د مولوي شهاب الدين دلاور د پام وړ

سيد حسين پاچا

1,021

د مولوي شهاب الدين دلاور د پام وړ :

څوک چې خپل ځان، خپل ټاټوبی و ولس هېر کړي خدای به يې هم هېر کړي

درنښت په خپله خاوره او مورني ټاټوبي کې دی نه د نورو

حکومت جوړونه د هر چا دنده ومسلک نه دی. نننی طالب و پرونی مجاهد د حکومت جوړونې لپاره روزل شوي نه دي

نوټ : موږ لا تر اوسه له ميلاده مخکې د يونان په زړې فلسفې کې نښتي يو چې د نننۍ فلسفې (پوهې)، ملي – اسلامي او سايسني ارزښتونو سره هېڅ سمون نه خوري. موږ بايد خپل ملت او نوی نسل د ننني نوي دور له غوښتنو او سمونونو سره سم وروزو. د زده کړې او فلسفې موخه همدا ده چې خلک د هماغه وخت له غوښتنو سره برابر وروزل شي. ځکه خو موږ همدا اوس هم لا ميلاده مخکې په هماغه درانه خوب بېده يو. د پردۍ ناروا جګړې ته لا له ذهني پلوه تيار شوي نه يو چې ذهنًا يې ناروا وګڼو. کله چې ذهنًا دېته تيار شو او قانع شو، نو جګړه خپله بس کيږي او د حل لاره يې پيدا کيږي. د نورو ملايان موږ د همدغې دين په نوم چې تاسې پرې سر ورکوئ دلته او هلته ځپي او په تېر کې يې هم وځپلو.

ترکيه د ازربايجان په جنګ کې له خپلو نويو جوړو شويو ډرونونو څخه کار واخېست. د ليکې ټولې نقطې يې له هوا ورته وويشتې او ازري قواوې د ارمنيانو پر وړاندې مخته ولاړې. همدا سبا که زموږ دواړه ګاونډيان زموږ پر ضد له خپلو جوړو شويو ډرونونو کار واخلي، نو څه کولی شو؟ دا شل کاله موږ وتاسې څه زده کړل؟ ايا دا ستا جعلي،  خيالي – اسلامي امارت به دې غوښتنو او ستونزو ته څه ځواب ووايي؟ که ته نن و پرون مسلمان وای، نو ولې يې پلورلې او ولې خپله تپل شوې جګړه درباندې مخته وړي؟ ايا د ملا عبدالسلام ضعيف بېعزتي ستا بېعزتي نه ده؟ سر خو دې لږ په دې ګرېوان کې کښته کړه!

مولوي صاحب ګله،

زه دې له مخکې نه پېژنم چې ستا به هم پر ياد وي. که ياد دې نه وي، نو دريادوم يې :

يو وخت زموږ ترکټباره سترګور ((چشماټو)) قاضي حسين احمد چې کله د ضياءالحق او د کارټر پر اوږو سپور وو، نو ويل به يې :

((موږ د اسلام بيرغ پر کرېملين ودروو)).

له ورځو نه يوه ورځ يې همدا ستا په شانې پوکڼۍ ويشته چې :

((موږ د اسلام بيرغ پر کرېملين ودروو)).

پر سبا چې روسانو ورته سترګې برګې کړې، نو بيا يې غول په پرتاګه کې نه ټينګېدل او سملاسي يي وويل چې :

((موږ د مرکزي اسيا هېوادونه ازادوو او د اسلام بيرغ هلته ودروو)) او همداسې ورپسې د تيزن او ډارن سپي په شان په شا راته چې اخر ترې دا خبره راووته :

((موږ د اسلام بيرغ [پاکستان بيرغ] د آمو پر سيند ودروو)).

