ملکيت، خدمت او ارزښتونه

قدرت الله هېوادپال

1,253

نن له ډيرو سره دا احساس دی چې نورو سره ښه وکړي، او دې ښه کولو کې يو تر ټولو قدرمن احساس د وطن/ خاورې په چوکاټ کې له نورو سره ښه کول دي، خو د همدې ښه کولو له هڅې سره دا شرط هم مل دی چې هر څه دې زما په خوښه وي تر څو ښه وکړم، که د وطن يا خاورې خدمت کړم نو بايد هر څه زما له فکر سره سم وي او خلک بايد زما د ښو پر اساس زما قدر وکړي.

ښايي پر ډيرو دا خبره ښه ونه لګي، خو ژوند پر انصاف نه بلکې پر هڅه روان دی، هغوی بريالي دي چې خپلې لاس پښې خوځوي او هڅه کړي، که دا هڅه د هر څه لپاره يا په هره نامه وي، انسان يو نه يو ځای ته رسوي، او په دې هڅه کې ضرور نه ده چې شرايط او نړۍ دې ستاسې له خوښې سره سم وي، ورسره انصاف يا پر انصاف ولاړه ټولنه يو اوږدمهاله هدف دی چې د ټولنې هر غړی کولای شي د خپل توان په چوکاټ کې د هغې په لور کار وکړي، خو هغه يوه روانه هڅه ده، چې څوک کله وررسيږي هغه به بيا معلومه شي.

people walking on grey concrete floor during daytime

د وطن د ملکيت دعويداري ډير کړي، خو چې لږه سخته پرې راشي له ډير څه تير شي، وايی کوم ناظر به تل خان ته ويل چې ستا په جنګ وي او زه به نه یم نو، خو يوه ورځ د خان جنګ شو، ناظر چې وليدل چې خان دوه درې ټنګه وخوړل، نو تښته چې نه تښتې، بله ورځ چې خان ناظر وليد، ښې ورته په قهر وو، خو ناظر ويل، چې ما درته تل ويلي وو چې خان ستا به جنګ وي زه به نه يم نو.

د نن د اړيکو په زمانه کې جغرافیوي واټنونو ارزښت له لاسه ورکړې دی، په داسې حال کې چې بشر مريخ او سپوږمۍ ته په چکرو ځي، د ځمکې چارچاپيره مزل لنډ شوی دی، ورسره د ټولنيزو شبکو او مخابراتي اړيکو ټکنالوژيو په وده کې فاصلې دومره ارزښت نه لري، مهمه نه ده چې څوک دلته وي يا بل چيرې، مهمه داده چې د يو څوک د يو څه د ملکيت دعويدار وي آیا د سختۍ پر مهال هغه پريږدي يا له هر څومره ستونزو سره خپلو اصولو او ارزښتونو ته وفاداره پاتيږي.

که چيرې څوک اهداف لري او پوهيږي چې په ژوند کې څه غواړي، نو دا تمه دې نه ساتي چې حالات دې تل ښه وي تر څو دوی خپلو اهدافو ته ورسيږي، که لمر وي يا وريځې، که باران يا توپان بايد خپلو اهدافو په لور روان اوسئ، سمه ده چې ځينې ورځې به مو مزل سست وي، ځينې به ځغلئ خو مزل بايد وي.

ورسره هر څومره چې په يوه چوکاټ کې، که هغه اداره وي يا هېواد، دا ارزښتونه ورک وي همدومره هر څوک خپل نظر تپي، آن ادارې تل په يوه نظر نه وي، هېوادونه خو لويه خبره ده، د نن په زمانه کې لکه د ملګري ملتونو يا مايکروسوفټ يا نړيوال بنسټونه، داسې ادارې چې د نړۍ له هر ګوټه خلک لري، چې بیلابیل سياسی او مذهبي نظريات لري، يوې ادارې لپاره کار کوي، ټاکل شوو ارزښتونو ته وفاداره وي، نو کله چې موږ د ادارې يا په ټولنيزو چارو کې د ملکيت بحث کوو، نو دا معنا نه ده چې هر څوک دې پر يوه نظر وي، مهمه دا ده چې ارزښتونه معلوم وي بیا مهمه نه ده چې هغه ارزښتونو ته څوک له کوم اړخه راځي.

group of people sirring under sunset

بهتره اداره هغه ده چې د ټولنې له بدليدونکو واقعيتونو سره ځان عيار کړي، اکثره وختونه ادارې خپل ارزښتونه نه معلوموي، نو له کوچنيو بدلونونو سره بازاره غورځيږي. هر کله چې ارزښتونه معلوم وي، پریکړې کول آسانيږي.

