سايبريايي خرس بيا په لومه کې ونښت

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

880

اوکراین په ختيځه اروپا کې موقعیت لري او له روسيې وروسته د دغې وچې دوهم ستر هېواد دى.  دغه هیواد د سمندر له سطحې څخه اوسطاً  په 175 متره لوړوالي کې پروت او نزدې ټوله ځمکه يې  هواري دښتې جوړوي. نوموړي هيواد د پولنډ-لیتوانیا، روسیې، او د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحاد له تسلط وروسته په ١٩٩١ کې د شوروي له پاشل کيدو وروسته د ټولپوښتنې په نتيجه کې رسماً خپلواکي اعلان کړه.

د امریکا او ناتو لخوا د روسیې پولو ته د رسيدو هڅې، په ختيځه اوروپا کې د توغندیو ځاى په ځاى کول، د انرژي د لېږد نلليکې او داسې نور موضوعات د دواړو خواو ترمنځ د شخړو راپورته کيدو لاملونه وو، خو د اوکراین شخړه د عطف نقطه او د دواړو اړخونو ترمنځ د جيوپوليتيک رقابتونو محور ګڼلاى شو. اغيزې به يې نه يوازې تر اوکراین پورې تړلې پاتې شي بلکې ممکن په نړيواله کچه به د ژورو بدلونونو لامل وګرزي.

دا سمه ده چې په اوکراین باندي د روسي ځواکونو اوسنى يرغل د پوتین تر مشرتوب لاندې د روسیې ځواکمنتيا نندارې ته وړاندې کوي او له دې هم ورهاخوا پوتین خپله هغه ژمنه هم ثابته کړه چې نوموړئ به ناتو ته اجازه ورنکړي چې د روسیې تر پولو پورې راورسيږي.

اروپايي ولسونه لا اوس فکر کوي چې هغوى د بايډن او پوټین ترمنځ د رقابت او تقابل بيه ورکوي. کيداى شي په لنډمهاله توګه امریکایي ديموکرتان د امریکايي ولسونو ترمنځ خپله اغيزمنتوب وبايلي.

البته که د اوکراین جګړې ته له يوې بلې زاويې څخه وګورو، نو داسې ښکاري چې پوتین د وژونکي جګړې د پيلولو له امله په عامه اذهانو کې منفور وګڼل شي او بايډن به د نړيوالو ترمنځ د امریکا د تيرو څو لسيزو ځپونکو جګړو ته له پام کولو پرته د سولې د ريښتوني مدافع په توګه وستايل شي.

امریکا او روسیه خپل هژمونيکي اړخ ته د ګټو د خوندیتوب نوم ورکوي. له  ګټو څخه د هغوى د ساتني ستراتیژي په نظامي ځواکمنتیا باندي متمرکزه ده او د نړۍ کمزوري ولسونه د دغه رقابت زيانونه ويني. که څه هم په څرګند ډول د ګټو تعریف په اقتصادي فارمولونو او پرنسيپونو باندي راڅرخيږي خو د جنګي ابزارو د جوړولو او له يو بل څخه د زياتو وژونکو وسلو د تولید په برخه کې رقابت هم د ځواکمنو هېوادونو د هژمونيکي اړخ په نوم مخ په وړاندې روان دى.

په افغانستان کې د امریکا د يرغل پيل او پاى ددې لامل شوه چې نوموړئ هيواد نړيوال باور له لاسه ورکړي او نور هيوادونه په امریکا باندې د حساب کولو په هکله اندېښمن واوسيږي . له افغانستان څخه د تېښتې عمل د امریکا او ناتو طلسمي ځواکمنتیا ټکنى کړه.  روسيې او چين ته يې د جارحانه تګلاره خپلولو لپاره لاره هواره کړه. دادى اوس روسيې د لويديځ ګواښونو ته له پام کولو پرته په اوکراین باندي برید وکړ، اروپا په داسې حال کې چې کمزورې شوې هم ده، په مستقیم ډول د روسیې له ګواښ سره مخ شوه.

څرګنده خبره ده چې اوس مهال لويديځ له جنګي تګلارو څخه لاس اخيستى دى، خو د روسیې عسکري يرغل ته د ورته غبرګون د نه ښودلو ترشا ګټوره ستراتیژی هم شتون لري. سياسي مسائل د پهلواني په ډګر کې او د توپونو د شپېلۍ په غړمبا نه حل کيږي. که په دغه اړخ باندې تمرکز وکړو، نو شونې ده چې امریکا په غيرمستقيم ډول روسیه په اوکراین باندي د بريد کولو لپاره تشويق کړې وي. که داسې وي نو د روسیې اوسنى بريا به دغه هېواد ته ستر زيانونه له ځانه سره ولري.

د انديښنې وړ خبره دا نه ده چې امریکا او روسیه د يو بل په تقابل کې راغلل بلکې داده چې د روسیې نور ګاونډيان به څنګه د دواړو ځواکمنو او پراختیا غوښتونکو هيوادونو ترمنځ څنګه خپل شتون وساتي.
اوس که اوکراین د روسیي لخوا اشغال هم شي، نو د اوکرايني ولس ترمنځ به منفور، د روسیې لاسپوڅي بيوسه او کمزورى حکومت رامنځته کړي. روسيې اوس هغه فرصت هم له لاسه ورکړ چي په بالفعل او يا هم بالقوه توګه يې په اوکراین باندي له يرغل وړاندي د نسبتاً دوست هېواد درلودلو لپاره درلوده. اوس به يوازې زور کاريږي او د اوکراین د خلکو ملاتړ ترلاسه کول به روسیې ته ناشونى کار وي.

روسيې د شوروي اتحاد له ماتيدو وروسته هڅه وکړه چې ځان د خونړي سايبريايي خرس له نوم څخه د انسان دوسته او سوله مل هيواد په توګه نړئ ته ور وپېژني خو په اوکراین باندي له يرغل او د بيګناه خلکو له وژلو وروسته داسې ښکاري چې هغه پخوانى خرس له معاصرې وودکا څکلو وروسته لاهم ببر شوى، زړور شوى، زورور شوى او خطرناک شوى دى او ګاونډيانو ته بده اراده لري. که ومنو چې د اوکراین حکومت له روسیې سره د اړيکو په جوړولو کې باید ستونځې له منځه وړې واى، نو دا هم بربنډ واقعيت دى چې د روسیې د اشتباهاتو کچه په پرتله ايز ډول د اوکراین له سهوو څخه لوړه ده.

اوس داسې ښکاري چې غرب په افغانستان کې د مات شوي بې زړه شوي او بوډا شوي زيرک لوبغاړي په توګه  د خپلې سلطې د خوندیتوب لپاره يو پياوړى مست، پارېدلى او سرشار ځوان قطبي خرس داسې تاوتریخوالي ته تشويق کړ چې د غرب له بيځايه لګښت څخه به هم مخنیوى شوى وي او ډير ژر به په لومه کې هم ونښلي. همدغه شان به روان اشغال په اوږد مهال ډول روسیې ته د غاړې طوق او د پښو ځنځير جوړ شي. که خبره راټوله کړم نو باید ووایم چې که امریکا ونکړاى شو چې د روسیې د هژمونيکي موخو مخه ونیسي خو د اروپا يوې برخې ته د ګواښونو په منلو سره يې روسيه په داسې مصيبت کې يې ونښلوله چې نه يې سر خلاصون مومي او نه هم لکئ.  هوښياران له خرس سره ځان  نه مخامخ کوي بلکې خرس په لومه کې نښلوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.