قبضیت او درملنه یې

1,327

قبضیت داسې ناروغي ده چې له دې څخه نورې ناروغۍ رامنځته کیږي او آن چې د وژونکو ناروغۍ لامل هم کیدلای شي، ددې یو ستر لامل فایبر لرونکي خواړه نه خوړل او مناسبه اندازه اوبه نه څښل دي.

يوه خبره چې بايد هيره نه کړو دا ده چې بېلابېل کسان د قضای حاجت لپاره يو شان نه ځي ځينې کسان په ورځ کې درې ځله او ځينې په اوونۍ کې درې ځله د قضاى حاجت لپاره ځي نوکله چې په هرچا کې د قضاى حاجت دغه نوبتونه کم شي هغه په قبضيت اخته شوي دي. د مثال په توګه کله چې يو کس په معمولي توګه په اوونۍ کې درې ځله د قضاى حاجت لپاره ځي که اوس په اوونۍ کې دوه ځله ځي نو ويلي شو چې هغه په قبضيت اخته شوى دى او هغه کس چې په ورځ کې يوځل تشناب ته ځي او اوس په درېيو ورځو کې يوځل ځي هغه هم په قبضيت اخته شوى دى ځکه خو دانګرېزي ډاکټرانو دغه تعريف سم دى چې وايي قبضيت په بېلابېلو کسانو کې بېلابېل شيان او ډولونه دي .

معمولاً د قبضيت نښې نښانې په دې ډول دي خو په ټولو کسانو کې دغه نښانې نه ليدل کېږي، خو په کتابونوکې همدې نښو ته اشاره کېږي. په مقعد کې د موادو د شتون احساس داسې، فکر کېږي چې د مقعد برخه يې ډکه ده د باد او ګازو احساس ، ناروغ فکر کوي چې قضاى حاجت ته سخته اړتيا لري خو کله چې تشناب ته ځي دغايطه موادو دلرې کولو توان نه لري . د نس درد او د نس د عضلاتو شخوالي يې نورې نښې دي او دغه راز ځينې کسان کانګې او زړه بدوالي هم لري . د قبضيت يو مهم عامل خوراکي توكي دي هغه کسان چې فايبرلرونکي مواد کم خوري او هغه کسان چې لږې اوبه څښي په قبضيت ډېر اخته کېږي.

ځينې درمل لکه انټي هستامين ، هغه درمل چې ادرار زياتوي ، د درد ضد درمل او د فشار ضد درمل هم ممکنه ده قبضيت رامنځته کړي . ډېرې ناروغۍ په تېره بيا هغه کسان چې شکره يا ډيابيت لري هم له قبضيته کړېږي دغه راز په ستوني کې يوه غده ده چې تېروئيد ېې بولي کله چې دغه غده کم کاره شي يعنې ښه فعاليت ونه شي کړای ممکنه ده قبضيت رامنځته کړي .

له درملنو څخه یې یوه لاره  دا هم ده:

زیاتې اوبه څښل عادت جوړ کړئ ځکه چې د ګټې پرته هیڅ تاوان نه لري

نارینه و ته ورځ کې ۳.۷ لیتره او ښځو ته ۲.۷ لیتره اوبه څښل په کار دي، ځکه چې د قبضیت یو لامل د ډکو بولو سختوالی دی، او اوبه بدن نرموي چې د ډکو په وتلو کې اسانتیا راولي، ددې لپاره د مڼې جوس هم ښه دی، خو د قبض پرمهال له کافيین لرونکي څښاکو، لکه چای، کافي او ګازي څښاک ځان وژغورل شي، ځکه چې په دې سره تشې بولې زیاتې راځي او د هغې له لارې د مایعاتو اخراج ډيریږي. د قبضیت پرمهال له لبنیاتو ځانونه وژغورئ خو یوازې مستې وخورئ، په مستو کې داسې مواد شتون لري چې د هاضمې سیستم څخه د ډکو بولو ویستلو کې مرسته کوي او درد کموي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.