که په لمانځه کې مو توجه بل خوا ځي، دا لارې چارې عملي کړئ!
١- مخکې د لمانځه څخه کينۍ او لږ ذکر وکړئ ، او يا د قرآن کريم تلاوت وکړئ، چې زړه او روح مو د اللهﷻ د عبادت علاقه مند شي.
٢ _ د لمانځه څخه وړاندې داسې وانګېرئ چې ممکن دا زما وروستنی لمونځ وي.
٣ – له ځان سره ژمنه وکړئ چې لمونځ به په عاجزۍ او پرته له هوش پرکۍ ترسره کوم.
٤ – تصور وکړئ چې د يو پياوړي او توانا ذات په وړاندې ولاړ او له هغه سره خبرې کوٸ.
٥ – په لمانځه کې ډيره پاملرنه په عاجزۍ وکړئ او خپل ځان د هغه رب په وړاندې حقير او محتاج احساس کړئ.
٦ – آهسته او په آرامتيا سره د لمانځه کلمات ولولٸ.
٧ – هر هغه څه چې په لمانځه کې لولۍ معنا ته يې پام وکړئ.
٨ – مخکې له لمانځه که وږي يا تږي ياست يو څه وخورٸ، ترڅو په لمانځه کې ستاسو د بيړې سبب نشي، خو کوښښ بايد وشي چې په ماړه نس لمونځ ونشي.
٩ – په ارام او يوازې ځاى کې لمونځ وکړئ.
١٠ – د لمانځه په ځاى کې بايد مخې ته مو انځور، ټلوېزيون او داسې شى، چې د پام وړ ګرځي، نه اوسي.
١١ – کوښښ وکړئ د رب عاشق اوسئ ځکه عاشق د معشوق سره د اندکه خبرو کولو لپاره هم شېبې شماري.
١٢ – حلال لاس ته راوړئ او حلال وخورئ.
١٣ – دا ذکر ډير واياست (لااله الا الله محمد رسول الله)
١٤ – مرګ له ياده مه باسئ، ځکه همدا مرګ دى چې انسان د غفلت له خوبه ويښوي او همدا مرګ دى چې د انسان نفساني خواهشات وژني.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.