دا هغه خبره وه چې هوبه هو د حميد ګل او د مشاهد حسين له خولې هم راوته. سياسي موخه يې دا ده چې پنجاب د افغانستان الحاق غواړي او د دې لپاره لا له وړاندې نه حکمتيار هم داسې څرګندونې کړې وې:

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

د منځنۍ اسيا بېثباتونه د امريکا پروژه وه او ده چې پنجاب ته ورکړل شوې وه، خو روسان چې په سياست کې يې له موږ ښه سر خلاص دی د پنجاب د سومبۍ رګ يې راټينګ کړو او پنجاب يې خپله رام کړ چې په پايله کې يې تاسې د تهران له ليارې له روسانو سره په نکاح کړئ. د هغوی مفتيانو خو هېجړاګانو ((خُنثی مشکل)) لپاره هم د نکاح فتوی ورکړه. دا ستا سياسي نکاح له روسانو سره د دوو دلالانو په شتون کې څنګه توجيه کړو؟ موږ خپل تېر يونيم ميليون شهيدان څنګه وګڼو؟

دا په سياسي توګه داسې ارزول کيږي چې د پنجاب او د کرنيل امام دا هيله چې هغه د خپل کتاب ((داستان جهاد افغانستان)) يا ((د افغانستان د جهاد داستان)) کې يې هم کړې ده پوره نه شوه. هغوی هيله لرله چې د حزب او جمعيت په ګډون به يو ګډ حکومت کوي، خو ونه توانېدل. کله چې دا هيله يې له هغوی پوره نه شوه او ګټې يې لا په خطر کې شوې، نو هغوی ته يې شا کړه او تاسې د الله تعالی ساده ګان چې هډو د دې متمدنې نړۍ له غوښتنو سره جوړ نه ياست رامينځته کړئ او کرنيل امام داسې تعريف کړي ياست :

کرنيل امام :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

چارګل مې خړو اوبو دروړ

په غم شريکه ياره نيسه ګودرونه

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

خو مولويصاحبګله،

توپير دومره دی چې هغه وخت زموږ سترګور قاضي صاحب د دالخور پنجابي په اوګو سپور وو. موږ بوجۍ دين هم ستاسې په څېر د پنجاب پر اوږو سپاره وو خو تاسې اوس د همدې پنجاب په سپارښتنه د تهران له ليارې له ضمير کابلوف او مسکو سره هم اشنا شوي ياست او تاسې ته پته ده چې پوتين يو سخت سپورتي انسان دی چې له رواني فزيکي، سياسي ونظامي پلوه هم د پنجاب وتهران په پرتله لا غښتلی دی او دا زورور ميراتمړی شی د هر چا ښه راځي.

نو، مولوي صاحبګله،

تاسې چې ما د هغه مړويسي ضمير کابلوف په څنګ کې وليدئ، نو هوبه هو قاضي صاحب راته مخې ته ودرېده.

مولويصاحب ګله،

((کل جديدٍ لذيذٍ)).

هر نوی شی خوندور وي.

اوس لکه چې د روسانو خوند دې هم واخېست، ځکه خو داسې بې سواله وځوابه سبا وبېګاه پينځه وخته ورخوشې ياست. ته و خدای او خپل ايمان دې دا ته رښتيا د دين لپاره جنګېږې او که د واک لپاره؟ ته څنګه ما ته دا جوتولای شې چې ستا د خيالي – اسلامي سپارښته د نيويارک د ملګرو ملتونو په ۷۵ کليزه  نمانځغونډه کې د يوې نامسلمانې رابين رافيل له لورې يوې سيکولرې ته د ژورناليست حامد مير په مخ کې وشوه چې بيا همداسې په ترتيب سره خبره د افغانستان د تباهۍ ازلي دښمن نصيرالله بابر ته راورسېده او بابر هم دومره په دين مينه سټه نه وه. له مشر ملا صاحب رانيولې تر ملا منصور وبرارده دې هم يو هم داسې علمي سټه نه ده چې حساب پرې وشي او لږ تر لږه د سميع الحق له زوی حامدالحق رانيولې تر ملا فضلو او ملا سراجه پورې ځواب ووايی.

