نوې جگړې او نوی تاوترخوالی

پوهندوی آصف بهاند

641

نوې جگړې او نوی تاوترخوالی

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

دېـرشمه برخه

څه حالت چې اوس پر افغانستان او افغانانو باندې راوړل شوی دی، دا حالت قیامت ته ورته دی، د اوس له پاره هېڅ داسې توري نه لرم چې د اوسني حالت بیان دې تر دې بل ډول وکولای شي. ټول خلک او د ټولنې ټول قشرونه په نه بیانېدونکې اندازه متضرره شوي دي، خو ماشومان او کوچنیان تر هر چا زیات، ځکه دوی نه ځان پټولای شي او نه هم د مشرانو د شرارت اندازه اټکلولای شي.

د روستیو جگړو په ترڅ کې تر ټولو ډېر تاوترخوالی له ماشومانو او کوچنیانو سره شوی دی. د جگړې له ډگر نه راغلي راپورونه دا بیانوي چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده. د ملگرو ملتونو د راپور په استناد په دریو وروستیو ورځو کې اوه وویشت ماشومان وژل شوي دي. د بي بي سي پښتو دا رپوټ د ۲۰۲۱ ام کال د اگست پر نهمه انلاین شوی دی:

«ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړې له کبله یوازې تېرو دریو ورځو کې لږ تر لږه ۲۷ ماشومان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، وژل شوي ماشومان د کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو اوسېدونکي وو.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف مسوولین وايي، د همدې سیمو ۱۳۶ ماشومان په همدې دریو ورځو کې د سختو جګړو پر مهال ټپیان شوي دي.

یونیسیف مسوولین وايي: ”د ماشومانو مقابل کې د تاو تریخوالي چټک زیاتوالي اندېښنې ډېرې کړې دي. ”

د دوشنبې پر ورځ یونیسف په یوه اعلامیه کې ویلي له ماشومانو سره زور زیاتی ”د هرې ورځې له تېرېدو سره ډېرېږي. ”

افغانستان کې د یونیسیف استازی هیرو لودوچلیس وايي، ”دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې دې کې د هرې مړینې او ټپي کېدو قضیه یوه شخصي غمیزه ده. ”

یونیسیف له ټولو اړخونو غوښتي چې د ماشومانو خوندیتوب ته پام وکړي…»

دغه راز تاند هم د یونیسف په استناد د یوه رپوټ په ترڅ کې لیکلي دي چې: افغانستان کې د تېرو ۷۲ ساعتونو پرمهال۱۵۰ ماشومان مړه او ټپيان شوي. د تاند د رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۸) له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ټکان ورکوونکی بللی دی.

یونيسیف ویلي، چې یوازې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

سرچینې دغه راز په یاده موده کې د۱۳۰ نورو ماشومانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې دا ماشومان په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې وژل شوي دي.

دغې ادارې د جګړې له ښکېلو لوریو د ملکيانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو ښکته او پورته کېږي، چې پکې یو ماشوم په وینو لړلی پروت دی او خور یې ورته چیغې وهي.

دغه ویډیو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له کلک غبرګون سره مخ شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي لیکلي، چې په افغانستان کې د بشریت پر وړاندې تر ټول لوی جنایت؛ د بشر حقوق چېرې دي ایا دغه ماشوم په انسانانو کې نه حسابیږي؟

یوه بل بیا لیکلي: دغه ويډیو د یوه افغان ژوند ته د طالبانو او پاکستان لخوا د ارزښت ورکولو کچه ښيي.

دغه راز د فېسبوک یوه بل افغان کاروونکي لیکلي، چې دا د طالبانو نه بښونکی جنایت دی او طالبانو په دې سره وښودله چې یو ماشوم هم د دوی له شر څخه په امن کې نه دی.»

خو زه داسې وایم چې د ټولو خلکو تلفات تر ورکړل شوو رپوټونو څو چند زیات دی، په تېره د ماشومانو او کوچنیانو.

یو خو په جگړه کې د واړه ـ زاړه او ملامت و سلامت توپېر گران دی او له بله پلوه له بده شامته چې زموږ په وطن کې د انسان ژوند د دوو توتو ارزښت هم نه لري او د ماشومانو او کوچنیانو په حقونو او ارزښت باندې، دومره چې اړینه ده، څوک نه پوهېـږي.

کوچنیان له زدکړو محرومول به خپله د تاوتریخوالي داسې ډول دی چې د کوچنیانو ټول ژوند په منفي ډول متأثره کوي، او دا چې د وروستیو جگړو له امله څومره کوچنیان له زدکړو پاتې شوي دي، ښايي حساب یې څوک ونه شي کړای، خو د افغانستان د پوهنې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په څو وروستیو میاشتو کې د جګړو له امله په هېواد کې نژدې ۱۸۰ ښوونځي ویجاړه شوي. د بیان په یوه برخه

کې داسې  راغلي دي:

«په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستې، چې له امله یي د ټولنې د نورو قشرونو تر څنګ د زرګونو زده کوونکو د زده کړو بهیر هم اغېزمن کړی دی.

د افغانستان د پوهني وزارت د ښووني او روزني چارو مرستیال وزیر عطا الله واحد یار وايي، د ښوونځيو د ويجاړېدو او تړل کېدو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

نوموړی وايي “موږ خپل غږ پورته کړی چې د افغانستان د پوهني وزارت غیرسیاسي بنسټ دی نو غوښتنه مو دا ده، چې له ښوونځیو د جګړې د مرکزونو په توګه ګټه وانخیستل شي”.

