په رسمیت پیژندنه د حقوقو او سیاست په ارزونه کې

دوکتور م. عثمان تره کی

2,018

    ۱۳/۱۰/۲۰۲۱

د حکومت او دولت رسمیت پیژندنه سره توپیر لري:                
حکومت او دولت دوه جلا حقوقې جوړښتونه دي. د  حکومت رسمیت پیژندنه د دولت له رسمیت پیژندني څخه جلا ګڼل کیږې. حکومت د دې لپاره چي په نړیوال تعامل کې ورګډ شي رسمیت پیژندني ته اړتیا لري. خو دولت کله چي د دريګونو مرکباتو(خاوره، وګړي او حکومت) خاوند شو، خپل شته والی په بشرې کورنۍ باندي تپي او رسمیت پیژندني ته  نه اړ کیږي. 

دولت تلپاتي جوړښت دی، چي د حکومتونو د بدلون تر اغیز لاندي نه راځي. د حکومتونو د بدلون په بهیر کې، دولت د یو مسوول او ذمه وار حقوقي جوړښت په حیث خپلو کورنیو دندو ته دوام ورکوي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاته کیږي. خو که نوی حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي له نورو هیوادونو سره په تعامل کې، دولتې اجراآت تر زیاتي اندازي پوري له محدودیتونو سره مخ کیږي. په سفارتونو، نړیوالو غونډو او مختلفو سازمانونو (د ملګرو ملتونو په شمول) د حکومت استازیتوب او د بین المللې دندو د اجرأ په برخه کې تشه رامنځته کیږي.

له بلي خوا هغه هیواد چي د بل هیواد، نوی حکومت په رسمیت پیژني په کوربه هیواد د خپل دیپلوماتیک پرسونل دیپلوماتیک مصئونیت تضمینوې او د اړتیا په صورت کي د مقیم هیواد د حقوقي او اداري موسساتو څخه ګته پورته کولای شي.

دوفکتو او دوژور رسمیت پیژندنه:
د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه یا نه پیژندنه د دولتونو مطلق او انحصاري حق دی. د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه په دوه ډوله مطرح کیږې: « دوفکتو » او « دوژور ».
۱- دوفکتو رسمیت پیژندنه د حکومت جوړولو مدعي ځواک د سیاسې او حقوقې ودي له څرنګوالي سره تړاو لري.

کله چي د حکومت جوړولو مدعې ځواک په اړوند قلمرو باندي بشپړ کنترول و نه لري، امنیت نه شي ټینګولی او د کورنې مشروعیت څخه بې برخې وي. د ځینو سیاسې او ژِیوپولتیکو ملاحظاتو له کبله ممکن په دوفکتو ډوَل په رسمیت وپیژندل شې. یاد ځواک کولی شي په کور د ننه او د باندي له سیاسې لوبغاړو سره په تعامل کې قرار ولري.

دوفکتو په رسمیت پیژندنه يو ځواک ته بشپړ حقوقې هویت او په نړیوالو تعاملاتو کې د ورګډیدو وړتیا نه ورکوي.

د طالبانو تحریک د دوحې د هوکړه لیک له مخي چې له امریکایانو سره یې تر سره کړ، د یو سیاسي، عقیدوي او جنګې ځواک په توګه چي د راتلونکي حکومت د جوړولو په درشل کې دی په دوفکتو ډوَل په رسمیت وپیژندل شو. په سیمه کي د طالبانو ديپلوماتیکو مسافرتونو هغوې « دوژور» رسمیت پیژندني ته رانږدې کړل.
۲- کله چي د حکومت جوړولو یو خپلواک ځواک په ټول قلمرو کي واکمن شي، بشپړ امنیت تأمین کړي، د اساسې قانون د حکمونو پر بڼست او د ډیموکراسي د اصولو په درناوي استقرار ومومي، د یو واقعیت په توګه په « دوژور » ډَول په رسمیت پیژندل کیږې.

یاد فورمول مطلقه بڼه نه لرې. هیوادونه لیوالتیا لري چي رسمیت پیژندنه د خپل سیاست او دیپلوماسي د یو لاسوند په توګه وکاروې او له شرطونو سره یی مل کړي. د احتمال څخه لري نه ده چي یو حکومت سره لدې چي د هیوادني یا کورنیو حقوقو (اساسې قانون) د احکامو پر بنسټ جوړ شي او په خاوره کې کنټرول ولري په دوفکتو ډول په رسمیت وپیژندل شي. برعکس داسي هم واقع شوي چي یو حکومت سره له دي چي ټول حقوقي شرطونه یې بشپړ کړي دي، لیکن په دوفکتو بڼه وپیژندل شې. په کال ۱۹۴۱ م کې، له دې سره سره چي د شوروي اتحاد حکومت د اساسې قانون په چوکاټ کي جوړ شوی و د سویس له خوا په دوفکتو ډول په رسمیت وپیژندل شو. په  ۱۹۴۶م کې دوفکتو په دوژور واړول شو. په ۱۹۵۰ م کې برتانیي د چین کمونیست حکومت پدې پلمه چي په ټول قلمرو باندي واکمن دی په رسمیت وپیژاند. خو امریکا د کمونیست حکومت د اغیزمنتوب او حقوقې وړتیا په اړه شکمن و او له اوږد ځنډ وروسته په ۱۹۷۱ م کې هغه ته رسمیت وروبښل. بناً په رسمیت پیژندنه یوازي د حقوقي ضوابطو سره تړاو نه لري. هر هیواد خپلو ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره، رسمیت پیژندنه له ګن شمیر سیاسې او ژیوپولتیک ملحوظاتو سره تړې.