تاسې وګورئ چې هماغه ملا فضلو، سراج الحق واحد الحق د پنجاب له واکمنې کړۍ يا په بله مانا په حکومت کې دننه بل حکومت څخه ننګه کوي. کله راته وايي چې د اسلام بيرغ د آمو پر سيند ودروو او کله مو له کشمير سره تړي چې د کشمير مساله حل شوې نه وي د افغانستان مساله نه حل کيږي. ته وخدای او خپل ايمان دې چې تا د دې خپلې مور شېدې څنګه روولې دي؟ که تاسې وړانده او کورمغزه نه واست، نو ولې به چا د کشمير په حق کې موږ ټول ملت له ځان سره برمته وبونګه نه ساتلو؟

پر موږ باندې د چا يو تړون نه لوريږي، خو خپله يې يوازې له برتانيا سره نژدې ۲۵ تړونونه لري. تاسې وګورئ چې اشرف کياني او يوسف رضا ګيلاني پخواني ولسمشر کرزي ته څه راوړي وو او څه غوښتنې يې ترې کړې وې. ښاغلی کرزی او امرالله صالح دواړه ژوندي دي.

د جګړې پټ اړخونه :

  • اتم شرط :

که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.

دا خپله خوله مو ماته ده چې له چا سره پرې خبرې وکړو؟ ولې له چين، امريکا، روسيه، اروپايي ټولنې سره پرې خبرې نه شو کولی؟ موږ پاکستان ته د يو درېيمګړي په توګه څه اړتيا لرو؟ ايا دا خو به د دې مانا ونه لري چې بهرنۍ تګلاره مو اداره او پخپل لاس کې واخلي؟

سراج الحق :

Tariq Aziz – هن ، واخلئ ، کميونسټ پارټي آف سوويت يونين ته کافر… | Facebook

سمه ده چې تاسې به ټول افغانستان په دوو اونيو لا څه، بلکې په لږ وخت کې به يې ونيسئ، خو دېته دې ستا او د پنجاب هم خيال وي چې نيول اسانه دي، خو ساتنه ګرانه ده.

په دې خو ستاسې او د هر چا سر ښه خلاص دی چې ځانته حکومت نه شئ کولی. نه يې جوړولی شئ او نه به يې بيا هم درته څوک د تېر په څېر پرېږدي. له دې دين و مذهب څخه مو څه جوړ کړي دي؟

دا خبره درته بيا هم په زغرده وايم چې :

((ملا د حکومت او حکومت جوړونې لپاره ذهنًا او تعليمًا جوړ نه دی. دا ځکه چې د حکومت جوړونې لپاره روزل شوی نه دی)). حکومت خپله پوهه غواړي او تاسې ساده ګان لا څه، بلکې موږ د هغه وخت شعوري وناشعوري جهاديان د دې لپاره نه وو روزل شوي. دا هغه منښته ده چې انجنير احمد شاه احمدزي له بي بي سي سره په يوه مرکه کړې ده چې دلته ورته غوږ نيولی هم شئ :

اينجنير احمد شاه احمدزی :

احمد شاه احمدزی: حاضر یم د کورنیو جګړو حساب ورکړم – BBC News پښتو

زموږ په جهادي رهبرۍ کې د دې استعداد (ظرفيت) نه وو يا په بله مانا له سياسي پلوه ډېره کمزورې وه. له، سيمه ييز (منطقوي) او نړيوال سياست خو لا څه ان چې له کورني سياسته هم ناخبره وو. ځکه خو زموږ جهادي رهبرۍ ترې په لوی لاس محرومه او په ډېره اسانه د پرديو د لوبو ښکار شوه.

مولويصاحبګله،

دا چې تېره اوونۍ بايډن ويلي وو :

((موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي، بلکې د خپل دښمن پسې تللي وو.))

