ښه حکومتولي، يعنې څه؟

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

732

په معاصره نړۍ کې د ښې حکومتولي اصطلاح  د سياسي بحثونو پرمهال پرله‌پسې په زياتيدونکې توګه کارول کېږي، خو  عملاً داسې ښکاري چې ښه حکومتولي تيوري ده او که تحقق هم ولري نو په نړۍ کې به د ښې حکومتولي درلودونکي هيوادونه د ګوتو په شمار وي. البته موږ د ښې حکومتولي په لږ او يا ډېرو شاخصونو باندي د برابرو حکومتونو لپاره ګراف جوړولاى شو.

شک نشته چې بده حکومتولي د هيواد د وروسته پاتې والي، د ملي يووالي د ټکنى کيدو، د ټولنو او پرګنو ترمنځ د مصيبتونو او شخړو د رامنځته کیدو بنسټ ګڼل کېږي. همدا وجه ده چې مرسته کونکي هيوادونه او نړيوال مالي بنسټونه د مرستو او پورونو ورکول په عمومي توګه د ښې حکومتولي لپاره د اړينو شرائطو په عملي کولو پورې تړي.

په دغه ليکنه کې د ښې حکومتولي په ځانګړتیاو باندي راڅرخيږو تر څو هر څوک د خپلې محاسبې له مخې پريکړه وکړاى شو چې زموږ پروني او ننني حکومتونه تر کومې کچې پورې د ښې حکومتولي په شرائطو باندي برابر وو، کومې نيمګړتياوې يې درلودې او له څه ډول ستونځو سره مخ شول.

د سياسي، کلتوري اقتصادي او ټولنيزو پريکړو کولو او عملي کولو پروسې ته حکومتولي ويل کېږي د حکومتولي تصور د انساني تمدن له پيل څخه پيل شوى او تر ننه پورې دوام لري. په ښه حکومتولي کې مختلف اړخونه شتون لري او حکومت د حکومتولي يوازې يو اړخ جوړوي. نور يې د حکومتولي ډول ته په کتو توپير کوي. په کليوالي سيمو کې ممکن د بزګرانو اتحاديې، د ځمکو خاوندان، قومي متنفذين، ديني علما، کوپراتيفونه او غيردولتي مؤسسات د ښې حکومتولي برخه وګڼو.

همدغه شان د بهرنۍ تګلارو جوړولو په بهير کې، د زده کړو په ډګر کې، سوداګريزو کړنو، صنعتي برخه او نورو سيکتورونو کى د اړونده څانګو د متخصصینو، مدني ټولنو، ديني او روحاني ډلو مشرانو، مالې مؤسساتو، سياسي ګوندونو، متقاعدو جنرالانو، سفيرانو او نورو ولسي جوړښتونو ګډون د ښې حکومتولي لپاره اړين فکتورونه او شاخصونه ګڼل کېږي.

په ښاري سيمو کې وضعیت نور هم پيچلى او ډيرو اړخونو ته پکې د ګډون کولو اړتیا ليدل کيږي. د ملي/ولايتي/سيمه ييزو/سوداګريزو تصميم نيونکو، رسنيو, اتحادیو، حکومتي مامورينو، د خصوصي سکتور له مالکانو، د مزدورانو او د ښځو د اتحادیو ترمنځ په منظمه توګه اړيکي جوړول پالل او انډول ساتل د ښې حکومتولي لپاره د اړينو شرائطو په نوملړ کې راځي.

که په ښارونو کې ناخبره، د دلچسپي نه درلودونکي او غير منظم اشخاص تنظیم، متحرک او په حکومتولي کې ښکېل کړاى شي، د بدلون او سمون لپاره تر ټولو ښه بالقوه ځواک جوړولاى شي. په ملي کچه حکومتولي کې رسنئ، نړيواله مرستندویه ټولنه او نړيوال مالي بنسټونه هم په پرپکړو کې نقش او يا هم کم ترکمه په پريکړو باندي اغيزې درلودلاى شي. په ښه حکومتولي کې له حکومت څخه پرته نور ټولو سهم لرونکي مدني ټولنه بلل کېږي.

د پريکړو ترشا له پورتنیو منظمو جوړښتونو له رول څخه ورهاخوا غير منظم جوړښتونه هم شتون لري چې په پریکړو باید اغيرې درلودلاى شي، لکه سيمه ايز خانان، نوابان، قبايلي مشران، د منظمو جرمونو مافيا، د ځمکو مافیا د اشپزخانې کابينه.(Kitchen Cabinet) او داسې نور غير رسمي سلاکاران يادولاى شو. د غير رسمي جوړښتونو (د اشپزخانې کابينې) لخوا په پريکړو باندې اغيزې ډير وخت د شته فساد له امله رامنځته کيږي او يا هم د لا زيات فساد لامل ګرزي.

د اسيا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو دفتر د ښې حکومتولي لپاره لاندي اته ځانګړتیاوې شرط ګڼي.

١ مشارکت

مشارکت د ښځو او سړيو د ګډون په معنا او د ښې حکومتولي لپاره د کليدي شرط په توګه ګڼل کېږي. دغه ډول مشارکت په مستقيم ډول يا د مشروع ادارو لخوا او يا هم د ملت د استازو لخوا په حکومتي اډانه کې د ګډون لپاره نومول کيږي.