مشروط رسمیت پیژندنه:
کله چي رسمیت پیژندنه پرته له حقوقې ضوابطو څخه له نورو شرطونو سره مطرح شي، مشروط رسمیت پیژندنه بلله کیږي. د طالبانو اسلامې امارت د مشروط رسمیت پیژندني له جنجال سره مخ دی چې وروسته ورباندي رڼا اچوو.

حقوقپوهان د تیورې له دریزه پدې نظر دي چي باید رسمیت پیژندنه له سیاسې ملاحظاتو سره په تړاو مطرح نه شي. یو حکومت وروسته له دې چې د رسمیت پیژندني حقوقي شرطونه بشپړ کړي، باید نړیوال حقوقي نظام ته ورګډ شې.  

مشروط رسمیت پیژندنه یواړخیز (انفرادې) یا ډله يېزه بڼه لرلی شي:
الف
ــ که رسمیت پیژندنه یو اړخیزه وي او له سیاسې، ژیوپولتیک او ستراتيژیکو شرطونو سره مل شي، هر هیواد به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ نوی حکومت په رسمیت پیژني. بې له دې چې نړیوال حقوقي ضوابط په نظر کي ونیسې. بیا نو نړیوال حقوق حاشیې ته لویږې او د نړۍ په کچه ګډوډي جوړیږي.

امریکا د پاناما د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه پدې شرط پوري وتړله، چي د پاناما کانال د جوړیدو په ترڅ کي د امریکا د حق خیال وساتي او ویې پیژنې.

ب – ډله یېزه په رسمیت پیژندنه چې موخه يي د نړیوالو حقوقو د ارزښتونو ساتنه وي، د بین المللی حقوقو د نظام د ټینګښت لامل ګرځي. اروپايي ټولني په ۱۹۹۱ م کې هغه نوي حکومتونه چې د شوروي اتحاد او یوګوسلاویا د پاشلکیدو څخه وروسته رامنځته شوي وو، رسمیت پیژندنه یې په ګن شمیر شرطونو پوري وتړله. د هغي جملې څخه دملګرو ملتونو منشور ته درناوی، د اروپا امنیت او همکاري کانفرانس په چوکاټ کي د پولو موجود حالت ساتل، د بې وسلې کولو مخکنیو ژمنو ته ژمنتیا، د قومې لږکیو د حقوقو ضمانت او د خبرو یا حکمیت له لاري د دولتونو څخه په میراث پاته شویو منازعاتو حلول او داسي نور…

 

په رسمیت  نه پیژندنه د ګواښ په ډول:
په رسمیت نه پیژندنه په وار وار د هیوادونو د دیپلوماسي د لاسوند په توګه کارول شوې ده. د ۱۹۵۰م – ۱۹۶۰م  کلونو کي آلمان (فدرال جمهوریت) اعلام وکړ چي خپلي ډیپلوماتیکي اړیکي له هغو هیوادونو سره پرې کوي چې د ډیموکراتیک آلمان جمهوریت په رسمیت وپیژني.

په ځینو حالاتو کي ملګري ملتونو (امنیت شورا)، غړیو هیوادونو ته د یو حکومت چي په زور او ناقانونه توګه واک ته رسیدلی د رسمیت نه پیژندني مشوره ورکوي. دغه مشوره سیاسې اړخ لري او په غړیو هیوادونو باندي حقوقې الزام نه شي لګولې. په کال ۱۹۷۰ م کې د ۲۷۷ نمبر پریکړي له مخي ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو ته مشوره ورکړه چي د جنوبې رودیشیا حکومت چې د زور له لاري په واک قبضه لګولې په رسمیت ونه پیژني.

د طالبانو د امارت په اړه ملګري ملتونه ورته دریز لري. خو دغه دریز د توجیه وړ نه ښکارې. طالبانو د بهرني اشغال په وړاندي د بریالۍ ازادي بښونکي جګړې په پاي کي حکومت جوړ کړ. استعمار ضد جګړه چي په ترڅ کې يي د خود ارادیت حق ترلاسه شي د ملګرو ملتونو د جوړښت منطق جوړوې.

 

د زور له لاري جوړي شوي حکومت باید په رسمیت ونه پیژندل شې:
یو حکومت چي له غیر قانوني لاري ( بهرنۍ لاسوهنه، کودتا، اغتشاش … ) قدرت ته رسیږي، په رسمیت پیژندل یې له نړیوالو حقوقو سره اړخ نه لګوې. منچوریا د چین برخه و. جاپان پري برید وکړ او یو لاسپوڅی حکومت یې  قدرت ته ورساوه. امریکا د جاپان اقدام د « بریان کلوک » ( ۱۹۲۸م ) تړون سره په تضاد کې وباله، ورسره کلک مخالفت یې اعلام کړ. نوی حکومت چي د زور له لاري جوړ شوی و په رسمیت یې ونه پیژاند.

خو داسي مثالونه هم شته چي یو حکومت چي له غیرقانوني لاري قدرت ته رسیدلی، د ګڼ شمیر هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شې. ایټالیا په ۱۹۳۵م کې یوتوپیا اشغال او د خپلي خاوري سره یې یو ځای کړه. د ایټالیا – یوتوپیا امپراتوري نوی حکومت د ۴۴ هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شو.

په افغانستان کي د شوروې او امریکا اشغال نه وروسته لاسپوڅي حکومتونه د زیاتو هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شول.

راتلونکي بحث: ولي د طالبانو اِمارت په رسمیت نه پیژندل کیږې ؟

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.