دا به موږ وتاسې ټولو ته برابره خبره ده چې په طالبي اړخ کې وي او که په حکومتي او يا زموږ غوندې له حکومته بيرون، خو دا د ټولو لپاره يوه ملی – اسلامي واخلاقي هېښونه ده، خو چې څوک پرې پوه شي.

دا چې ولس وړمه ورځ له خوست څخه درباندې بيا هم غږ وکړ :

((راشئ چې سره کښېنو. سبا چې کښېنو ښه دا ده چې همدا نن سره کښېنو.))

په دې مه نازېږه چې زه ديني عالم يم. دا د رب العالمين وينا ده چې :

((ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون))

څوک چې له خپلې پوهې او روغ عقل څخه کار نه اخلي، نو الله تعالی يې ناولی کوي. ان تر دې چې په دې ايات کې په ښکاره عمومي يادونه شوې. برابره خبره ده چې مسلمان وي او که نه.

د زړه لپاره د ((ختم/مُهر)) او د سترګو او غوږو لپاره د ((پردې)) کليمه کارول شوې. اګر چې بيا بل ځای کې د عقل او زړه دواړو لپاره د ((ختم/مُهر)) کليمه کارول شوې. په سپينه پګړۍ دې مه نازېږه! په کړو دې ونازېږه!

په ګرد عالم الاسباب کې الله تعالی پينځه حواسه د زده کړې لپاره سرچينه source ګرځولې. عقل نه، بلکې عقل يې پروسيس کوي، شني او ارزوي يې، سمون پکې راولي او نور ډېر کارونه مخته وړي، خو عقل مرجع د زده کړې او تعليم نه ده.

د بېلګې په توګه :

که يو څوک سترګې ونه لري، نو ايا په عقل يې ليدلی شي؟

که يو څوک غوږونه ونه لري، نو ايا په عقل يې اورېدلی شي؟

که يو څوک پزه ونه لري، نو ايا په عقل يې بوي کولی شي؟

که يو څوک ژبه ونه لري، نو ايا په عقل يې خوند څکلی شي؟

که يو څوک لاسونه ونه لري، نو ايا په عقل يې لمسولی شي؟

که يو څوک پښې ونه لري، نو ايا په عقل چېرې تللی شي؟

ځواب يې روښانه دی چې ((نه)).

حواس پر خپل ځای کې او عقل په خپل ځای کې ارزښت لري. الله تعالی په قرآن کې د زړه لپاره شل ډوله يادونه کړې ده. عقل يې نچوړي، شني او زبيښي يې او کوچ ترې راوباسي. کله چې نچوړ شي، نو بيا يې د منښتې (تصديق) لپاره زړه ته وړاندې کوي او زړه يې يا مني او يا نه، خو اظهار يې په خوله کيږي. له دې امله موږ په آمنت بالله کې وايو چې ((اقرارٌ باللسان وتصديق بالقلب)). پر ژبه يې وايو او په زړه يې منښته کوو، خو خبره مخکې له مخکې په عقل کې نچوړ شوې وي.

شيطان هم تر هر څه مخکې د انسان عقل خرابوي او کله چې عقل خراب شي هغه بيا په اسانه نه جوړيږي. له دې امله استخبارات او څارګرې ادارې تل ستاسې په شان د خدای ساده ګان روزي چې مغزونه يې په اسانه او ژر پرېمينځل کيږي. تاسې ګورئ چې ستاسې مغزونه يې څنګه درته په رنجو، څڼو پرېښوولو او خولۍ يا پګړۍ باندې تېر ايستلي دي. هغه څه چې کرنيل امام ليکلي د کاڼي کرښه ده. له تاسې خو هغه د خدای ساده د مولوي سميع الحق زوی حامدالحق هم په سياست کې ښه دی. خپلې ګټې او خپل حدود پېژني، خو دا تاسې ياست چې هېڅ نه پېژنئ.

