زما یو ته وې یو مې خدای و
خدای خو مې شته خو تا یوازې پریښودمه
* * *
تانه ګیله نکړم چې لاړې
ما د قسمت برخې پخوا بایللي دینه
* * *
په ما دې څه وکړل چې لاړې
ځان دې په خپله بې دیدنه کړ مئینه
* * *
که څوک راتلل سلام را لیږه
زه لا همدا تمـه لـرم چــې تا لــرمه
* * *
که ناز کوم را سره ښایي
یو ښایسته یم بل د لویه کوره یمه
* * *
جانان د تورې سړی نه دی
د یارۍ نښې به واپس ترېنه راوړمه
* * *
په ما دې سل نازونه پورې
په تا مې یو زړګی سمبال نشو مئینه
* * *
دعا کوم تاسې امین کړئ
څوک چې وطن بربادوي هلاک دې شینه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لنډۍ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.