د فکر لارې‎‎

ژباړه: بریال حبیبي

1,531

ټکسي چلوونکي وویل: پوهېږې، چې د نړۍ تر ټولو ښه کار څه شی دی؟
ورته ومې ویل: نه، څه شی دی؟
ویې ویل: ټکسي چلوونه!
ورته ومې خندل.
ویې ویل:
رښتیا وایم… .
زیاته یې کړه:
هر کله چې دې خوښه وي، کوې یې او هر کله چې دې خوښه نه وي، نه یې کوې.
هر چېرته چې دې زړه وي، تللای او هر وخت چې دې زړه وي، یوې څنډې ته ودرېدلای او استراحت کولای شې.
نوي نوي خلک وینې، نوې نوې خبرې اورې او آن دنده کې راډیو چالانولای شې.
کولای شې د ورځې ویده شې او د شپې کار وکړې؛ له هر چا سره چې دې زړه غوښته، درسره سورولای یې شې او…
خپلواک یې، آرام یې او… .
چې فکر مې وکړ، سړي رښتیا ویل؛ ورته ومې ویل: ډېر درباندې خوشحاله شوم!
موټروان وویل:
که اوس وپوښتې، چې د نړۍ تر ټولو ناوړه کار څه شی دی؟
ورته ومې ویل:
څه شی دی؟
ویې ویل: ټکسي چلوونه!
زیاته یې کړه:
هره ورځ باید کار ته ولاړ شې؛ که دې دوې ورځې ونه کړ، لاس دې خالي دي.
له سهاره تر ماښامه؛
هله کلچ، بریک… .
د پښو درد، د زنګنو درد، د ملا درد… .
په دغه ګراني چې نو یو ټکر هم وکړې… .
هر مسیر چې مسافر درته وښوده، هغې خواته به ځې؛
چې هر ډول عجیب او غریب بنیادم وي، موټر کې دې سپرېږي؛
که خبرې وکړې، یو ډول وي؛ که یې نه کوې، بل ډول؛
که راډیو چالانه کړې، یو ډول او که یې چالانه نه کړې، بل ډول.
د کرایې په سر دعوه، د لارې په سر، د وړو پیسو په سر… .
په اوړي له ګرمۍ سوځې او په ژمي له یخه تک شین شې… .
چې هر څومره هڅه وکړې، بیا به هم یوه ورځ پاتې راځې که نه؟
موټروان ته مې وکتل، ویې خندل، ویې ویل:
د ژوند هر څه همداسې دي؛ کېدای شي یو څوک هم په ښه نظر ورته وګوري او هم په بد!

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.