لږ له سالم عقل څخه کار واخلئ او هسې بېځايه مه ځان زوبلوئ او نه دا ملت.

تېر ته په کتو امير شېرعليخان په همدې تمه هغه وخت ومړ لکه دا نن چې تاسې خپل لوری غلط کړی. کله د پنجاب، کله د تهران، کله د بېجينګ او کله د مسکو دروازو ته ولاړ ياست او ځنځيرونه يې شرنګوئ، خو د ملت په ژبه نه پوهېږئ او له خپلې مور د ازارګټليو په څېر هلته او دلته لالهاند وسرګردان ياست.

د ميجر عامر سپينی خبرې :

((مونږ امريکې ته ‌‌‌‌‌‌ډير خدمت کړی ، طالبانو حکومت مو ړنګ کړ ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل ، ملاضعيف مو بی عزته کړ … !))

څوک چې خپل ځان وملت او خپل ټاټوبی هېر کړي. رب العالمين به يې هم هېر کړي.

که بيا هم واک ترلاسه کړئ، څوک درته واک نه پرېږدي او نه يې په ځانته سر چلولی شئ.

کرنيل امام پخپل کتاب کې ستاسې لپاره بنسټ اېښی او هغه بنسټ له ننني عصر وزمان سره جوړ نه دی. ايا ښه به دا نه وي چې تر هر څه مخکې تاسې په دې خپل درته اېښوول بنسټ له سره غور وکړئ؟

پرونی مجاهد او نننی طالب و داعش د دې لپاره نه دي رامينځته شوي چې رښتينی اسلامي نظام رامينځته کړي. دوی د بېثباتۍ، تخريب، وحشت، سوځونې، نظام پرزونې او د افغانستان د ملي حاکميت ګواښنې و سلبونې لپاره رامينځته شوي چې بابر يې خپله تعريف کړی دی.

The Five Evils Who Destroyed Afghanistan

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

درېواړه مولاناګان له موږ وتاسې ښه له برتانوي استخباراتو سره لګېدلي دي. چا چې ستاسې طرحه رامينځته کړې هغوی اسلامي هويت نه لري. ډېر زيات مه ساده ګان کېږئ.

مولويصاحب ګله،

دا ولس بيا د پنجاب لاس ته مه کېنوه او مه يې محتاجوه ورته.

هر څوک د خپلې خوښې د يو ولسواک نظام اختيار غواړي او له پاکستان سره موږ په هېڅ شان په دې ځانغوښتنه کې جوړ نه راځو. الله تعالی ته ستا جعلي، خيالي – اسلامي نظام ارزښت نه، بلکې انصاف وعدالت ارزښت لري. تاسې په دې مکلف نه ياست چې اسلامي حکومت / نظام يا امارت جوړ کړئ، بلکې په دې مکلف ياست چې ځان له خلکو خپلواک او ولس ته انصاف وعدالت ورکړئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالب پلاوی د خبرو لپاره مسکو ته تللی؛ د تهران ناسته په ګډې اعلامیې پای ته ورسېده – BBC News پښتو

خلیلزاد: طالبانو مذاکراتو کې د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې،‌ خو دا د حل لار نه ده – BBC News پښتو

حکومت طالبانو ته: که ۸۵ سلنه خاوره ستاسو کنترول کې ده، ولې مو مشران د باندې اوسیږي؟ (pashtovoa.com)

بایډن: افغان ځواکونه پیاوړي او طالبان به بیا واکمن نه شي | خبریال (khabarial.com)

بایډن: پر طالبانو باور نه لرم، خو د امریکایانو یو بل نسل افغان جګړې ته نه لېږم – BBC News پښتو

ولسمشر غني: څوک چې د سولې وړاندیز نه مني باغي دی؛ افغانان دې وار نه خطا کوي – BBC News پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.