نړول مو زده دي خو د رغولو وړتیا نلرو

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

759

د مارکسيزم د نظريې پلويانو يا هم په بله اصطلاح د خلق ديموکراتيک ګوند سرکښانو د خپل ملت په ديني، دوديزو، کلتوري او عنعنوي ځانګړتیاو باندي له ځان پوهولو او د همدغې اجنبي تئوري په نيمګړتيا او جانبي منفي اړخونو په هکله د دقيقې محاسبې او مطالعې له درلودلو پرته دغه پردئ تئوري راوړه او په خپل ولس باندي يې په خورا احمقانه توګه د ډنډې په زور د عملي کولو سرټمبه توب ته ملا وتړله.  د هيواد له اطرافو او اکنافو څخه د ولس د مختلفو اقشارو او پرګنو طبعي غبرګونونه يې د بغاوت، تمرد، انقلاب ضد، کارګرانو ضد، توره ارتجاع او د امپرياليزم لخوا د مهندسې شويو دسيسو د عملي کولو په تور د ځپلو هڅې وکړي.

هغه مهال چې د خلق دموکراتيک ګوند په وړاندې ولسي پاڅون نه وه پيل شوى او شورويانو يرغل نه وه کړى، په لسګونو زره خلک يې ونيول. د هر ډول قانوني عدلي او قضایي پروسيجر له پلى کولو، انساني کرامت، افغاني حرمت او ارزښتونو ته له پام پرته د هيواد په مختلفو برخو کې د پليګونونو په نوم ځايونو کې يې کندې ورته وايستې او ژوندي افغانان يې د بلدوزرونو په واسطه تر خاورو لاندې کړل. په هيواد باندي د شوروي ځواکونو يرغل د عمومي بغاوت او سرتاسري جګړو د پيل لامل شو، خو زمونږ خپل خلقيان يې په پليګونونو کې د خپلو خلکو د ژوندي خښولو له وحشت څخه منعه کړل. پنځه مليونه افغانان يې کډه کولو ته اړ ايستل . له دوه مليونه زيات افغانان شهيدان شول او مونږ يې ننداره کوله!

يو بل بدلون راغى، يوه بله دوره پيل شوه، د يو بل اوښتون شاهدان شوو،  يوې بلې ډلې،  يو بل نوم، بل بيرغ او بل شعار دغه هيواد ته  راوړ. دغه ډله “مجاهدين” نوميده، د اسلامي انقلاب، اسلامي نظام له شعار  تور سپين او شين بيرغ سره کابل ته راننوتل. ولس ورته ښه راغلاست ووايه او د سولې امن سوکالي او ابادي پريښتې يې وګڼلې. ملت جنګي دوره ختمه وګڼله. دغه ډله هم د پخوانیو غوندي د سياست په پيچلتياو او کږليچونو نه پوهيدل، جګړه يې زده وه خو د مديريت تجربه يې نه درلوده. اکثريت يې د واک جنون په سر اخيستى وو. مونږ فکر کاوه چې  د اسلامي نظام له اړتیاو سره سم بدلون به راوړي او عمري عدالت به تأمين او د دوه مليونه شهيدانو وينه به رنګ راوړي، خو زمونږ د هيلو غوټئ مړاوې شوې او اميدونه مو په سيند کې لاهو شوو.

غرب د شوروي ماتيدل د سړې جګړې پاى وبلل او افغانستان چې په سړه جګړه کې يې محوري رول درلود شا وکرزوله. ځينو جهادي مشرانو خپل ديني دنده سرته رسولي وګڼله، په کور کيناستل او ځينو نورو د واک په سر په کورنى جګړه کې دومره ښکيل شول چې کابل ونړيده، شپيته زره کابليان ووژل شول، ملي او شخصي شتمنۍ چور شوې، جهاد بدنامه شو، بنسټونه ونړيدل، کابل کنډواله او افغانستان د ملوک الطوایفي په ډګر بدل شو. نړئ مو ننداره کوله.

طالبان په لمړي سر کې له کندهار څخه له تازه نوم، تازه بيرغ، تازه شعار او تازه رهبر سره را څرګند شول، زحمت يې وايست قرباني يې ورکړه شهامت يې وښوده او په ډيرو سيمو کې يې مثالي امن راوست. خلکو هم ورسره د زړه له کومې مرسته وکړه، خو کله چې کابل ته راورسېدل د کابل خلکو ورسره د کلتوري توپيرونو له امله مرسته ونکړه. هغوى  د طالبانو لخوا په لګول شويو قيوداتو باندې نيوکې درلودې او د ښاري دود خلاف کار يې باله. د طالبانو قيوداتو په ټوليزه توګه کليوالي دوديزه بڼه درلوده او د کابل د خلکو په وړاندې يې خپل متحجرانه تګلارو ته دوام ورکړ. هغوى هم د نړيدو چل زده وه خو د جوړيدو په هنر نه پوهيدل.

طالبانو د کابل له نيولو سره سم په سړيو باندې ږيرې پريښودل لازم وګرزول، په مامورينو باندې لنګوټه په سر کول حتمي کړل. په ښځو باندې د کار کولو بنديز ولګاوه او د چادري په سرکول حتمي شو. . په تلويزيوني خپرونو باندې بنديز ولګيده او په راديو کې د موسيقي پروګرامونه نه چليدل. د طالبانو له اوامرو څخه سرغړونه د سزا وړ عمل وه. داسې ښکاريده چې په نا اګاهانه توګه د ښاري او کليوالي دودونو ترمنځ د ټکر عملي صحنه روانه وه، خو طالبانو نه منله.

