بيخي به هېڅ نه وايوو

‌ذبیح الله احساس

1,500
بيخي به هېڅ نه وايوو…نظم
……………..
که شپه له حده تجاوز وکړي
که شپه د سپينې سپوږمۍ مخ باندې تيزاب وشيندي
او نوره هم پسې شي تکه توره
که شپه شي دومره زوروه چې سهار هم غصب کړي
بس موږ به هېڅ نه وايوو، بېخي به هېڅ نه وايوو
که لمر ويده پاتې شي خوب کې او را ونه خېژي
که لمر له ډېرې غوسې لا هم پسې سوزنده شي
که لمر غرمو سره ملګری شي او مونږ پسې شي
او بيا زموږ له سيوري حق د ګرځېدو واخلي
بس موږ به هېڅ نه وايوو، بېخي به هېڅ نه وايوو
که مو خبرې هېڅ څوک هم وانه وري
که مو لفظونه بې مانا شي واړه
او کتابونه رانه ټول، ټول کړي
د جهل اور باندې يې لولپه کړي
که قلمونه رانه کش کړي، چې ليکل بند دي
خولې مو را وتړي او ووايي ويل بند دي
بس موږ به هېڅ نه وايوو، بېخي به هېڅ نه وايوو
هغوی چې کرکې خپروي هغوی به مست ګرځي
موږ به د مينې مات کچکول غاړه کې پټ ګرځوو
جنګي لاسونه به زمونږه ګرېوانونه څيري
خو موږ به امن ته هېڅ حق د شکايت نه لرو
مونږه بدبين به هېڅ د سولې درايت نه لرو
مونږه به بار بار له حالاتو تښتو ستړي به يوو
وجود به وي، ساه به چلېږي خو نور مړي به يوو
بس موږ به هېڅ نه وايوو، بېخي به هېڅ نه وايوو
د ميزان ۳مه، ۱۴۰۰لمريز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.