مهمه نه ده چې کله موږ د هېواد په کچه بحث کوو، يا عامه ادارې راسپړو، ټولې دې د يوې ژبې، يو قوم آن يو مذهب وي، مهمه داده چې د دې ادارې اساسي ارزښتونه معلوم وي، د نړۍ ډير هېوادونه شته چې آن د بل مذهب، بل تابعيت خلک د يوه هېواد په يوه عامه اداره کې کار کړي خو اصول يې معلوم وي او خپلو مراجعينو ته خدمتونه وړاندې کوي، په عربي هېوادونو کې داسې ډيرې بيلګې شته چې بهرنيان د دې هېوادونو عامه خدمتونو په چارو کې دخيل دي.

د عامه ادارې او خدمتونو وړاندې کولو په چارو کې ملکيت بايد ولس ژوند د آسانولو له اړخه وارزول شي، نه دا چې زه يا بل څه فکر کوي، داسې بې شميره بيلګې شته چې دښمن هېوادونو يا مخالف سياسي نظرونو خلکو په بحران او د اړتيا په وخت کې سره لاسونه يو کړي دي، همدې پاکستان او هند په ډیرو داسې چارو کې همکاري کړې چې د ولسونو په خير يې وو.

دلته بحث د سياست نه دی، بلکې د عامه ادارو بهتره خدمتونو وړاندې کول دي، په دې هېواد کې داسې ډيرې بيلګې شته چيرې چې تکړه، پوه او ژمن افغانان کولای شي له چارواکو سره د يوې چارې بهتره سرته رسولو کې مرسته وکړي، خو د دې افغانانو ښايي يوازينئ نيمګړتيا دا وي چې ځانګړي اړخ ته د زنده باد چيغه نه وي يا هغه غوړه مالي او ژبه نه لري چې عامه چوکۍ ته رسيدو لپاره ورته اړتيا وي.

two people shaking hands

د مشر په توګه بايد چارواکی پوه شي چې څوک دا کار کولای شي، مهمه نه ده چې دا شخص په فکر او ښود کې څرنګه وي، که چيرې د ملت په ګټه تماميږي نو بايد ترې کار واخيستل شي، له اسلامي تاريخه نيولې د نړۍ نورو بهتره خدمت وړاندې کوونکو ادارو پورې، داسې ډيرې بيلګې شته چې د مخالف نظر او عقيدې خلک په دولتي چارو کې دخيل وو، د اسلام تاريخ خو آن له داسې يهودانو او عيسويانو له بيلګو ډک دی چې په تجارتي، ديپلوماتيکو او ښاري چارو اداره کولو کې يې اسلامي خلفاوو ته مشورې ورکولی، په هند کې مسلمان وکدارانو له ځان سره هندو سلاکاران لرل، په همدې افغانستان کې انقلابيانو له ځان سره د مخالف نظر تخنيکي خلک ساتلي وو، ايران له اسلامي انقلاب وروسته د شاه د وخت تخنيکي خلک وساتل.

دلته هدف چا ته د ښه او بدو ګوته نيول نه دي، دلته هدف دا دی چې ولس د بهتره خدمت ارزښتونو معلومول دي، د افغانانو ژوند آسانول دي، هر کله چې موږ ته دا ارزښتونه معلوم شو چې د وطن بايد د سيالانو سيال شي، نو بیا زه پوهيږم چې دې هدف ته مې څوک رسولای شي، پدې کې بيا دا مهمه نه ده چې هغوی چې دا خدمت کړي پر يو بل دې ميين وي يا ټول دې يو لور ته د زنده باد چيغې ووهي.

هر څومره چې اداره لوييږي يا د کارکوونکو خلکو تعداد ډيريږي، هلته بیا يوه نظر ته رسيدل همدومره ستونزمنيږي، اکثره وختونه بيلابيل نظرونه ښه وي، ورسره د لويو ادارو مشران پوهيږي چې دا چاره پر دومره زحمت نه ارزي چې ټول يو نظر ته راوړوو، مهمه دا ده چې هر څوک خپل کار کړي، او ټاکلیو اصولو او ارزښتونو په رڼا کې اجراات کيږي، مهمه نه ده چې څوک څه فکر لري يا څه سياسي فعاليت لري، د نن د ټکنالوژئ او کرونا د وبا له کبله خو آن دا هم مهمه نه ده چې څوک څه وخت راځي، تر څو چې يې کار نتيجه ورکوي او خپله چاره پر مخ بيايي، نور شيان فرعي اړخ خپلوي.

ارزښتونه او د خدمت اصل معلوم کړئ، د خلکو له اصلاح او خپل نظر ته رااړولو څخه تير شئ، پريږدئ چې هر څوک د خپلو واقعيتونو او فکرونو په رڼا کې ژوند وکړي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.