شوى او تحميل شوى ولسمشر دى،او شاوخوا يې هغه ځوانان راټول دي،چې په لوېديځ کې يې زده کړې کړې دي.»
پاکستان تل د افغانستان د پرمختګ څخه په ویره کې دی ،نو ځکه داسې په سپین سترګۍ سره په افغانستان کې خلک په جلا،جلا کتګوریو ویشي،او په دې سره غواړي،هغه کسان کوم چې د وطن د پرمختګ لپاره کار کوي، په یوه تهمت تورن کړي،او د پرمختګ مخه یې ډب کړي،او د ولس تر منځ یې منځوي کړي،چې دا یوه استخباراتي تبلیغاتي تیوري ده ،که څه هم په پاکستان ټول کادرونه د لودیځو هیوادونو ماسټرې او دوکتورې لري، او د پاکستان لپاره هر برخه کې  کار کوي.
دريم:
«د دوراني له خولې؛اشرف غني د کرزي په پرتله د پاکستان لپاره ډېر ګواښمن دى،لږ تر لږه کرزى چې زه ورته درناوى لرم،په ځمکه د پښو ځاى درلود او په دې پوهيدلو چې دا لوبې څنګه ولوبوي.»
د کرزي او غني تر منځ پرتلنه کې هم اسد دوراني سخته استخباراتي نکته چیني کړي ده، او په ډیر مهارت سره یې کرزی پورته او غني لاندې کړی دی،دا ځکه چې دوی کرزی په لسګونه ځله تیر ایستلی او دوکه کړی دی، مګر غني دوی بیا په اول وار ترسخت سیاسي ګوزار لاندې ونیول ،او دوی ته یې سور خط کش کړو، اودا یې په زغرده ورته وويل،چې زه کرزی نه یم، چې ځم او راځم به.
څلورم :
«دوراني؛ اشرف غني د افغانستان لپاره شرم دى، دا ستونزمنه ده، چې هغه د دې پاکستان ملګرى وبلل شي، شپږ مياشتې ورورسته هغه موږ ته وویل چې تاسې خپل رول نه دى لوبولى. (ما سياسي قرباني ورکړه،او پاکستان ته په داسې حال کې درغلم، چې په افغانستان کې تاسې ښه نوم نلرئ.) شپږ مياشتې!»

دغه بحث کې په روښانه توګه دوراني په خپله اعتراف کړی دی، چې زموږ لپاره د غني سره خط کش کول د زهرو د پیالې غړپ وو، چې موږ یې لا هم تسمم کړ یو.
پينځم :
«دا چې اشرف غني داسې انګېرله چې پاکستان ته به خپل يوه سفر په سیمه کې په خپله خوښه بدلون راولي، په ټوله کې دا انګېرنه سمه نه وه. موږ اشرف غني ته په ښه سترګه د کتلو هېڅ دليل نلرو.»
پاکستان تل غوښتلی دي، چې د افغانستان حکمان باید د پاکستان په خوښه حکمراني وکړي،او د ښو سترګو کتلو دلیل  باید د دوی تابع  بودن وي مګر محمد اشرفغني دوی دې ځل د یوه قوي سیال په توګه ننګولي دي، چې راځئ، که ورور کوئ، نو سمه وروري به وي،او که دوښمني، نو دوښمني به کوو.
پاکستان نن سبا په ډیرې سپین سترګۍ سره د تبلیغاتي جګړې تر څنګ  لکه  د تیر( شهید ډاکتر نجیب الله حکومتدارۍ  په شان) یو ځل بیا د  افغانانو په برخلیک ملنډې وهلو ته بډې راغښتلي،او د جګړې میدان ته یې رادانګلي دي.
که څه هم محمد اشرف غني نه شهید ډاکتر نجیب الله دی،چې د پاکستان په خوله او نیت به داسې په اسانه باور کوي،او نه هم  ملا محمد عمر دی، چې پاکستان به یې امارت پر امریکایانو ورخرڅ او تباه کړي،او نه  کوم عادي سیاسي کس دی، چې و به ډار شي، او د لږ مقاومت وروسته به وطن پنچابیانو ته پریږدي.
مګر اوس ټولو افغانانو ته په کار ده،چې خپلو د ملي ګټو،ملي ځواکونو ، ملي  بنسټونو،او خپل ملي بيرغ څخه د سر او مال په بيه دفاع وکړي،ځکه چې دا يو فرصت دی،او فرصتونه په ننګونو ګټل کیږي،او هر وخت دا فرصتونه بيا نه وي،چې سړی د خپل برخليک بيا په خپله وټاکي،نو اوس بايد چې څه مو په توان کې وي،بايد د وطن او خپلو ملي ګټو لپاره ترې کار واخلو .

(کتاب:د جاسوسۍ پېښلړ RAW، ISI، او د سولې وهم،ليکوالان:اى،اېس،دولت، اسد دورانى،او ادېتيا سېنها،ژباړه:د اکسوس د ژباړې بورډ،مخونه:۱۲۳،۲۸۹،۲۹۰،۲۹۲)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.