خو ښاغلي واحدیار روښانه نه کړه، چې د دغو ویجاړه شویو ښوونځیو لویه برخه په کومو ولایتونو کې ده او د جګړې کوم لوري یې په ویجاړۍ کې لویه ونډه لري.

د هلمند يو اوسېدونکی محمد جامعي وايي، په دې ولایت کې د جګړې د وروستۍ زوروري څپې له امله یې د ماشومانو ښوونځی ویجاړ شوی او له زده کړو بې برخه شوي دي.

نوموړی وايي، هلته جګړې دي ښوونځي وران شوي او له ښوونځيو د سنګر په توګه کار اخيستل کېږي.

د پوهني وزارت په وینا په ټول افغانستان کې۱۸۰۰۰ دولتي ښوونځي شته، چې څه باندې ۹ میلیونه ماشومان په کې په زده کړو بوخت دي.»

دغه راز د نویو پیل شوو جگړو له امله د بې ځایه شوو خلکو تر ټولو متضرر قشر ماشومان او کوچنیان دی. د همدې بېځایه کېدو په پایله کې ماشومان او کوچنیان ډېر څه له لاسه ورکوي او حتی د خوراکي ټوکو د کموالي او نشتوالي په صورت کې ماشومان او کوچنیان له خوارځواګۍ سره مخ کېږي چې دا په خپله له ماشوانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي داسې ډول دی چې پایلې یې د ماشومانو او کوچنیانو د ژوند مسیر بېلارې کوي او په ډېر منفي برخلیک یې اخته کولای شي.

د ماشومام ژغورلو موسسه (Save the Children) د جگړې له امله د بېځایه شوو ماشومانو او کوچنیانو په باب داسې ویلي دي:

«تېرې دوه میاشتې “جون او جولای” افغانستان کې ۸۰ زره ماشومان د جنګ جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

دا اداره خبرداری ورکوي چې دغه ماشومان اوس خوراکتوکو، سرپناه او درملو ته جدي اړتیا لري.

سېف دې چلډرین په خپل تازه رپوټ کې چې نن (سې شنبه د اګست۳مه) خپور شوی، د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي چې په دې موده (تېرو جون او جولای میاشتو) کې د افغانستان په کچه شاوخوا ۱۳۰ زره کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

په رپوټ کې راغلي تېر یو کال افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر تر ۶۱۳ زرو اوړي چې په دوی کې تر نیم ډېر (۳۶۲ زره) ماشومان دي.

د ماشومانو ژغورلو موسسې په وینا د افغانستان شمال کې کندوز تر ټولو د ډېرو بې ځایه شویوکورنیو کوربه دی او دغه ولایت کې له ۶۰ زرو ډېر کسان خیمو او پنډغالو کې ژوند کوي.

د دې ادارې رپوټ کې خبرداری ورکړ شوی چې “سلګونه زره ماشومان پنډغالو کې د خوراکي او نورو لومړنۍ اړتیا وړ توکو د کمښت له کبله د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.”

سېف دې چلډرین دا هم ویلي چې دغو بې ځایه شويو ماشومانو ته کم عمر کې د ودېدو، درنو کارونو او یا وسله والو ډلو ته د جذبېدو خطر ډېر پېښ دی.

دا اداره وايي د تېرو کلونو تر ټولو بدې وچکالۍ او د کورونا وبا وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.

په افغاستان کې د ماشومانو ژغورلو موسسې مشر کرېس نیاماندي وايي پر دې سربېره چې د وروستیو سختو جګړو له کبله زرګونه ماشومان بې ځایه او په خورا ستونزمنو شرایطو کې کمپونو کې ژوند ته اړوتي ” موږ د جګړې بل اور کې د ماشومانو مرګژوبله کې د بېسارې کچې زیاتوالي او همدا راز د ښوونځیو او روغتیايي تاسیستاتو د ویجاړېدو شاهدان یو.”

هغه زیاتوي: “دا باید نړیوالې ټولنې ته د خطر زنګ وي او وړاندې تر دې چې دلته شوي پرمختګونه په بشپړ ډول له لاسه ووځي، د افغانستان پر راتلونکې پانګونې ته دوام ورکړي.”…»

دا د کندهار په پنجوايي کې د بېځایه شوو کوچنیانو یوه ډله ده.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د روانې جگړې په ترڅ کې بشري ناورین رامنځته شوی دی، د دې ناورین تر ټولو لومړني متضررین میندې او د هغوی ماشومان او کوچنیان دي،

که د دې بشري ناورین مخنیوی ونه شي، لمن به یې نوره هم پراخه شي او د جگړې او رامنځته شوي ناورین لمبې به د افغانستان گاونډیانو او لا لرې سیمو ته هم خوله ورواچوي.

جگړه مار په دې پوهېـږي که نه پوهېـږي، خو حقیقت دا دی چې د همدې نیابتي جگړو په پایله کې لکه تل د عامو خلکو تر څنگ د دواړو دوښمنو لوریو گڼشمیر وسلوال هم وژل کېـږي او یو ځل بیا د کونډو او یتیمانو لښګر ډېـرېـږي او ټولنې ته به ډېرې بدې پایلې ولري، په تېره نوي نسل ماشومانو او کوچنیانو ته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.