شرعي حدود اجرا کيدل ، د فساد کچه ښکته وه، زورواکان نه وه، توپک سالاران ټول تښتيدلي وو، د جرائمو ګراف ښکته وه او د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته ولاړه اسانه وه. د ملامحمد عمر مجاهد د احکامو د نه منلو تصور هم ناشونى کار وه او په ټوليزه توګه اجرائات سريع وو، خو په شمالي کى ناامنیو شتون درلود پنجشير د مخالف قومندان احمد شاه مسعود ترکنترول لاندي وو، جګړه روانه وه او مونږ يې ننداره کوله.

د يوولسم سيپتمبر پيښه د عطف نقطه جوړه شوه. د پيښې پړه القاعده ورواچوله او القاعده په ځينو رسنيو کې د پېښې مسئوليت ومانه. د امریکا ولسمشر جورج بش د پيښې په تړاو امرانه او جابرانه لهجه کاروله. له طالبانو څخه يې وغوښتل چې اسامه ورته تسليم او يا يې له خپل هېواد څخه وشړي، خو طالبانو مشر د اسامه بن لادن له تسليمي او شړلو څخه سکوټ انکار وکړ. غرب د طالبانو نظام نسکور کړ. يو بل بدلون راغى. يوه بله اجندا له يو بل شعار بل بيرغ او بل نوم لاندي په ولس باندې د تپلو يوه بله هڅه وه.  د جرمني په بن ښار کې ظاهراً د ملګرو ملتونو تر مشرى لاندې د کرزي له مشرتابه لاندې موقت اداره جوړه شوه.

امریکا خپل ټول تښتيدلي جنګ سالاران د نړۍ له اطرافو او اکنافو څخه راټول او په افغانانو باندي يې مسلط کړل. افغانى الاصله امریکايان يې له ځان سره راوستل. چاته يې ستر قراردادونه وسپارل او څوک يې هم په لوړو پوستونو وګمارل. د فساد ټولې لارې او دروازې يې ورته پرانستلې. چې به رسوا شول، نو بيرته به يې غرب ته واستول او له استولو وروسته يې د خلکو د غولولو لپاره ممنوع الخروج اعلان کړل او دغه ډول مبارزه لاهم دوام لري. توپکواکان يې د افغانانو د غوښو په خوړلو دومره څاربه کړل چې اوس هيواد او د امریکا په نوښت جوړ شوى نظام هم ګواښي.

د ترهګري په وړاندې د مبارزې په نوم جګړه کې د ښځو ماشومانو په ګډون په سلګونو زره افغانان ووژل شول. ان تر دې چې د ايتلافي ځواکونو لخوا نيول شوي بيګناه افغانان د خوند اخیستو لپاره هم ووژل شول. دغو وحشيانو د افغانانو اندامونه لا امریکا ته د نشاني په توګه يووړل. فساد ته يې د يوې سرطاني غودې په څېر وده ورکړه او اوس يې هيولايي شکل غوره کړى دى او مونږ يې لاهم ننداره کوو.

ستونځه چيرته ده؛

په افغانستان کې ملي رهبري شتون نلري. مشران له بهر څخه ورباندې تپل شوې دي او يا د جګړو په ډګر کې د ډير قساوت او شقاوت په معيار راټوکيدلي، پرديو استخدام کړي او په افغانانو باندې تپل شوي دي.

د واک د انحصار، پردى اجندا، ښکته علمي کچه، د سرچينو ظالمانه ويش، د ملي ريښو نه درلودل زمونږ د مشرانو د ناکامي بنسټ جوړوي . هره حاکمه ډله نورې ډلې او د نورو فکرونو پلويان د مخالف باغي او دښمن په نوم ځپي. دغه ستونځه د خلق او پرچم ګوندونو رانيولې تر مجاهدينو، طالبانو او اوسنى ديموکراسي پورې له لږ توپير سره زمونږ په ټولنه باندې حاکمه ده او په نزدې راتلونکې کې هم زمونږ په ستونځو کې د کمي نښې نه ښکاريږي. مونږ يې ننداره کوو.

مونږ د اوښتون او نسکوريدو وړتیا لرو خو د سمون او جوړيدو نه يو. له مارکسيستي رژيم نيولې تر اوسني نظام پورې له خلقيانو نيولي تر ديموکراتانو پورې له اخوانيانو نيولي تر ملايانو او طالبانو پورې سمون نه پيژنو او نه ورباندې باور لرو. فکر کوو چې زوړ نظام له ويروسونو ډک او له منځه وړلو ته اړتیا لري، خو کله هم فکر نه کوو چې مونږ د بل نظام د جوړولو اهليت نلرو. په کاذب غرور اخته يو.

دولس کاله وړاندې کيسه ده. زه د چين د درنو وسائطو د جوړولو په يوه فابريکه کې ناست وم. د يوه شرکت لپاره مې څو لوډرو د جوړولو قرار داد ورسره لاسلیک کاوه. متوجه شوم چې مخته ته د کمونیزم لور او چکوش درلودونکى بيرغ رپيږي. د فابریکې مالک يو هشاش بشاش اخلاقي ځوان وه. مال دا څه ډول توجیه کوي چې بيرغ مو د کمونیزم ده او تاسو د دغې ټولې فابریکې يوازنى مالک ياست چې په داخل کې يې له يوه ځاى بل ځاى ته د تلو لپاره ځانګړې بريښنايي موټرونه کارول کيږي؟

واى وحيده! مونږ پخوا هم کمونستان وو اوس هم کمويزم زمونږ مفکوره جوړوي. توپير يوازې دومره ده چې مونږ د کمونيزم په اقتصادي برخه کې سمون او بدلون راوستى دى.

په درنښت عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.