د ټول افغان ملت د عزت په پار

سيد حسين پاچا

690

د ټول افغان ملت د عزت په پار :

که حکومت هوښيار او طالب غويمه نه وای، نو پنجابي به يې ولې له مولوي ضعيف، فراهي او د عليخېل له لور سره ناوړه سلوک کولی

په هېڅ نړيوالو نورمونو کې دا کار نه دی شوی، خو پنجاب د افغانانو د شرمولو لپاره هر رذالت ته مخه کړې ده

لعنت دې ستا پر دغه اسلامي امارت ((شرارت)) شي چې د بېدينه پنجابي له لاسه دې پر ولس په وچ زور ورتپلی دی

نوټ : سبا ته که د هبت الله، برادر، ستانکزي او داسې نورو لورګانې وتښتوي. له شک پرته چې دا کار به هم وکړي، نو د بېعيرته خليلزاد دا د جولا تنسته چې کله ښکته،کله پورته، کله يوځای او کله بل ځای ځغلي څه وکړل؟ اخر ترې دا غول راپورته شول. خلک بايد خليلزاد په کابل کې دا ځل نه يوازې په هګيو، بلکې په کاڼو او په بوټونو وولي او رخصت يې کړي. خليلزاد طالب ته ډېره هوا ورکړه.

ښاغلی ولسمشره،

تاسې او دې ټول ملت ته پته ده چې دا درېيم ځل دی چې له طالبه رانيولې تر پخواني و اوسني حکومتونو پورې د سفيرانو په کچه ناوړه سلوک وکړ. خدای خبر چې له نورو سره به يې څه کړې وي. دا دې ښه وکړل چې د سفارت او د سفارت پورې اړوند د ټولو قونسلګريو کارمندان راوغواړه او تر هغې بايد په هېواد کې پاتې شي لکه څنګه تاسې ورته اشاره کړې.

که دا کار ونه شي دا په حکومت کې دننه هغه واکمنه کړۍ ((مقتدره حلقه)) د ملايانو په شمول يې هر يو سبا بيا دا کار کوي او د سپيو په شان به غاپي او د جهاد نارې به وهي. د دوی په دې ديوبنديت او مودوديت مه غولېږه. دوی د اسلامي صبغې سره سره د خپلو ګټو او د پاکستان د بقا لپاره پر يوې معاملې اړ نه دي. تر پرونه يې د کمونېزم په نوم جنګولو او نن هغه دی خپله له کمونېزم نه دفاع او ورته توصيف کوي.

که کمونېزم داسې ښه وي، نو موږ يې ولې په تېر او اوس کې وجنګولو؟

که په طالب و شرارت کې يې اصالت او انسانيت وای، نو دوی به دا لسيزې د نورو د ګټو لپاره نه جنګېدی او نه به چا د بدلمنې ښځې په توګه يو ځای او بل ځای نه پلورلو. کله يې يو ته په بستر کې اچولی وي او کله بل ته، خو دې دا لا تر اوسه دا درک نه کړه چې زه د چا لپاره جنګېږم او ولې جنګېږم. جنګ هم دوی کوي او امتياز يې هم نور څوک اخلي.

طالب ومجاهد د اسلام لپاره نه، بلکې د شرارت او د افغانستان د سېځنې او بربادۍ او شا ته والي لپاره روزل شوي او بس. د دې لپاره پرې پانګونه نه ده شوې چې دی حکومت جوړ کړي او نه د حکومت جوړونې توان او اړوند پوهه او زده کړه لري.

له ضياءالحقه رانيولې تر نصيرالله بابر، اختر عبدالرحمان، حميدګل، اسلم بېګ، مشرف، تر شريفينو پورې، مشاهد حسين، شيري رحمان، ملا فضلو، سميع الحق او سراج الحق پورې ټول همدا يوه هيله لري چې افغانستان بايد وران شي، کمزوری او بېثباته شي او زموږ له خوښې پرته بل حکومت پکې بايد نه وي. د دوی په دې ګيرو، اسلامي شعارونو، مدرسو يا ديني بنسټونو او اسلامي ورورولۍ موږ بايد تېر نه وځو او خپل ځان بايد وپېژنو او له خپل تعقل څخه کار واخلو. که داسې نه وي بيا به هم داسې ملنډې او بېعزتي رااړوي. داسې ناوړه او سپک اقدام په ازبکستان کې ستا غوڅ دريځ ته وو چې دوی په اسلام اباد کې وکړ، خو افغانستان بايد رسمًا ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ولسمشر غني له پاکستانه افغان سفیر او دیپلوماتان بېرته ور وغوښتل؛ پاکستان يې پر پرېکړه خپګان وښود – BBC News پښتو

افغانستان له پاکستان څخه خپل سفیر او دپلوماتان وایستل (pashtovoa.com)

اشرف غني له پاکستانه خپل سفیر او ډيپلوماټان راغوښتي – نن ټکی اسیا (nunn.asia)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.