٢  اجماع؛

په هره ټولنه کې مختلف جوړښتونه، فکرونه اړخونه او عنصرونه شتون لري. ښه حکومتولي هغه ده چې د ټولنې مختلف اړخونه، فکري او قبيلوي جوړښتونه پکې سره په ګډه د ملت جوړولو په موخه د پراخو ملي ګټو، اوږدمهاله ټولنيزو پرمختګونو او د داسې لارو چارو د لټون په شااوخوا سره راټول شوي وي چې تلپاتي ټولنيز ثبات رامنځته کوي. دغه موخه يوازې د د تاريخي کلتوري او ټولنیز په ابعادو باندي د پوهې په نتیجه کې ترلاسه کيداى شي.

٣ ټول ګډونتوب؛

دملي يووالي او د يوه ملت د حقونو د خوندیتوب دعوه هغه مهال د باور وړ ګڼلاى شو چې ټولې پرګنې، په ځانګړي ډول لږکي او بيوزله خلک په حکومت، ټولنیزو پريکړو او اسانتياو ته د لاس رسي په برخه کې ځانونه شامل وګڼي او هيڅ اړخ  د خپلو حقونو په هکله د محرومیت احساس ونکړي.

٤ اغيزمنتوب او وړتیا

د بنسټونو او ادارو لخوا په مناسب ډول د سرچينو کارول او ولس ته د داسې اسانتياو برابرول چې د هغوى اړتیاو ته ځواب ووايي د ښې حکومتولي لپاره اړين شرط دى. د چاپيريال خوندي ساتل او د سرچينو انډوليز استعمال هم د ښې حکومتولي په ځانګړتياو کې راځي.

٥ حساب ورکول؛

حساب ورکول د ښې حکومتولي لپاره بنسټيز اصل ګڼل کېږي. نه يوازې حکومت بلکې خصوصي سکتور مدني ټولنې او سياسي بنسټونه هم مکلفیت لري چې د احتساب له پروسې څخه تېر شي. ټول بنسټونه هغو خلکو ته په حساب ورکولو باندي مکلف ګڼل کېږي کوم خلک يې چې کړنو او پريکړو څخه اغيزمن کيږي. دلته يو وضاحت اړين ګڼم. هغه دا چې د احتساب پروسه د شفاف قانوني عمل په صورت کې شونې ده.

٦  روڼتيا؛

په کاملاً يوه قانوني چوکاټ او د ضوابطو ته په پاملرنه د پریکړو کولو او په پريکړو باندې د عمل کولو پروسه شفافیت او روڼتيا بلل کېږي. همدغه شان په مستقیم ډول له پريکړو څخه متضررو خلکو ته د اړتیا وړ معلومات برابر شوي او د هغوي لپاره اوس معلوماتو ته د لاس رسي حق خوندي دى.

٧. د قانون حاکمیت؛

د ښې حکومتولي له شرطونو څخه د يوه داسې مناسب قانوني چوکاټ درلودل دي چې له معافیت او امتیاز پرته په هر چا باندې پلى کړاى شي. داسې قانون چې په ځانګړي ډول د لږکیو په شمول د ټولو پرګنو انساني حقونو ته پکې درناوى شوى وي. څرګنده خبره ده چې له امتياز او معافیت له کلتور پرته د قانون په يو شان تطبيق کول خپلواک عدلي او قضايي سیستم او له هر ډول فساد څخه خوندي پوليسي شبکو شتون ته اړتیا لري.

٨ ځواب ويونکۍ؛

د پريکړو کولو او د پريکړو د عملي کولو په پړاوونو اړونده ادارې بنسټونه او اورګانونه مکلفیت لري چې اغيزمنو خلکو ټولنو حقيقي او حکمي شخصیتونو ته د اغيزمنتوب په تړاو ځواب ويونکي واوسي. دغه ځواب ويل هم باید د وخت په پولو کې رانغښتې وي.

زموږ په هېواد کې د ښې حکومتولي د شاخصونو تطبیق کله هم تحقق نه دى موندلى او اوسنيو شرايطو ته په کتو د ښې حکومتولي شرطونه پوره کول به سخت کار وي، خو داسې هم نه ده چې موږ لاس تر زنې کينو، زورواکان، جنګسالاران، مافيايي ډلې، او د پرديو اجندا راوړونکي پريږدو څنګه او څه ډول چې هغوى وغواړي په موږ باندې حکومت وکړي.

زموږ  نيمګړتياو او اوسني ټکني وضعیت ته په کتو د تاوتریخوالي او جګړو له غوراوي پرته او د ملي ګټو د خوندیتوب په شرط د سمون او بدلون لپاره د دين او تمدن په چوکاټ کې د ننه په هر ډول مبارزه کولو باندې باید فکر وشي. هره حاکمه ډله باید پوه شي چې ملت نور په مخونو نه، بلکې په موخو باندي تمرکز کوي. اوس هغه وخت تير شوى دى چې ولسونو به د ارزښتونو په نوم د واک غوښتونکو د هوا او هوس لپاره قرباني ورکوله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.